• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلجیم کې د افغانستان سفارت: نړۍواله ټولنه دې د پاکستان د اقداماتو پروړاندې چوپ پاتې نه‌شي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۰

په بلجیم کې د افغانستان سفارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د افغانستان د خاورې پر وړاندې د پاکستان غېرقانوني عمل بللی دی.

په بلجیم کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پکتیکا او ننګرهار کې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی او دغه بریدونه یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو په ځانګړي توګه د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پرخلاف دي.

په بلجیم کې د افغانستان سفارت د دغو بریدونو په اړه ویلي: «د روژې په میاشت کې د بې‌ګناه خلکو مړینه په کلکه دردونکې ده. ملي حاکمیت ته درناوی او د ملکیانو ساتنه اختیاري اصول نه دي، بلکې دا نړۍوال مکلفیتونه دي».

یاد سفارت پر نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې غږ کړی چې د پاکستان د دغو اقداماتو پروړاندې چوپ پاتې نه‌شي.

د سفارت د اعلامیې له‌مخې، پاکستان باید سمدستي خپل پوځي عملیات ودروي او دواړه لوري دې خپلې اندېښنې د ډيپلوماټیکو خبرو او نۍړوالو منل شویو لارو حل کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان له‌خوا د زور کارول یوازې په سیمه کې بې‌ثباتي او وېره لا پسې ژوروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان هوايي ځواکونو په پکتیکا او ننګرهار کې هم‌مهاله پر څو ځایونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستان ویلي، چې په یادو بریدونو کې یې د پاکستان ضد وسله‌وال په نښه کړې دي، خو طالبان وايي چې پاکستان په یادو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پزشکیان: موږ د امریکا اقدامات په دقت څارو او د هر ډول احتمال ځواب ته چمتو یو

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې تهران په سیمه کې د کړکېچ کمولو پلوی دی، خو زیاتوي چې د هر ډول احتمالي سناریو لپاره یې بشپړ چمتووالی هم نیولی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې له امریکا سره د وروستیو مذاکراتو پرمهال یې د سولې لپاره هیله بښونکي سیګنالونه ترلاسه کړې دي، خو بیا هم د امریکا هر ډول حرکت له نږدې څاري.

پزشکیان ویلي، چې ایران د هر ډول احتمالي حالت لپاره، که هغه سوله وي او که جګړه، بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي دا څرګندنې پر داسې مهال کړي، چې په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي په خپلو وروستیو څرګندونو کې پر ایران د برید احتمال مطرح کړی و.

د طالبانو د پوهنې وزارت: د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۸ زده‌کوونکي وژل شوي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، چې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د درېیو نجونو په ګډون اته زده‌کوونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، چې په دغو بریدونو کې د درېیو نجونو په ګډون اته زده‌کوونکي وژل شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د مرغې کلي په فاروقیه مدرسه کې د شوي برید له امله یو طالب‌العلم ټپي شوی او د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو اته تنه زده‌کوونکي چې پنځه یې هلکان او درې نجونې وې، شهیدان شوي دي».

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، چې د پاکستان په یادو بریدونو کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یو تعلیمي مرکز په بشپړ ډول وېجاړ شوی او دیني کتابونه په‌کې سوځېدلي دي.
طالبانو ویلي: «دا نه بښونکې او وحشیانه کړنې ښيي چې د پاکستاني رژیم دوښمني یوازې د افغانانو له ژوند سره نه، بلکې د هغوی له دین، تعلیم، تعلیمي مرکزونو او فرهنګي بنسټونو سره هم ده».

سراج‌الحق: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتوالی د خطر زنګ دی

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج‌الحق ویلي، چې په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ زیاتېدل د دواړو هېوادونو لپاره د یوې احتمالي فاجعې خبرداری او د خطر زنګ دی.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج‌الحق په پکتیکا او خوست کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو زور اخیستل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ او تاوتریخوالي زیاتېدل نه یوازې د اسلامي امت ژورې اندېښنې راپارولې دي، بلکې د دواړو هېوادونو لپاره د یوې احتمالي فاجعې خبرداری او د خطر زنګ دی».

سراج‌الحق د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو پر حل، د سیمې پر تلپاتې امنیت، اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر متقابل باور او رغنده تفاهم ټینګار کړی دی.

سراج‌الحق زیاته کړې: «اوسنی حساس پړاو د احساساتي دریځونو نه، بلکې د تدبر، زغم او سیاسي شعور غوښتنه کوي؛ ځکه که د اختلاف اور ژر مهار نه‌شي، لمبې به یې له پولو واوړي او زیان به یې یوازې ولسونه ګالي».

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند یاد پخواني مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې پاکستان تېره شپه په پکیتکا او ننګرهار ولایتونو کې بمبارۍ وکړې او طالبانو ویلي، چې دغه بریدونه پر ملکي وګړو شوي دي.

مقاومت جبهه وايي چې په کندز کې یې درې طالب وسله وال وژلي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې مقاومت جهبې ادعا کړې چې تېره ورځ یې په کندز ولایت کې د طالبانو د ګزمې پر یوه موټر برید کړي او درې طالب وسله وال یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د یادې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید یې د شنبې پر ماښام د کب په ۲مه نېټه شاوخوا اووه بجې د کندز ښار په کابل بندر سیمه کې هوایي ډګر ته نږدې کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د یادې ګزمې طالب مشر هم شامل دی.

مقاومت جبهې ویلي چې د برید پر مهال د دوی ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی. دغه ډله زیاتوي، چې ورته هدفمند بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد د دوي د عملیاتو د لړۍ برخه ده، چې موخه یې د طالبانو د غیرقانوني واکمنۍ له منځه وړل دي.

تر اوسه طالبانو د دغې جبهې د ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په بادغیس کې د مسافر وړونکي بس د اوښتو له امله ۹ کسان مړه او ۳۵ ټپیان شوي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۰

په بادغیس ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې ددغه ولایت په «پُشته لامان» سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتوله امله ۹ کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د طالبانو د بادغیس امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس له خپل اصلي سړکه تر وتلو وروسته چپه شوی دی.

دغه پېښه د بند سبزک لارې په پای کې شوې او یاد بس ۴۵ مسافر له هرات څخه د بادغیس ولایت مرکز قلعه‌نو ته لېږدول.

د معلوماتو له مخې، په بس کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو. ځايي سرچینې وایي چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

بند سبزک هغه سیمه ده چې د هرات او بادغیس ولایتونه سره نښلوي.

دا غرنۍ او ستونزمنه لاره پخوا د کوچنیو موټرو لپاره هم خطرناکه بلل کېده، خو په وروستیو کلونو کې د سړک له قیر کېدو وروسته د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ هم پر دې لار زیات شوی دی.