درې میاشتې وروسته؛ عزیزي له طالبانو سره د ۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید بل تړون لاسلیکوي

د عزیزي شرکت رییس میرویس عزیزي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د شاوخوا ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره یو بل لوی تړون هم لاسلیک شي.

د عزیزي شرکت رییس میرویس عزیزي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د شاوخوا ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره یو بل لوی تړون هم لاسلیک شي.
عزیزي په کابل کې د طالبانو له برېښنا شرکت سره د پنځو پروژو د تړونونونو د لاسلیکولو پرمهال وویل، چې د دوی تخنیکي ټیمونو اړوند تجهیزات او وسایل پېرلي او ټولې دستګاوې د پروژو د عملي کارونو لپاره چمتو دي.
عزیزي وویل، چې که د ټاپي پروژې ځینې مسایل اوار شي، نو په هرات کې به هم د ګازي برېښنا د تولید چارې پیل شي.
د عزیزي شرکت د چارواکو په وینا، د لمریزې برېښنا پروژې به په دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو د ډبرو سکرو پروژو بشپړېدل به درې کاله وخت ونیسي.
دواړې خواوې په دې باور دي، چې د دغو پروژو پلي کېدل به نه یوازې د افغانستان د برېښنا کمی پوره کړي، بلکې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وویل، چې افغان سوداګر د کارخونو د جوړولو لپاره ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري.
د عزیزي په وینا، تر څو چې افغانستان د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا نه شي، صنعتي وده او اقتصادي ثبات محدود پاتې کیږي.