• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: طالبان دې د انزوا او یا د سولې لاره غوره کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو پرېکړه واضح پیغام لري. هغه وایي:« د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي».

عاصم افتخار احمد پر اېکس پاڼه لیکلي، اوس پرېکړه د طالبانو په لاس کې ده چې د افغانستان لپاره کومه لاره غوره کوي؛ د انزوا لاره او که د سولې لاره. هغه ټینګار کړی، چې د څار ډلې به خپلې هڅې دوامداره وساتي، په فعاله توګه به خپل راپورونه وړاندې کړي او د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د ماموریت ملاتړ به د امنیت شورا د پرېکړې له لارښوونې سره سم وکړي.

هغه لیکلي:«د طالبانو پر وړاندې د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه واضح پیغام لري، چې افغان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي. موږ هیله‌من یو، چې د څار ډلې به خپلې هڅې دوامداره وساتي او د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمېټې د ماموریت ملاتړ وکړي».

د پاکستان استازي ټینګار کړی، د امنیت شورا پرېکړه د نړۍوالې ټولنې د اصولو ملاتړ کوي او د طالبانو لپاره یې په ډاګه کړې چې د افغانستان راتلونکی په سولې او سوکالۍ کې دی؛ نه په انزوا او ګواښونو کې.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي و، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې وه، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په نیمروز کې د ستنېدونکو کډوالو ځینو ماشومانو هیڅ واکسین نه‌دي ترلاسه کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په نیمروز ولایت کې د ستنېدونکو کډوالو هغه ماشومان چې تر دې وړاندې یې هېڅ واکسین نه‌وو ترلاسه کړي؛ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراخ پروګرام له لارې واکسین شوي او د هېواد د ملي معافیت په سیسټم کې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو یاد سازمان په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، په ځانګړي ډول د نیمروز د خاش‌رود ولسوالۍ ته ستنې شوې کورنۍ له داسې ماشومانو سره هېواد ته راګرځېدلي چې نه یې د واکسین کارتونه لرل او نه هم د شري، پولیو او نورو ګواښوونکو ناروغیو پر وړاندې خوندي شوي وو.

د نوموړي سازمان په وینا؛ دغه ډول «صفر-ډوز» ماشومان د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي او کولای شي ټولې ټولنې له جدي ګواښ سره مخ کړي. د روغتیا نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې؛ د ټولنې د یوځای کولو له لارې یاد ماشومان پېژندل شوي او د خاش‌رود ولسوالۍ او ګرشک فرعي روغتیايي مرکز ته راجع شوي دي.

د دوی په وینا؛ هلته هغوی ته د عمر مطابق واکسینونه تطبیق شوي او د واکسین کارتونه ورکړل شوي، چې په دې سره د افغانستان د ملي معافیت په سیسټم کې شامل شوي دي.

په همدې تړاو په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي اېډوېن سېنیزا سالوادور ویلي:«د راستنېدونکو کورنیو ترمنځ صفر-ډوز ماشومانو ته رسېدل د وباوو د مخنیوي او د تر ټولو زیانمنو وګړو د ساتنې لپاره حیاتي موضوع ده. د پیاوړي ټولنیز مشارکت او دوامداره روغتیايي ملاتړ له لارې کولای شو ډاډ ترلاسه کړو، چې هېڅ ماشوم له پامه نه غورځول کېږي».

دغه سازمان د مرکزي بېړني غبرګون صندوق او نورو تمویل کوونکو له ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د هغوی پر وخت مالي مرستې د دغه پروګرام عملي کېدل شونې کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ د راستنېدونکو کورنیو ماشومانو ته د واکسین برابرول نه یوازې د هغوی فردي خوندیتوب تضمینوي؛ بلکې د عامې روغتیا په کچه د احتمالي وباوو د مخنیوي لپاره هم اساسي ګام بلل کېږي.

د تهران والي: د بې‌اسناده افغان زده‌کوونکو له اېستلو سره د حکومت لګښتونه کم شوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰

د تهران والي وایي، په تېر یو کال کې د بې‌اسناده افغان کډوالو په اېستلو سره د تهران په ښوونځیو کې ۳۲۰۰ ټولګي کم شوي. محمدصادق معتمدیان وایي، په تهران کې ۲۲۰زره بې‌اسناده افغان زده‌کوونکي مېشت وو چې د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ پرمهال له دې ډلې ۶۰سلنه یې په جبري توګه واېستل شول.

د نوموړي په وینا؛ د دوی په اېستلو سره د حکومت لګښتونه هم کم شوي دي. هغه زیاته کړې: «هر زده‌کوونکی د حکومت لپاره ځینې لګښتونه لري. کله چې تاسو ۳۲۰۰ ټولګي چلوئ؛ نو د دغه ټولګيو د اوبو، برېښنا او ګازو لګښت او ورسره د ښوونکو تنخواوې ټول پر بیت‌المال راځي».

د هغه د شمېرو له مخې؛ یوازې له تهران ولایت څخه له ۵۳۰زره ډېر بې‌اسناده افغان کډوال اېستل شوي دي. د هغه په ​​وینا؛ له دې سره په تهران کې د ډوډۍ او اوړو مصرف هم کم شوی دی.

محمدصادق معتمدیان وايي، چې تهران باید بې‌اسناده افغان کډوالو ته ځای ورنه کړي. هغه وایي: «زموږ له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو څخه یو یې هم په پلازمېنه کې د دومره شمېر بې‌اسناده کډوالو منلو ته چمتو نه‌دی».

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي، چې یوشمېر افغان کډوال له ایران نه تر جبري ستنېدو وروسته په افغانستان کې له خپلسرې نیونې، شکنجې او ناقانونه وژنې سره مخ شوي دي.

ناول لیکواله اېلیف شفق: د طالبانو په قانون کې ښځې د غلامانو په کتار کې راوستل شوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۰

ترکۍ-برېتانوۍ مشهوره ناول لیکوالې اېلیف شفق د طالبانو جزايي اصول‌نامه «بوږنوونکې» بللې او په وینا یې په دې قانون کې «ښځې د غلامانو په کتار کې را وستل شوي او نارینه د دغو غلامانو پر څښتنانو بدل شوي». مېرمن شفق وايي، نړۍوالو د طالبانو دغې اصول‌نامې او پایلو ته په نه‌سترګه کتلي دي.

مېرمن شفق د طالبانو جزايي اصول‌نامه «یوه اندېښمنونکې پېښه» بللې او پر وړاندې یې د نړۍوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکې کړې دي.

اېلیف شفق د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) په خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي: «دغه قانون د کورني او جنسیتي زور زیاتیو په ګډون د ښځو د ځپنې لپاره لارې هوارې کړي او ان د ښځې وژنې ته یې هم زمینه برابره کړې ده».

هغې زیاته کړې، طالبانو په دې اصول‌نامې سره ټولنه پر طبقو وېشلې ده.

اېلیف شفق له هغو محدودو نړۍوالو ناول لیکوالو ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په وار وار په دغه هېواد کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو څرګندونې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده څو اوونۍ مخکې په یوه ځانګړي فرمان کې د خپل نظام لپاره د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصول‌نامې» په نوم نافذ کړ، چې په‌کې خلک پر څلورو طبقو وېشل شوي دي. دا قانون په یوه سریزه، درېیو بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی دی. دې اصول‌نامه کې جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.

ذبیح‌الله مجاهد وایي که امریکا پر ایران برید وکړي دوی به له ایران سره همکاري وکړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د امریکا او ایران تر منځ د نانندریو او پر ایران د بریدونو د احتمال په درشل کې د طالبانو ویاند ویلي، که امریکا پر ایران برید وکړي، نو دوی به د ایران له ملت سره همکاري وکړي. سره له دې چې د ایران او امریکا تر منځ په وقفه‌يي ډول خبرې روانې دي، خو لا هم یو بل ته ګوتڅنډه کوي.

د امریکا او ایران تر منځ په ناندریو کې د طالبانو ویاند ‌ذبیح‌الله مجاهد پر ایران د اسراییل او امریکا تېرو بریدونو ته په اشارې وايي، په هغه جګړه کې ایران ګټونګی وو او دا ځل هم که پرې برید وشي، نو ایران به برلاسی وي.

ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «ها بل وارې چې د ایران پر اسلامي جمهوریت کوم برید وشو، پایله دا وه چې ایران ګټونکی وو او زه فکر کوم بیا به هم همداسې کېږي».

د مجاهد په باور، ایران په اوسني وخت کې وړتیاوې لري او دغه هېواد په «حقه» دی او له خپل ځان څخه د دفاع حق لري.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا پر ایران برید وکړي، طالبان به کومه خوا نیسي ویلي: «که پر موږ هر غږ کېږي، افغانان دې ته چمتو دي چې د جګړې د ستونزو په برخه کې له ایراني ملت سره همدردي ولري او همکاري ولري».

د یادونې وړ ده، چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکا له ایران سره له زور څخه کار واخلي، دوی به هم ورته غبرګون وښيي او د هر ډول تېري په صورت کې به د امریکا اډې په نښه کړي.

په سند ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۰

د سند ایالت په خیرپور ولسوالۍ کې د یوه مساپر وړونکي بس او بار وړونکي لارۍ د ټکر په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د سند ایالت د خیرپور ولسوالۍ د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د خیرپور ولسوالۍ په ټنډو مستي سیمه کې د مساپر وړونکي موټر او لارۍ ترمنځ د ټکر په پېښه کې د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي په ګډون ۱۱ کسان مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي، چې یاده ټرافیکي پېښه د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ورځ هم د سند ایالت پر عمومي لاره د څو موټرونو د ټکر په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي دي.