د اذربایجان له زندانونو څخه ۱۴ افغان بندیان خوشې شوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. وزارت همدا راز ویلي چې د دغه بندیانو دوسیې به په افغانستان کې تعقیب کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. وزارت همدا راز ویلي چې د دغه بندیانو دوسیې به په افغانستان کې تعقیب کړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې نن شنبه، د سلواغې په ۱۸مه، خپره شوې، د اذربایجان جمهوریت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه شوې او ډاډ ورکړل شوی چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به روانه ساتل کېږي.
په خبرپاڼه کې د خوشې شویو بندیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې تیره اونۍ ۱۲۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګونو لویه لار او یو شمېر نورې تړل شوي لارې له واورې پاکولو وروسته بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.
ددغه وزارت لخوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، د سالنګونو لویه لار پرون ورځ پرانیستل شوه او دا مهال د مسافر وړونکو وسایطو تګ راتګ له دواړو خواوو جریان لري.
د وزارت د معلوماتو له مخې، چې باروړونکي وسایط (۱۰ټیره)، له ټیلرو پرته د شمال څخه جنوب لوري ته د تګ اجازه لري.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د سالنګ تر څنګ په بامیان ولایت کې د یکاولنګ-بامیان، پنجاب-ابقول کرمان، دهن سیاه دره - پل بند شوی، بامیان – سرپل او بامیان – دره صوف لارې، او همداراز د شېبر، قوناق، اقرباط، شاتو، حاجیګګ، بکک، داګاه او اسپندک کوتلونه د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.
همداراز په میدان وردګ ولایت کې د حاجیګګ کوتل، په سرپل ولایت کې د البدر ولسوالۍ لاره، او په غور ولایت کې د بند غوک، بند بور او حوض بنګي پرته نورې ټولې لارې پرانیستې دي.
دغه وزارت ویلي. د وروستیو واورو له امله په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم بندې لارې د اړوندو ادارو له لوري بېرته پرانیستل شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، د دغه وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم ریس، نعیم الله ایوبي، ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی. طالبان وایي، ددغه سفر موخه د روغتیاري همکاریو پياوړي کول دي.
د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ایوبي به د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم اړوند یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه له ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.
د پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته، طالبان خپلې همکارۍ د روغتیایي محصولاتو په برخه کې له هند، ایران او ترکیې سره پراخې کړې دي.
سره له دې چې ترکیې د طالبانو حکومت لا تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی، خو د دواړو خواوو اړیکې ښې دي او ترکیه په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره پراخې همکارۍ لري.

ایټالوي خبریاله والټینه سینیس چې د ۲۰۲۵ کال د لوېیس والټوینا نړیوالې بشري عکاسۍ جایزې وروستۍ سیاله ده وایي، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو ژوند سخت محدود شوی. نوموړې زیاتوي، افغان نجونو نه یوازې د کار کولو حق له لاسه ورکړی، بلکې زده کړې یې هم محدوده شوې ده.
سینیس وايي: «زه تل د ښځو کیسو ته غوږ نیسم. د طالبانو تر واک لاندې موږ ډېر لږ خبرونه درلودل، خو ما غوښتل پوه شم چې هغوی په رښتیا ژوند څنګه کوي.»
سینیس له هېڅ مطبوعاتي ادارې یا موسسې ملاتړ پرته ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته سفر وکړ. هغه په خپلو انځورونو کې جګړې، چاودنې یا زخمي جسدونه نه دي اخیستي، بلکې د ښځو ورځنی ژوند، لاسونه چې ګنډل کوي، یو بل ته لاس ورکول او موسکاګانې یې ثبت کړي.
هغه وايي: «زه د سنسیشنالیزم په لټه کې نه یم، د جګړې عکس اخیستل اسانه دي، خو د هغه داخلي درد ښکاره کول سخت دي، کله چې ستاسې راتلونکی درنه اخیستل شوی وي.»
سینیس د ښځو په کیسو کې د زده کړو په حق ځانګړی ټینګار کړی نوموړې زیاتوي: «دوی غوښتل نړۍ پوه شي چې تر ټولو ستر زیان دا نه دی چې کار نه شي کولی، بلکې دا دی چې د زده کړې حق ترې اخیستل شوې ده.»
نوموړې وایي، د طالبانو لخوا په ۲۰۲۲ کې د نجونو منځني ښوونځي منعه او وروسته د پوهنتون د زده کړو محدودیتونه د ښځو د ژوند لپاره لوی خنډ جوړ کړ.
سینیس وایي: «ډېرې ښځې د خپلو مېړونو یا پلرونو له خوا ساتل کېږي، خو د وېرې له کبله محدودې پاتې کېږي.»
د عکسونو د اخیستلو پر مهال، سینیس له لومړني لارښود او ژباړونکي وروسته خپل شبکه جوړه کړه، او هڅه یې وکړه چې د ښځو امنیت تر ټولو مهم وي، نوموړې وایي: «زه تل واضح وم چې زما د خونديتوب په اړه فکر لومړیتوب نه دی، بلکې مهمه دا ده چې هغوی په خطر کې وانه چول شي.»
سینیس په پای کې ټینګار کوي چې که یوه افغانه ښځه کولی شي نړۍ ته په ازاده توګه خبرې وکړي، نو غوښتنه به یې دا وي: «زده کړو ته حق، چې له موږه اخیستل شوی، او د نړیوالې ټولنې ملاتړ چې بیرته یې ترلاسه یې کړو.»

د امریکا د ورجینیا ایالت یوه قاضي د مهمو قانوني اصولو له پامه غورځولو سره، هغه افغانه نجلۍ امریکایي سمندري سرتیري ته سپارلې چې د جګړې له امله یتیمه او بې سر پرسته شوې وه.
د اسوشیټېډ پرېس په راپور کې راغلي،یاد قاضي ویلي چې د ماشوم وضعیت «بیړنی» وه او له همدې امله یې دغه پرېکړه په بیړه کړې ده. خو د امریکا حکومت ټینګار کړی چې دغه قاضي د دې نجلۍ د سپارلو قانوني صلاحیت نه درلود او دا اقدام د قانون خلاف ترسره شوی دی.
د راپور له مخې، د فلوانا ټولنې د سرکټ محکمې قاضي ریچارډ مور دا پرېکړه هغه مهال کړې چې ماشومه لا هم په افغانستان کې وه. قاضي ویلي چې هغه فکر کاوه د ماشوم وضعیت بیړنی دی، ځکه جګړه کې ټپي شوې وه او نه یې کورنۍ لرله، نه هم کوم هېواد د هغې د سرپرستۍ ادعا کوله.
خو د امریکا فدرالي حکومت دا څرګندونې رد کړې دي. د عدلیې وزارت یوې وکیلې، کاترین محکمې ته ویلي هغه معلومات چې قاضي پرې خپله پرېکړه کړې، سم نه وو. د نوموړې په وینا، افغان حکومت د ماشومې د کورنۍ لټون ته دوام ورکړی و او وروسته یې هغه له خپلو خپلوانو سره یوځای کړه.
د اسنادو له مخې، د امریکا حکومت لا له وړاندې پرېکړه کړې وه چې د ماشومې سرپرستي باید خپلو خپلوانو ته وسپارل شي، خو قاضي وروسته له دې پرېکړې د ماشومې د سرپرستۍ سپارلو حکم صادر کړ، چې دا د هغه له قانوني واک څخه بهر اقدام دی.
دغه قضیه په امریکا او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.
تازه خپاره شوي اسناد ښيي چې د قانوني او اداري ګډوډۍ له امله دا غیرقانوني کړنه ممکنه شوې ده. د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې دا پېښه د ماشوم تښتونې په څېر تعبیرېدلی شي او د امریکا نړیوال اعتبار ته زیان رسوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز ویلي، متحده ایالات به په راتلونکو څو اوونیو کې د ملګرو ملتونو د عادي بودیجې او سولهییزو ماموریتونو پاتې پیسې ورکړي. هغه ټینګار کړی چې دا تادیه د پورونو د کمولو او د سازمان د اصلاحاتو د ملاتړ یوه مهمه نښه ده.
والټز ویلي: «تاسې به ډېر ژر زموږ د کلني سهم یوه مهمه برخه وګورئ. دا یوازې د پورونو لومړنی قسط دی، خو یوه څرګنده نښه ده چې موږ د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو ملاتړ کوو.»
هغه زیاته کړې چې امریکا غواړي ملګري ملتونه اغیزمن، تمرکزي او بېځایه څانګې کمې کړي او پر هغو برخو تمرکز وکړي چې د سولې، امنیت او بشري حقونو ساتنه یې تضمینوي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وایي، د عادي بودیجې ۹۵ فیصده پور پر امریکا لري، او د سولهییزو ماموریتونو لپاره شاوخوا ۲.۴ میلیارد ډالر پاتې دي.
