• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په فرانسه کې د امریکا سفیر تر دې وروسته له دولتي چارواکو سره د لیدو اجازه نه لري

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۰

په فرانسه کې د امریکا سفیر چارلس کوشنر د دغه هېواد له حکومتي چارواکو سره له لیدنې منع شو. ډیپلوماټیکو سرچینو د دوشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې نوموړی د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له لوري احضار کېدو ته حاضر نه‌شو.

د سرچینو په وینا، کوشنر وروسته له هغه د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو چې د امریکا سفارت د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د یوه فرانسوي سخت‌دریځه ښي‌اړخي فعال د وژل کېدو په اړه څرګندونې خپرې کړې. سرچینې زیاته کړې: «د امریکا سفارت د هغې تراژیدۍ په اړه نظرونه څرګند کړي چې په فرانسه کې پېښه شوې ده او یوازې زموږ په کورنیو بحثونو پورې اړه لري؛ موږ اجازه نه ورکوو چې له دې موضوع ناوړه ګټه پورته شي. چارلس کوشنر نن وزارت ته احضار شو، خو حاضر نه شو».

د راپورونو له‌مخې، د فرانسې سخت دریځه ښي اړخی فعال کوینټن درانک د یوې شخړې په ترڅ کې چې ویل کېږي د چپ اړخي سخت دریځو پورې تړلو کسانو سره و، وهل شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی. دغه پېښه د فرانسې ټولنه حیرانه کړې او «د فرانسې چارلي کرک شېبه» په نوم یاده شوې.

په همدې حال کې، په امریکا کې د فرانسې سفارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد دفتر اعلان کړی چې دا قضیه تر څار لاندې ده. دغو ادارو په اېکس کې خبرداری ورکړی، چې «د چپ اړخي سخت دریځ تاوتریخوالی په زیاتېدو دی» او باید د عامه امنیت د ګواښ په توګه ورسره چلند وشي.

دا دویم ځل دی چې کوشنر د خپل احضار په غونډه کې ګډون نه کوي. د ۲۰۲۵ کال په اګسټ میاشت کې هم هغه وروسته له هغه چې په څرګنده توګه د فرانسې د یهود ضد کړنو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د فرانسوي چارواکو کړنې یې وغندلې، د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته د سپیناوي لپاره غوښتل شوی و، خو په هغه غونډه کې هم حاضر نه‌شو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

نادر نادري: لاهه محکمه باید پر افغانستان د پاکستان بریدونه وڅېړي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانی کمېشنر نادر نادري وايي، پاکستان پر افغانستان په بریدونو سره د «تیري جرم» کړی او د جرمونو نړۍواله محکمه یې باید وڅېړي. هغه ټينګار کړی، چې د طالبانو کړنې پاکستان ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې پر بل هېواد تېری وکړي او ولسي وګړي ووژني.

نادر نادري چې د جمهوري نظام پر مهال حکومتي چارواکی هم پاتې شوی د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له‌مخې، له خپل ځانه د دفاع لپاره هېڅ معتبره منبع نشته او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري هم هېڅ مجوز نه‌دی صادر شوی».

پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي، چې طالبانو د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ جنګیالیو ته پناه ورکړې، خو طالبان په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او هغه یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو د توجیه لپاره ویلي، دغه هېواد د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې له خپل ځانه د دفاع حق لري.

نادري‌ په دې اړه څرګنده کړې: «د طالبانو ناسمې کړنې او له خلکو د ساتنې په برخه کې بې‌وسي یې د بې‌ګناه ولسي وګړو د وژنې او یا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا نقض قانوني توجیه نه‌شي کېدلای». هغه زیاته کړې، ولسي وګړي د بشرپاله نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو له ملاتړه برخمن دي.

نادر نادري له نړۍوالو غوښتي چې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو پر وړاندې بې‌تفاوته پاتې نشي.

د یادونې وړ ده، چې لا تراوسه له هند پرته هېڅ هېواد پر افغانستان د پاکستان بریدونه نه‌دي غندلي.

د اپسټين جنجالي قضیه؛د برېتانیا پخوانی سفیر مندلسون له اپسټین سره د اړیکو په تړاو ونیول شو

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د برېتانیا پولیسو د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) په امریکا کې د دغه هېواد پخوانی سفیر پېټر مندلسون د بد نامه امریکايي جېفري اپسټین په دوسیه کې د ښکېلتیا له امله د پولیسو له لوري ونیول شو. تر دې مخکې د برېتانیا یو شهزاده هم له اپسټين سره د اړیکو په تړاو نیول شوی وو.

د لندن پولیسو سره له دې چې د نیول شوي کس نوم نه‌دی یاد کړی ویلي: «یو ۷۲ کلن سړی د عامه دندې د ناسم چلند په شک په شمالي لندن کې نیول شوی دی». خو دغه مظنون په امریکا کې د برېتانیا پخوانی سفیر مندلسون یاد شوی.

د اسوشېتېد پرس د راپور له‌مخې، پولیس له منډېلسون څخه په دې تړاو څېړنې کوي، چې شاوخوا ۱۵ کاله مخکې جېفري اپسټين ته حساس حکومتي معلومات ورکړي او همداراز تورن دی چې په جنسي پېښو کې هم ښکېل دی.

له دې پېښې ۴ ورځې مخکې شهزاده انډرو د ورته قضیې په تړاو د برېتانیا د پولیسو له لوري نیول شوی وو، خو هغه له ۱۱ ساعتونو توقیف وروسته ازاد شو.

پيټر مندلسون وروسته له هغې چې له اپسټين سره یې کړي اېمېلونه خپاره شول، د تېر کال په سپټمبر کې په امریکا کې له سفارت څخه ګوښه کړای شو.

د اپسټین اړوند خپرو شویو اسنادو کې راغلي، چې مندلسون په ۲۰۰۹ کال کې یو شمېر حساس حکومتي معلومات له اپسټين سره شریک کړي وو.

تر دې مخکې د همدې قضیې په تړاو د سلواغې په ۱۹مه د بریتانیا د لومړي وزیر د دفتر رييس مورګان مکسوییني په واشنګټن کې د بریتانیا د سفیر په توګه د پیټر مندلسون له انتصاب کېدو د ملاتړ په تړاو له خپلې دندې لاس په سر شوی وو.

د اپسټين جنجالي قضیه؛ د بریتانیا د لومړی وزیر د دفتر رييس استعفا وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د بدنامه امریکايي جېفري اپسټین اړوند د شاوخوا ۳ میلیونه ډېر اسناد خپاره شوي او له هغه سره د اړیکو په تړاو ښکېل کسان په جنجال کې راګیر شوي دي.

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د اکسیوس د راپور له‌مخې، د امريکا د پوځ د ګډو ځواکونو لوی درستيز ډن کين د دغه هېواد ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» او لوړپوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی، چې پر ايران پوځي بريد کولای شي جدي او درانه ګواښونه ولري. هغه ويلي، دا ډول ګام به امريکا په يوه اوږده جګړه کې ښکېله کړي.

د راپور له‌مخې، د ټرمپ د ادارې په لوړپوړو چارواکو کې د ايران په اړه د چلند پر څرنګوالي بحثونه او اختلافونه شته. يو شمېر سلاکاران پر احتياط او زغم ټينګار کوي، خو ځينې سرچينې وايي چې خپله ټرمپ د پوځي بريد له لارې د ستونزې د حل لور ته لېوالتيا ښودلې ده.

بل لور ته، جرد کوشنر او سټيو وېټکاف له ټرمپ څخه غوښتي چې د جګړې پر ځای ډيپلوماسۍ او خبرو اترو ته لا ډېر فرصت ورکړي او سياسي لاره وازمايي.

اکسيوس زياته کړې، چې د امريکا د ګډو ځواکونو لوی درستيز د ايران اړوند ناستو کې له پيل څخه يو محتاط او سنجول شوی دريځ خپل کړی، خو که ولسمشر وروستۍ پرېکړه وکړي، پوځ به هغه عملي کړي.

په همدې حال کې، لينډسي ګراهام د پوځي اقدام ملاتړ کوي او د اسراییل لومړی وزير بنيامين نتنياهو هم اندېښنه لري، چې کېدای شي واشنګټن له خپلې سخت دريځۍ شاته ولاړ شي. سره له دې، تر اوسه پورې د ايران پر وړاندې د پوځي بريد په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د اوکراین ولسشمر: پوتين درېيمه نړۍواله جګړه پيل کړې ده

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۰

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي اعلان وکړ، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين درېيمه نړۍواله جګړه پيل کړې ده. زېلېنسکي د برېتانيا له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې وويل، د پوتين کړنو په رښتيا سره نړۍ يوې پراخې جګړې ته ننويستې ده.

هغه ټينګار وکړ، چې د روسيې د ولسمشر د درولو يوازينۍ لار پر مسکو سخت پوځي او اقتصادي فشار راوستل دي.

د اوکراين ولسمشر خبرداری ورکړ، چې پوتين به يوازې پر اوکراين بسنه ونه‌کړي او که يې مخه و نه نيول شي، د هغه د کړنو لمن به د دې هېواد له پولو واوړي او نورو سيمو ته به وغځېږي. هغه زياته کړه، که روسيه د اوکراين په نيولو او اشغال کې پاتې راشي، دا به د نړۍوالې ټولنې لپاره لويه بريا وي.

په همدې مهال اوکرايني چارواکو وويل، چې د روسيې د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد له امله د اوديسا په بندري ښار کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د چارواکو په وينا، د ژغورنې او مرستې چارې لا هم د پېښې په ځای کې روانې دي.

د بلوچستان په پنجګور کې د وسله والو په برید کې ۶ تنه وژل شوي او دوه موټر سوځول شوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، چې د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالۍ په دستک سیمه کې نامعلومو وسله والو شپږ کسان وژلي او دوه موټر یې سوځولي دي. ځايي رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې د پيښې نور جزئیات لا روښانه نه دي، خو سیمې ته پولیس رسېدلي دی.

پولیسو ویلی، چې له پيښې وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

له وژل شوو کسانو څخه دوه تنهد داود او فیض محمد په نومونو پېژندل شوي دي او د پاتې څلورو کسانو هویت نه دی روښانه شوی او نه هم د پيښې انګېزه تر دې دمه معلومه ده.

د پاکستان امنیتي ادارو په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسله والې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی.