ذبیحالله مجاهد د افغانستان له یوې داخلي رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د هوايي ځواکونو بمبارۍ چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، «جنایت» بللی او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړی، چې دغه جنایت به بېځوابه پاتې نهشي او په یوه مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړل شي.
مجاهد وویل: «د پاکستان ملت، علما او سیاسي ګوندونه د دغه ډول جنایتونو پلوي نهدي، خو یوه ځانګړې نظامي کړۍ ده چې له خپلو بهرنیو بادارانو یې پروژه اخیستې، څو له افغانستان سره شخړه وي او سیمه نا ارامه شي».
د هغه په باور، د پاکستان نظامیان کله چې د خپلو مخالفینو پر وړاندې ناکام شي، نو د «جبران» لپار یې پر افغانستان برید کوي.
د طالبانو ویاند زیاتوي، دوی هېڅکله هم د پاکستاني نظامیانو په څېر ملکي خلک نه په نښه کوي، خو خبرداری ورکوي: «موږ اصلي جنایتکاران چې د پاکستان نظامیان دي په نښه کوو. ها بل ځل مو هم د نظامیانو ۲۰ پوستې لهمنځه یوړې، ۵۸ نظامیان مو ووژل او ۳ نظامیانو مو اسیر ونیول».
دا په داسې حال کې ده، چې یاد شوي ۳ پاکستاني نظامیان بیا همدا څو ورځې مخکې د سعودي عربستان په منځګړیتوب ازاد شول.
ذبیحالله مجاهد څرګنده کړې: «هغوی [پاکستاني نظامیان] په تاسف سره ها بل ځل له افغانانو سره له مخامخ کېدو عبرت او درس نهدی اخیستی، دا ځل به وګوري چې افغانان څه کوي. ځواب به په ښه توګه اصلي مجرمینو ته ورکړل شي. دا ځل به د پاکستاني نظامیانو خوله په داسې کلک سوک ووهل شي، چې بیا ځلې جنایت ونهکړي».
هغه د پاکستان دغه تېري ته د ځواب د نېټې او څرنګوالي په تړاو څه ونهویل، خو دومره یې روښانه کړه، چې دا نظامي اسرار دي او ډېر ژر به یې ټول وګوري چې دوی څه کوي.
د پاکستان هوايي ځواکونو تېره شپه شاوخوا ۱۲بجې (شنبه د کب ۲مه) په یوه وخت کې د پکتیکا پر برمل او اُرګون ولسوالیو او همداراز د ننګرهار په خوګیاڼو، بهسود او غنيخېلو ولسوالیو بریدونه وکړل او د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له بریدونو شاوخوا ۲ ساعته وروسته وویل، چې په افغانستان کې یې د «ترهګرو پر ۷ پټنځایونو» هوایي بریدونه کړي دي.
د دواړو ولایتونو د اوسېدونکو په وینا، د پاکستان د هوايي ځواکونو په دغو بریدونو کې یوازې ملګي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او زیانمن شوي دي.