طالبان غواړي د خصوصي شرکتونو پرمټ په ننګرهار کې د خرما بڼونه زیات کړي

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسوولین وايي، په هډې فارم کې د خرما بڼونه هر کال د پام وړ حاصل ورکوي او د راتلونکو کلونو لپاره د نوو بڼونو جوړول د خصوصي شرکتونو په همکارۍ پلان شوي؛ ترڅو د کورني تولید زیاتوالی او نسبي ځان بسیا کېدل یقیني شي.
