• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې یو ځل بیا یوه افغان درې کسان په چاقو وهلي او ټپیان کړي دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د دوشنبې په سهار یوه ۳۵ کلن افغان د جرمني د وورتسبورګ ښار د اورګاډي د مرکزي تمځای په تالار کې پر درېیو کسانو د چاقو برید کړی او هغوی یې برسېرن ټپیان کړي دي. دغه پېښه د همدې تمځای د ننوتلو دروازې ته نږدې د «یهوه شاهدانو» د مذهبي ډلې یوې غرفې ته څېرمه شوې ده.

د پولیسو په وینا، بریدګر هغه ۶۸ کلن سړي ته ورنږدې شوی و چې د یادې غرفې مسوولیت یې پر غاړه درلود او ناڅاپه یې څو ځله د چاقو ګوزارونه پرې وکړل. پولیسو زیاته کړې، چې یاد افغان په همدې لړ کې دوه نور کسان هم تر برید لاندې راوستي او د چړو ګوزارونه یې پرې کړي دي.

شاهدان یهوه یوه مسیحي مذهبي ډله ده، چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په متحدو ایالتونو کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو د معلوماتو له‌مخې، په دې پېښه کې یاد درې کسان برسېرن ټپیان شوي او داسې کوم څه نشته چې ثابته کړي د چاقو ګوزارونه دې ډېر ژور وي. یو شمېر لارویانو چې په هغوی کې یو پولیس هم ملکي جامې اغوستې وې، بریدګر مهار کړ او د مرستندویو ځواکونو تر رسېدو پورې یې تر کنټرول لاندې وساته.

یاد سړی دا مهال نیول شوی او په توقیف کې دی.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې برید اصلي انګېزه تر اوسه په څرګنده نه ده معلومه شوې او پلټونکي دا قضیه د «د قتل هڅه» په توګه څېړي. لا هم روښانه نه ده، چې بریدګر په قصدي ډول د «شاهدان یهوه» پیروان په نښه کړي وو که بله کومه انګېزه یې لرله.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په بغلان کې پر درنو کارونو له بوختو ۶۰۰ ماشومانو سره نغدي مرسته وشوه

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰

طالبان وايي، په بغلان کې له ۶۰۰ هغو ماشومانو سره چې پر درنو کارونو بوخت و، مرسته وشوه. په دغه ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، دغه مرستې د اکتید موسسې له لوري برابرې شوې دي.

د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس نصرت‌الله پارسا د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) وویل، دغو ماشومانو ته چې په ملاتړ مرکز کې پر زده‌کړو بوخت دي، د اکتید موسسې له لوري هر یوه ته یې ۱۴۷۰ افغانۍ ورکړل شوي او مجموعي مرستې ۸ سوه او ۸۲ زره افغانیو ته رسېدې.

دغه ماشومان یادې مرستې ډېرې کمې بولي او له نورو مرستندویانو غواړي، چې په دې سړه هوا او روژې میاشت کې ورسره مرستې وکړي.

له دې سره سم، نصرت‌الله پارسا په دې روانه روژه کې د اړمنو د اړتیاوو ډېرېدو ته په اشارې له دولتي او همداراز بهرنیو مرستندویه موسسو غوښتي، چې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو ستونزو ته په کتو نورې مرستې هم برابرې کړي.

په سرپل کې له څه باندې ۶ زره کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د سرپل په مرکز او ولسوالیو کې له ۶ زره او ۲۴۷ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. دغه مرستې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري برابرې او د طالبانو او یوې بلې موسسې له لوري ووېشل شوې.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو بې‌وزلو هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوي او ټولې مرسته شوې پیسې ۱۸ میلیونه او ۱۱۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ وې.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه مرستې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې او د «ماهو»په نوم موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له‌مخې وېشل شوې دي. خبرپاڼه کاږي، د پروژې تمویلوونکی د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) دی.

له دې سره سم، یادې بې‌وزلې کورنۍ ۲۹۰۰ افغانۍ مرستې ډېرې کمې بولي او وایي چې په دې سړه هوا او همداراز روژه کې یې اړتیاوې ډېرې دي او له اړوندو مسوولینو او همداراز نړۍوالو مرستندویانو غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي.

طالبان: پر ننګرهار د پاکستان په بریدونو کې ۵ جسدونه لا هم تري تم دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۰

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت پر ۴ ولسوالیو د پاکستان په بریدونو کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي. د دغې قومندانۍ مسوولین وايي، د پاکستان د بمباریو له امله ۵ جسدونه تري تم شوي او له دوو ورځو پلټنو وروسته لا هم پر موندلو یې نه‌دي بریالي شوي.

د پاکستان هوايي ځواکونو وړمه شپه (شنبه د کب ۲مه) د پکتیکا پر برمل او اُرګون او د ننګرهار پر بهسود، خوګیاڼو، غني‌خېل او مهمند درې ولسوالیو هوايي بمبارۍ وکړې.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد له یادې پېښې دوه ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) ویلي، د پاکستان د وړمې شپې په «وحشیانه» بریدونو کې په بهسود، خوګیاڼو او غني‌خېلو ولسوالیو کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او په وینا یې د ۱۳ جسدونه یې موندل شوي او ۵ جسدونه لا تر اوسه هم نادرکه دي.

سید طیب حماد وايي: «د ۱۳ تنو شهیدانو جسدونه له خاورو رااېستل شوي او د جنازې له مراسمو وروسته بیرته خاورو ته سپارل شوي دي، خو د پاتې ۵ تنو جسدونه اوس هم نادرکه دي».

حماد زیاته کړې: «د هغه ځای خاوره چې جسدونه په‌کې نادرکه وو، ټوله بار او بل ځای ته انتقال شوه».

د نوموړي په وینا، د پاکستان په دغو بمباریو کې ۸ نور ولسي وګړي هم ټپيان شوي او زیاتوي: «د ټپیانو له ډلې ۵ تنه د بهسودو ولسوالۍ، ۲ تنه د خوګیاڼو ولسوالۍ او یو ماشوم د مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ټپیان شوي دي. یاد ماشوم هغه مهال چې د څارويو په څرولو بوخت و، د پاکستاني رژیم له لوري په دهشکه وویشتل شو او ټپي شو».

د یادونې وړ ده، چې د دغو بریدونو ټول قربانیان ملکي وګړي دي او ډېری یېښځې او ماشومان دي.

په فرانسه کې د امریکا سفیر تر دې وروسته له دولتي چارواکو سره د لیدو اجازه نه لري

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۰

په فرانسه کې د امریکا سفیر چارلس کوشنر د دغه هېواد له حکومتي چارواکو سره له لیدنې منع شو. ډیپلوماټیکو سرچینو د دوشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې نوموړی د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له لوري احضار کېدو ته حاضر نه‌شو.

د سرچینو په وینا، کوشنر وروسته له هغه د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو چې د امریکا سفارت د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د یوه فرانسوي سخت‌دریځه ښي‌اړخي فعال د وژل کېدو په اړه څرګندونې خپرې کړې. سرچینې زیاته کړې: «د امریکا سفارت د هغې تراژیدۍ په اړه نظرونه څرګند کړي چې په فرانسه کې پېښه شوې ده او یوازې زموږ په کورنیو بحثونو پورې اړه لري؛ موږ اجازه نه ورکوو چې له دې موضوع ناوړه ګټه پورته شي. چارلس کوشنر نن وزارت ته احضار شو، خو حاضر نه شو».

د راپورونو له‌مخې، د فرانسې سخت دریځه ښي اړخی فعال کوینټن درانک د یوې شخړې په ترڅ کې چې ویل کېږي د چپ اړخي سخت دریځو پورې تړلو کسانو سره و، وهل شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی. دغه پېښه د فرانسې ټولنه حیرانه کړې او «د فرانسې چارلي کرک شېبه» په نوم یاده شوې.

په همدې حال کې، په امریکا کې د فرانسې سفارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد دفتر اعلان کړی چې دا قضیه تر څار لاندې ده. دغو ادارو په اېکس کې خبرداری ورکړی، چې «د چپ اړخي سخت دریځ تاوتریخوالی په زیاتېدو دی» او باید د عامه امنیت د ګواښ په توګه ورسره چلند وشي.

دا دویم ځل دی چې کوشنر د خپل احضار په غونډه کې ګډون نه کوي. د ۲۰۲۵ کال په اګسټ میاشت کې هم هغه وروسته له هغه چې په څرګنده توګه د فرانسې د یهود ضد کړنو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د فرانسوي چارواکو کړنې یې وغندلې، د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته د سپیناوي لپاره غوښتل شوی و، خو په هغه غونډه کې هم حاضر نه‌شو.

نادر نادري: لاهه محکمه باید پر افغانستان د پاکستان بریدونه وڅېړي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانی کمېشنر نادر نادري وايي، پاکستان پر افغانستان په بریدونو سره د «تیري جرم» کړی او د جرمونو نړۍواله محکمه یې باید وڅېړي. هغه ټينګار کړی، چې د طالبانو کړنې پاکستان ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې پر بل هېواد تېری وکړي او ولسي وګړي ووژني.

نادر نادري چې د جمهوري نظام پر مهال حکومتي چارواکی هم پاتې شوی د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له‌مخې، له خپل ځانه د دفاع لپاره هېڅ معتبره منبع نشته او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري هم هېڅ مجوز نه‌دی صادر شوی».

پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي، چې طالبانو د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ جنګیالیو ته پناه ورکړې، خو طالبان په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او هغه یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو د توجیه لپاره ویلي، دغه هېواد د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې له خپل ځانه د دفاع حق لري.

نادري‌ په دې اړه څرګنده کړې: «د طالبانو ناسمې کړنې او له خلکو د ساتنې په برخه کې بې‌وسي یې د بې‌ګناه ولسي وګړو د وژنې او یا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا نقض قانوني توجیه نه‌شي کېدلای». هغه زیاته کړې، ولسي وګړي د بشرپاله نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو له ملاتړه برخمن دي.

نادر نادري له نړۍوالو غوښتي چې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو پر وړاندې بې‌تفاوته پاتې نشي.

د یادونې وړ ده، چې لا تراوسه له هند پرته هېڅ هېواد پر افغانستان د پاکستان بریدونه نه‌دي غندلي.