د اپسټين جنجالي قضیه؛ د بریتانیا د لومړی وزیر د دفتر رييس استعفا وکړه

د بریتانیا د لومړي وزیر د دفتر رييس مورګان مکسوییني د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) په واشنګټن کې د بریتانیا د سفیر په توګه د پیټر مندلسون له انتصاب کېدو د ملاتړ له امله له خپلې دندې لاس په سر شو.