په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري: د سند له زندان څخه ۱۰۵ تنه افغانان خوشې شول

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ ویلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۰۵ تنه هغه افغانان چې د سند ایالت په زندان کې بندیان وو، خوشې او افغانستان ته ولېږدول.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ ویلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۰۵ تنه هغه افغانان چې د سند ایالت په زندان کې بندیان وو، خوشې او افغانستان ته ولېږدول.
په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې یې د دوو ښځو او لسو ماشومانو په ګډون ۱۰۵ تنه افغان کډوال د کراچۍ د ډیپورټ توقیف ځای څخه خوشې او سپین بولدک ـ چمن له لارې یې هېواد ته ولېږدول.
د طالبانو کونسلګرۍ ویلي، چې یاد افغانان له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سند ـ بلوچستان د توقیف په مرکز کې بندیان وو.
دغه افغان بندیان پر داسې مهال د سند له زندان څخه راخوشې شوي، چې په پاکستان کې د تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په زور د افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل شوی او تر دې مهاله سلګونه زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

ټاکل شوې سبا (دوشنبه د سلواغې ۲۷مه) د افغانستان په تړاو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ځانګړو استازو د تماس ډلې له لوري یوه سیمهییزه غونډه جوړه شي. لا تر اوسه روښانه نهده، چې دغې غونډې ته طالب استازي هم بلل شوي او که نه؟
د راپورونو لهمخې، په دې غونډه کې به د افغانستان اوسنی سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت او همداراز له طالبانو سره د سیمهییزو همکاریو په تړاو خبرې وشي.
طالبانو لا تر اوسه د دغې جوړېدونکې غونډې په تړاو څه نهدي ویلي او دا هم روښانه نهده، چې په یاده غونډه کې د ګډون لپاره طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې او که څنګه؟
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشېف په دغه هېواد کې د قزاقستان له سفیر بېبوت اتامکولوف سره په لیدنه کې د سیمهییز اتصال او همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان پر رول خبرې اترې کړې وې.
ازبکستان او قزاقستان وايي چې افغانستان د سیمهییز اتصال مهمه کړۍ ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
دواړو لورو ټینګار کړی وو، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره سیمهییزه همکاري اړینه ده او په دې برخه کې د منظم او دوامدار ډیالوګ دوام ته اړتیا ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د بدخشان په شپږو ولسوالیو کې ۱۰۰ زره کسان د سرو زرو مینځلو او د کان کېندنو په پروژو کې په کار بوخت دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بدخشان په شهربزرګ، یاوان کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرو مینځلو او د کانونو د استخراج اړوند پروژو کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو ته په مستقیم او غېرمستقیم د کار زمینه برابره شوې ده.
یاد وزارت ویلي، چې د زرو مینځلو فعالیت خلکو ته د کار د زمیني برابرولو ترڅنګ د سیمي اقتصادي وضعیت کې هم د پام وړ مثبت بدلون راوستی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «ډېری ځايي اوسېددونکي چې پخوا له بېکارۍ او اقتصادي ستونززو سره مخ وو، اوس د دغو پروژو له لارې د خپل ژوند ورځیني عواید ترلاسه کوي».
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په بدخشان ولایت کې د کانونو د استخراج ترڅنګ د ۲۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو چارې هم دوام لري چې د سیمې د پرمختګ ترڅنګ پهکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
که څه هم د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د کاني زېرمو قانوني استخراج او رڼه اداره خپل لومړیتوب بولي، خو یو شمېر منتقدین بیا ادعا کوي چې دغه ډله په بېلابېلو ولایتونو کې په غېرمسلکي ډول کېندنې کوي او په یاده برخه کې طالبان په پراخ فساد هم تورنوي.

په هرات کې د "څلور فصل" په نوم د مېوو، سبزیجاتو او خوراکي توکو د یوه نړۍوال مارکېټ د جوړولو چارې د یکشنبې په ورځ پیل شوې. پر دغې پروژې شاوخوا ۵ میلیونه ډالره لګښت راځي او په شپږو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ستر نړۍوال بازار به پر ۶۵ جریبه ځمکه کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښټ په څلور پړاوونو کې د شپږو میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو لهمخې، په دې ستر بازار کې به ۶۰۰ هټۍ او همداراز په ۲۵ جریبه ځمکه کې د ۲۰ زره ټُنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې په ظرفیت سړې خونې جوړې شي.
په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي، کرنه د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې له اساسي برخو وبلله او ویې ویل، د دې ستر میدانبار په جوړېدو سره به د کروندګرو سوداګرو او هټۍوالو لپاره د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
هغه همداراز له بزګرانو وغوښتل: «د کرنې له متخصصینو سره په مشورې پرمختللو، اقتصاد محوره او کماوبو کښتونو ته مخه کړئ، څو په هرات کې کرنه میکانیزه او عصري شي».
له دې سره سم، د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال هم د دې میدانبار جوړول د سبزیجاتو او تازه مېوو د پروسس او عرضې لپاره مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې یاد وزارت هڅه کوي چې د کروندګرو او مالدارانو لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د هرات ولایت په خبرپاڼه کې په دې اړه چې د دغه نړۍوال بازار د جوړېدو بودیجه څوک او یا هم کوم بنسټ ورکوي، څه نهدي ویلي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې رييس مطیعالحق خالص د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له یو شمېر کارخونو د څارنې په ترڅ کې ویلي، صنعتي پراختیا به هغه مهال اغېزناکه وي چې چاپېریالي اصول مراعات او معیارونه تطبیق شي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رييس مطیعالحق خالص د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) د هرات د صنعتي ښارګوټي د یو شمېر کارخونو د څارنې په ترڅ کې د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د صنعتکارانو پانګونې وستایلې او هغوی یې د هېواد بنسټيزې پانګې وبللې. هغه له کارخونو لرونکو وغوښتل، چې په خپلو فعالیتونو کې په جدي ډول چاپېریالي قوانین او مقرار رعایت کړي.
مطیعالحق خالص زیاته کړه: «صنعتي پراختیا به هغه مهال اغېزناکه وي چې چاپېریالي اصول مراعات او همداراز ملي او نړۍوال معیارونه تطبیق شي».
هغه زیاته کړه، چې تر دې وروسته به هم د چاپېریال ساتنې قوانینو د تطبیق په موخه پر کارخونه لرونکو جدي څار ولري.

د صلاحالدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوند له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۷مې کالیزې په مناسبت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانانو اوسنی ظلم د شوروي تر وتلو وروسته د نړۍوالې ټولنې او د سیمې د ځینو هېوادونو د بېغورۍ پایله ده.
اسلامي جمعیت ګوند له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۷مې کالیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د سلواغې ۲۶مه د شوروي اتحاد د اشغال پروړاندې د افغانانو د جهاد او ملي ارادې ښکارندویي کوي او د ازادۍ د ساتنې، د برخلیک ټاکلو د حق، د ملي هویت او د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاره کې د یووالي او انسجام یوه روښانه بېلګه ده».
د اعلامیې لهمخې، د افغانانو د مبارزې په پایله کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته افغانانو د نړۍ د سولې او امنیت په برخه کې لویه مرسته وکړه، خو د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته نړۍوالې ټولنې افغانان په غېرمسوولانه ډول یوازې پرېښودل، چې له امله یې په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتي مداخلو او د نیابتي او تاوتریخجنو ډلو د راټوکېدو زمینه برابره شوه.
په اعلامیه کې راغلي: «هغه ظلم چې نن د افغانستان پر خلکو روان دی، د یوې برخې لامل یې د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو غېرمسوولانه چلند او محاسباتي تېروتنې دي».
یاد ګوند د استبداد او انحصار پر پای ته رسولو، د خلکو پر ارادې او د قانون پر حاکمیت ولاړ سیاسي نظام پر رامنځته کولو خپله ژمنه تازه کړې او دوی ټینګار کوي، چې د هر ډول ظلم پروړاندې بریا په مسوولانه سیاست او د ټولو سیاسي جریانونو او ټول ملت په یووالي کې نغښتې ده.
