هغه زیاته کړې: «موږ نه کار لرو نه کور، که لږه مرسته وای لږ تر لږه به مو خېمه ګرمه کړې وای. ماشومان مې د یخ له امله ناروغه دي، هر ځای ته چې ولاړ شو یوازې سپکې سپورې اورو؛ هېڅوک زموږ حالت ته نهګوري».
یو عمر خوړلی سپینږېری چې د سختې مجبورۍ له امله د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ریاست ته تللی و وایي، هلته ورسره داسې چلند شوی چې لا یې هم له یادولو سره سترګې له اوښکو ډکېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې یوازې د یکشنبې په ورځ ۸۳۲ کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۱۰۴۱ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.
یاد کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، اسلامکلا او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د راپور له مخې؛ له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۹، د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۵، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۰، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۰۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ د دوی په اېستلو سره د حکومت لګښتونه هم کم شوي دي. هغه زیاته کړې: «هر زدهکوونکی د حکومت لپاره ځینې لګښتونه لري. کله چې تاسو ۳۲۰۰ ټولګي چلوئ؛ نو د دغه ټولګيو د اوبو، برېښنا او ګازو لګښت او ورسره د ښوونکو تنخواوې ټول پر بیتالمال راځي».
د هغه د شمېرو له مخې؛ یوازې له تهران ولایت څخه له ۵۳۰زره ډېر بېاسناده افغان کډوال اېستل شوي دي. د هغه په وینا؛ له دې سره په تهران کې د ډوډۍ او اوړو مصرف هم کم شوی دی.
محمدصادق معتمدیان وايي، چې تهران باید بېاسناده افغان کډوالو ته ځای ورنه کړي. هغه وایي: «زموږ له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو څخه یو یې هم په پلازمېنه کې د دومره شمېر بېاسناده کډوالو منلو ته چمتو نهدی».
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي، چې یوشمېر افغان کډوال له ایران نه تر جبري ستنېدو وروسته په افغانستان کې له خپلسرې نیونې، شکنجې او ناقانونه وژنې سره مخ شوي دي.