• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فطرت د رونټیا نړۍوال سازمان راپور ته: دامهال افغانستان کې د فساد کچه د تېر پرتله ټیټه شوې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د روڼتیا نړۍوال سازمان د هغه راپور په غبرګون کې چې افغانستان یې لاهم د فاسدو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی ویلي، چې دغه راپور د «میداني څېړنو پرځای د اټکلي قضاوتونو» پربنسټ چمتو شوی دی.

هغه نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دوی د فساد د له‌منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او ادعا یې کړې چې دامهال په افغانستان کې د فساد کچه د پخوا پرتله ډېره ټیټه شوې ده.

په خبرپاڼه کې دارنګه راغلي، هغه بنسټونه چې په افغانستان کې استازولۍ نه‌لري د اټکلي قضاوتونو له مخې راپورونه ورکوي. د هغه په وینا؛ دغه بنسټونه دې افغانستان ته راشي او د دوی له ادارو څخه دې لیدنه وکړي، څو وګوري چې د اداري اسانتیاوو او روڼتیا لپاره څومره اغېزمنې کړنلارې جوړې شوې دي چې د فساد مخه ونیسي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د روڼتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې افغانستان لاهم د فساد له پلوه د نړۍ تر ټولو کمو نمرو لرونکو هېوادونو له ډلې بللی دی. کارپوهان وایي، طالبان تر اوسه کوم ځانګړی او خپلواک مېکانېزم نه‌لري چې د فساد کچه په سمه او رڼه توګه وڅاري او وارزوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف: ښایي تر روژې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د «ترهګرو» پر وړاندې اقدام وکړو

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې ښایي د روژې میاشتې له پیل مخکې په افغانستان کې د «ترهګرو» پر وړاندې اقدام وکړي. هغه د یوې پاکستانۍ خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د امنیتي ګواښونو په وړاندې هر ډول ځنډ به یې د هېواد لپاره په لوړه بیه تمام شي.

خواجه اصف د «اې‌.ار.ای» نیوز چینل سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره تر یوې کچې اړیکې لاهم دوام لري. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو فعالیت لاهم نه‌دی کم شوی.

خواجه اصف زیاته کړې: «که د ډیورنډ کرښې بل اړخ چارواکي لاهم اقدام ونه کړي؛ نو مسوولیت یې پر خپله غاړه دی». د هغه په ​​وینا؛ پاکستان لاهم خبرې اترې غواړي، خو داسې وضعیت نه‌شي زغملی چې تر خبرو اترو وروسته یې په خاوره کې بریدونه وشي.

د پاکستان دفاع وزیر وایي، طالب چارواکو دا منلې چې دوی د امنیتي مسلو په اړه لیکلي تضمینونه نه‌شي ورکولی او یوازې شفاهي تضمینونه ورکولی شي. پاکستان ادعا کوي، چې په پاکستان کې ټول کېدونکي بریدونه په افغانستان کې پلانېږي؛ خو دا هغه ادعاوې دي چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.
له بل پلوه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسیو ته خپل غبرګون د یوې پوښتنې په ډول مطرح کړی. هغه وایي، دا عجیبه نه‌ده چې د افغانستان یو انار پاکستان ته نه‌شي راتلای نو ترهګر څنګه راتلای شي؟

اروپايي ټولنه: د افغانستان د هوساینې لپاره د ښځینه روغتیاپالو او څېړونکو رول خورا مهم دی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د دغه هېواد د هوساینې لپاره د ښځینه روغتیاپالو، قابلو او څېړونکو رول مهم ګڼلی. یادې ټولنې ویلي، چې له خپلو شریکانو سره په ګډه د زده‌کړو په ټولو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د ساینس په برخه کې د افغان ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د دوی رول مهم ګڼلی. اروپايي ټولنې پر اېکس پاڼه لیکلي: «ښځې باید د ساینس په زړه کې اوسي».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم د همدې ورځې اړوند له طالبانو غوښتي، چې پر زده‌کړو لېګدلي بندیزونه لرې کړي. یوناما ویلي، له ۱۶۰۷ ورځو وروسته هم مېلیونونه افغان نجونې ښوونځیو ته د ستنېدو په تمه دي.

کارپوهان وايي، د دغه وضعیت دوام به افغانستان لانور د علمي پرمختګ او بشري ودې له کاروانه شاته کړي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ټینګار کړی، په علومو کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او خبرداری یې ورکړی چې له دې سره، سره چې زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې پرمختګ شوی؛ خو لا هم په ټوله نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې جوړوي.

له ایران او پاکستان نه تر ۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د سلواغې ۲۱مه) ۴۲۴ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۲۶۳ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له دې ډلې ۲۰۲۱ کډوال د تورخم له لارې، ۸۲ د اسلام‌کلا له لارې، ۶۲ د ورېښمو پله له لارې، ۷۳ د بهرامچې له لارې او ۲۵ نور د سپین بولدک له لارې فغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

ملګري ملتونه: تر ۱۶۰۷ ورځو وروسته هم مېلیونونه افغان نجونې ښوونځيو ته د ستنېدو په تمه دي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي، چې پر زده‌کړو لېګدلي بندیزونه لرې کړي. یوناما ویلي، له ۱۶۰۷ ورځو وروسته هم مېلیونونه افغان نجونې ښوونځیو ته د ستنېدو په تمه دي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو پر بندیز خواشیني ښودلې.

یوناما زیاته کړې: «په افغانستان کې موږ دغه مهمه ورځ په ډېرې خواشینۍ سره نمانځو؛ ځکه ۱۶۰۷ ورځې کېږي، چې واکمنو چارواکو له ۱۲ کلونو څخه د پورته عمر لرونکو نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو تړلې دي».

یوناما ویلي، له څلورو کلونو ډېره موده کېږي په ساینس او نورو مهم سکتورونو کې افغان ښځو او نجونو د ګډون فرصت له لاسه ورکړی. دوی دغه وضعیت د افغانستان د راتلونکي لپاره ځورونکی بللی.

یوناما واک ته د طالبانو له رسېدو او د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو تر بندیز وروسته په پرتلیز ډول لیکلي: «د ۲۰۲۱کال د سپتمبر په ۱۸مه لېسې یوازې د هلکانو لپاره بېرته پرانیستل شوې او نجونې ترې منعه شوې. د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په ۱۱مه تر نامعلومې مودې د لېسو دروازې د نجونو پر مخ بندې پاتې دي».

د ملګرو ملتونو دغه دفتر په ټینګار سره له واکمنو غوښتنه کړې، چې پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ټینګار کړی، په علومو کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او خبرداری یې ورکړی چې له دې سره، سره چې زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې پرمختګ شوی؛ خو لا هم په ټوله نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې جوړوي.

کارپوهان وايي، د دغه وضعیت دوام به افغانستان لانور د علمي پرمختګ او بشري ودې له کاروانه شاته کړي.

په افغانستان کې بندپاتې تر زرو ډېر پاکستاني زده‌کړیالان بېرته خپل هېواد ته ستانه شول

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري ویلي، چې شاوخوا ۱۱۰۰ پاکستاني زده‌کړیالان له افغانستان نه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. هغه وایي، د ځانګړو اسانتیاوو له برابرېدو وروسته دغه کسان د هوا له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

طارق فضل چودري د سې‌‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د پاکستان ملي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ویلي، چې دا مهال نږدې زر نور زده‌کړیالان په جلال‌اباد او کابل کې پر زده‌‌کړو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړې، هغه زده‌کړیالان چې لاهم په افغانستان کې دي؛ په کابل کې د پاکستان له سفارت سره په اړیکه کې دي، سفارت هم په منظم ډول ورسره اړیکه ساتي؛ څو د هغوی امنیت ډاډمن کړي او د اسنادو او ویزو ستونزې یې حل کړي.

تر دې مخکې یوشمېر پاکستاني زده‌کړیالانو چې د لارو تړل کېدو له امله د میاشتو لپاره په افغانستان کې بند پاتې شوي وو، د خپل ناروښانه برخلیک او ښوونیز راتلونکي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

طالبانو دغه زده‌کړیالانو ته ویلي وو، چې د پاکستان ډیپلوماتیکه استازولۍ باید له دوی سره په اړیکه کې شي او د دغه زده‌کړیالانو نوملړ په رسمي ډول او له مهر او تایید سره دوی ته وړاندې کړي.