طالبانو او میرویس عزیزي د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا پنځه سترې پروژې لاسلیک کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د برېښنا تولید د پنځو سترو پروژو د عملي چارو د پیل رسمي تړونونه لاسلیک شول.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د برېښنا تولید د پنځو سترو پروژو د عملي چارو د پیل رسمي تړونونه لاسلیک شول.
دغه تړونونه نن د سلواغې په ۲۲مه د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شول.
د هوکړې له مخې، عزیزي خصوصي شرکت به په هېواد کې د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې نوې پروژې پلې کړي، چې ډېره برخه به یې د لمریزې یا سولر انرژۍ له لارې تولیدېږي.
د عزیزي خصوصي شرکت د پلان له مخې به د کابل ولایت د نغلو سیمه کې د زر مېګاواټه لمریزې برېښنا فابریکه جوړه شي
دغه راز د پروان ولایت په باریکاب کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، په غزني کې د ۱۳۰ مېګاواټه سولر برېښنا او په تخار کې ۱۶۵ مېګاواټه ډبرو سکرو برېښنا پروژې هم پکې شاملې دي.
په دغو پروژه کې یوه هم په بغلان ولایت کې د ۳۵۰ مېګاواټه په ظرفیت د ډبرو سکرو ستره برېښنایي پروژه هم شامله ده.
د یادو پروژو ټولټال لګښت شاوخوا ۴۶۳ میلیونه امریکايي ډالر اټکل شوی، چې عزیزي شرکت پرې پانګونه کوي.