د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو به د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو به د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي.
تر هغه وروسته چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ د درېیم پړاو اټومي مذاکراتو د پیلېدو خبر ورکړ، رویټرز اژانس ویلي چې ایران له امریکا سره هوکړې ته د رسېدو لپاره په خپل اټومي پروګرام کې د نویو امتیاززونو ورکړې ته چمتو دی؛ خو په دې شرط چې پر ایران اقتصادي بندیزونه لغوه شي او د سولهییز اټومي غني کولو په برخه کې د تهران حق په رسمیت وپېژندل شي.
د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو د درېیم پړاو له تایید وروسته، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې هېواد یې په سیمه کې سولې او ثبات ته ژمن دی او له امریکا سره وروستۍ خبرې اترې له «هڅوونکو نښو» سره مل وې.
د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو تېره اوونۍ په جنیوا کې ترسره شو، خو لا هم دواړه لوري کومې مطلوبې هوکړې ته نه دي رسېدلي.