• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ایران له احتمالي برید وړاندې د پنجشنبې ورځې مذاکرات د تهران لپاره وروستی چانس دی

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۲۰:۴۳ GMT

اکسیوس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د مذاکراتو اوسنۍ هڅه د واشنګټن د پراخو پوځي عملیاتو له پیلېدو وړاندې د ټرمپ له حکومت سره د هوکړې لپاره د ایران وروستی فرصت دی؛ هغه عملیات چې ښايي علي خامنه‌يي په نښه کړي.

ټاکل شوې ده، چې د مذاکراتو نوی پړاو راتلونکې پنجشنبې په جنیوا کې پیل شي.

د اکسیوس د راپور پر بنسټ، یوه جګپوړي امریکایي چارواکي د یکشنبې په ورځ (د کب ۳مه) ویلي، که چیرې ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یو دقیق وړاندیز وړاندې کړي، امریکایي مذاکره کوونکي چمتو دي چې د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې د خبرو اترو نوی پړاو پیل کړي. هغه ټینګار وکړ، چې د ټرمپ اداره د تهران د وړاندیز شوې طرحې په تمه ده.
په راپور کې همداراز راغلي، سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر چې ډونالډ ټرمپ ته سپارښتنه کړې، ترڅو د برید د حکم له صادرېدو وړاندې ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي، هوډ لري چې که تهران خپل وړاندیز واستوي، د کب په ۷مه به جنیوا کې حضور ولري.
دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې، چې دواړه لوري ښايي له هر اړخیزې اټومي هوکړې مخکې د یوې لنډمهالې هوکړې په اړه هم مذاکره وکړي.

ترویج لرونکی

پاکستان ومنله چې د افغانستان په ۷ سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي
۱

پاکستان ومنله چې د افغانستان په ۷ سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي

۲

مایک هاکبي: ایران باید ډونالډ ټرمپ هم په مذاکراتو او هم د زور په کارولو کې جدي ونیسي

۳

طالبان وايي په هلمند او ننګرهار کې یې د نشه‌یي توکو د پروسس ۱۱ کارخونې له‌منځه وړې دي

۴

د پاکستان پوځ: له افغانستان څخه هر ډول برید به بې ځوابه پاتې نه شي

۵

سرچینې: پاکستان د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل

•
•
•

نور کیسې

یو کس چې غوښتل یې د ټرمپ استوګنځي ته له اجازې پرته ننوځي وژل شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۱۷:۴۷ GMT

د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي، چې مامورانو یې یو شل کلن کس هغه مهال په ډزو وواژه، چې نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استوګنځي خوندي ساحې ته د «غیرقانوني ننوتلو» هڅه کوله.

د «این بي سي نیوز» د راپور له مخې، یاده پېښه د امریکا په وخت د یکشنبې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه د فلوریډا ایالت په ویسټ پام بیچ ښار کې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مهال په واشنګټن کې حضور لري.

امریکايي چارواکو تر اوسه د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه کړي

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۱۵:۳۳ GMT

اوکرایني پوځ او ځايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې روسیې پر اوکراین لسګونه بریدګر ډرونونه او بالستیک او کروز توغندي توغولي، چې اصلي تمرکز یې د انرژۍ پر بنسټونو و او لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۲۴ نور ټپیان دي.

دوی وویل چې د تېرې شپې بریدونه پر کېیف او د پلازمېنې شاوخوا سیمو، د تور سمندر پر بندري ښار اودېسا او د اوکراین پر مرکزي برخو شوي دي.

ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر اېکس لیکلي چې بریدونو د دنیپرو، کیرووهراد، میکولایف، پولتاوا او سومي سیمې هم په نښه کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د برید اصلي هدف د انرژۍ سکتور و، خو استوګنیزې ودانۍ او د اورګاډي پټلۍ هم زیانمنې شوې دي.

ولادیمیر پوتین د افغانستان جګړې پخوانیو سرتېرو ته د اضافي رخصتۍ قانون لاسلیک کړ

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۰۵:۰۸ GMT

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې اوکراین، سوریې او افغانستان ته لېږل شویو پخوانیو سرتېرو ته په کال کې تر ۳۵ ورځو پورې بې‌تنخوا رخصتي ورکول کېږي.

دا قانون هغه کسانو لپاره دی چې تر شپږو میاشتو زیات په ماموریت کې پاتې شوي وي خو په مستقیمو جګړو کې یې برخه نه وي اخیستې.

د روسیې کامرسانت ورځپاڼې، راپور ورکړی چې هغه پخواني سرتېري چې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر څخه د ۱۹۸۹ کال تر ډسمبر پورې افغانستان ته استول شوي وو، کولای شي له دې رخصتۍ ګټه واخلي.

د قانون له مخې، هغه پخواني سرتېري هم چې د ۲۰۱۵ کال له سپټمبر راهیسې سوریې ته، د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې دونېسک او لوهانسک ته، او د همدې کال له سپټمبر راهیسې زاپوریژیا او خرسون ته لېږل شوي، کولای شي له دې امتیازه ګټه واخلي.

هغه کسان چې په مستقیم ډول یې په جګړه‌ییزو عملیاتو کې برخه اخیستې، له دې وړاندې هم په کال کې د ۳۵ ورځو بې‌تنخوا رخصتۍ حق درلود.

یاروسلاو نیلوف، د کار، ټولنیزې پالیسۍ او د پخوانیو سرتېرو د چارو د کمېټې مشر، ویلي چې د دې امتیاز پراختیا تر ډېره هغو ساختماني کارګرانو، د بیړنیو خدمتونو کارکوونکو او د ښاري خدمتونو مامورینو ته شامله ده چې په ماموریتي سیمو کې یې کار کړی خو په مستقیمو نښتو کې حاضر نه وو.

مایک هاکبي: ایران باید ډونالډ ټرمپ هم په مذاکراتو او هم د زور په کارولو کې جدي ونیسي

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۰۰:۰۳ GMT

په اسرایيل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي د شنبې په ورځ له "نیوز مکس" سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران رژیم باید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د مذاکراتو په ډګر کې او هم د زور په کارولو کې جدي وګڼي.

نوموړي زیاته کړې: «جګړه ښايي یوازینۍ لاره وي چې ایران پرې د جدیت کچه درک کړي او پوه شي چې موږ څومره جدي یوو».

هاکبي ویلي، چې ایران څو میاشتې وړاندې د ټرمپ جدیت درک نه‌کړ او «له همدې امله پښېمانه شو».

هاکبي له نیوز مکس سره په خبرو کې ویلي، ټرمپ غواړي چې ایران د یورانیمو غني کول او د بالسټیک توغندیو جوړولو بهیر ودروي.

نوموړي زیاته کړې: «دا کارونه وکړئ او ښایي موږ یوې هوکړې ته ورسېږو او سوله وکړو. خو که ایران یې ونه‌مني، نو موږ ته نور ټول انتخابونه هم د مېز پر سر پراته دي».

د برېتانیا پخوانی لومړی وزیر: افغانستان کې د لوېدیځ ماتې پوتین د اوکراین پروړاندې زړور کړ

AP ۱۴۰۴ کب ۲ ۲۳:۲۳ GMT

د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې «له افغانستان څخه د امریکایانو جبري وتل او له دغه هېواد څخه د برېتانیا وتل» ولادیمیر پوتین د اوکراین په اړه زړور کړی دی.

د برېتانیا پخواني لومړي وزیر زیاته کړې، چې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا له نیولو ورروسته د اوکراین جګړه د لوېدیځ د ناکامۍ پایله ده.

بوریس جانسن ویلي، چې برېتانیا او اروپايي متحدین یې باید په سملاسي ډول اوکراین ته غېر جنګي سرتېري واستوي، ترڅو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وښيي چې لوېدیځ هېوادونه په ریښتیا د اوکراین ازادۍ او خپلواکۍ ته ژمن دي.

بوریس جانسن پر اوکراین د روسیې د برید د څلورمې کالیزې په مناسبت بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې یاد ځواکونه باید غېر جنګي ماموریتونو کې ځای پرځای شي.

جانسن زیاته کړې: «زه هېڅ داسې منطقي دلیل نه وینم چې موږ ولي د ازاد او خپلواک اوکراین د ملاتړ لپاره د سوله ساتو ځمکنیو ځواکونو د لېږلو څخه ډډه وکړو».

دمګړی د «داوطلب اېتلاف» اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو لپاره په مشورو بوخت دی او یوازې به د جګړې د پای ته رسېدو او یوې هوکړې وروسته د اوربند څارنې لپاره ځواکونه واستوي.

په ورته مهال لوېدیځ پوځي پلان جوړونکي د داسې اقدام په اړه په عامه توګه له بحث کولو څخه ډډه کوي او داسې انګیري چې روسیه به دغه ډول اقدام د شخړې د زیاتوالي په توګه وګڼي.

پوتین په تېر سپټمبر میاشت کې په اوکراین کې د سوله‌ساتو ځواکو د جوړولو لپاره د لوېدیځ وړاندیزونه رد کړل او ویلي یې و، چې اوکراین ته لېږل شوي سرتېري به مشروع هدف وګرځي.

خو جانسن بیا وايي، چې پوتین باید اوکراین او د هغه متحدینو ته شرایط ونه‌ټاکي.

پر همدغه مهال د جانسن د څرګندونو په ځواب کې د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې حکومت لا هم له اوربند وروسته اوکراین ته د ځواکونو د لېږلو لپاره د داوطلب اېتلاف سره په ګډه کار کوي.

د برېتانیا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په اوکراین کې د برېتانیا په مشرۍ د څو ملیتي ځواک به اوږدمهاله سوله خوندي کړي او لومړي وزیر روښانه کړې چې موږ به هلته برېتانوي سرتېري ځای پر ځای کړو کله چې شخړه پای ته ورسېږي».

پر همدې مهال، بوریس جانسن ویلي چې په اوکراین کې جګړه د کریمیا له لاسه وتلو، له اوکراین سره د لوېدیځ د ملاتړ د ناکامۍ، د خپل ولس پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله بشارالاسد ته په سزا ورکولو کې د پاتې راتلو او همدارنګه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ناورین پایله ده.

نوموړي زیاته کړې: «زه فکر کوم چې پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د هغه څه له امله چې هغه په افغانستان کې لیدلي وو زړور شو او یو عمومي احساس شتون درلود چې لوېدیځ د کمزورۍ په حالت کې دی. هغه له افغانستان څخه د امریکایانو د ګډوډ وتلو او همدارنګه د برېتانوي ځواکونو وتلو هغه وحشتناک انځورونه لیدلي وو او دې مسلې هغه په حقیقت کې زړور کړ».