• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مکسیکو کې د نشه‌يي توکو یو لوی کاروباري ال‌منچو وژل شوی

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۰

د مکسیکو چارواکي وايي، د نشه‌يي توکو یو لوی کاروباري «نیمیسیو اوسېګیرا» چې په «ال‌منچو» مشهور وو، په یوه پوځي عملیاتو کې ووژل شو. مکسیکو د امریکا د احتمالي مداخلې له ګواښونو وروسته د نشه‌يي توکو پر کاروبریانو فشار زیات کړی دی.

د مکسیکو دفاع وزارت ويلي، د مکسیکو په لوېدیځ ایالت جالیسکو کې د یکشنبې په ورځ (د کب ۳مه) د نشه‌يي توکو یاد کاروباري لومړی په یوې نښته کې ټپي او وروسته مکسیکو ښار ته د هوايي انتقال پر مهال ومړ.

دغه وزارت ویلي، د یاد کس د نیولو لپاره امریکا ورسره معلومات شریک کړي وو. له دغو عملیاتو وروسته تاوتریخوالی راوپارېده او په څو ایالتونو کې لویې لارې وتړل شوې او یو شمېر موټر هم وسوځول شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لېنډاو د اوسېګیرا وژل کېدل د امریکا او مکسیکو لپاره لوی پرمختګ بللی دی.

د نشه‌يي توکو دغه لوی کاروباري «نیمیسیو اوسېګیرا» چې په «ال‌منچو» مشهور وو، پخوا د پولیسو افسر وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

نیویارک ټایمز: ټرمپ پر ایران د پراخ پوځي برید په لټه کې دی

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۰

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې که مذاکرات یا لومړنی هدفي برید ایران د امریکا غوښتنو منلو ته اړ نه‌کړي، نو په راتلونکو میاشتو کې به د ایران د مشرانو له واکه د لرې کولو په موخه پر دغه هېواد خورا لوی برید په پام کې ونیسي.

ټاکل شوې، چې امریکا او ایران به د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې درېیم پړاو اټومي مذاکرات پیل کړي او داسې ښکاري، چې دا به پر ایران د پوځي اقدام د مخنیوي لپاره د مذاکراتو وروستی پړاو وي.

خو نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي، چې ټرمپ د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کې د ایران پروړاندې د اقداماتو پر انتخابونو غور کوي.

د ټرمپ سلاکارانو ویلي، چې نوموړي په راتلونکو ورځو کې پر ایران د یوه لومړني برید ترسره کولو ته لېوالتیا ښودلې، ترڅو د ایران مشران پوه کړي چې د اټومي وسلو له جوړولو لاس پر سر شي، خو په دې اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د راپورونو له مخې، په پام کې نیول شویو هدفونو کې د سپاه پاسداران له مرکزي دفتره نیولې د ایران تر اټومي مرکزونو او د بالسټیک توغندیو تر پروګرام پورې ټول شامل دي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، چې ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې که په یادو ګامونو هم تهران د هغه غوښتې ونه‌مني، نو په روان کال کې به د علي خامنه‌يي د راپرځولو لپاره د پوځي برید امکان هم په پام کې ونیسي.

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۰

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو به د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي.

تر هغه وروسته چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ د درېیم پړاو اټومي مذاکراتو د پیلېدو خبر ورکړ، رویټرز اژانس ویلي چې ایران له امریکا سره هوکړې ته د رسېدو لپاره په خپل اټومي پروګرام کې د نویو امتیاززونو ورکړې ته چمتو دی؛ خو په دې شرط چې پر ایران اقتصادي بندیزونه لغوه شي او د سوله‌ییز اټومي غني کولو په برخه کې د تهران حق په رسمیت وپېژندل شي.

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو د درېیم پړاو له تایید وروسته، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې هېواد یې په سیمه کې سولې او ثبات ته ژمن دی او له امریکا سره وروستۍ خبرې اترې له «هڅوونکو نښو» سره مل وې.

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو تېره اوونۍ په جنیوا کې ترسره شو، خو لا هم دواړه لوري کومې مطلوبې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

یونېسف: د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې ۲،۵ میلیونه ماشومان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) د بې‌ځایه شویو اوکرایني ماشومانو په اړه ژوره اندېښه ښودلې او وايي، چې پر اوکراین د روسیې له برید راهیسې ۲،۵ میلیونه اوکرایني ماشومان له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوي دي.

یونېسف پر اوکراین د روسیې د برید د څلورو کلونو د پوره کېدو په درشل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جګړې له امله د بې‌ځایه شویو ماشومانو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي: «د اوکراین د جګړې له پیل څخه څلور کاله تېرېږي، خو لا هم له ۲،۵ میلیونو څخه ډېر ماشومان بې‌ځایه شوي دي چې ډېری یې څو ځلې تېښتې ته اړ شوي دي».

یونېسف ویلي، چې د جګړې له امله ځپل شوي ماشومان چې په اوکراین او ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي، روغتیايي، خوراکي او تعلیمي مرستې رسوي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې یوځل بیا غږ کړی، چې د جګړې اړخونه دې د ملکیانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ته‌ ډېره پاملرنه وکړي.

یو کس چې غوښتل یې د ټرمپ استوګنځي ته له اجازې پرته ننوځي وژل شوی

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰

د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي، چې مامورانو یې یو شل کلن کس هغه مهال په ډزو وواژه، چې نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استوګنځي خوندي ساحې ته د «غیرقانوني ننوتلو» هڅه کوله.

د «این بي سي نیوز» د راپور له مخې، یاده پېښه د امریکا په وخت د یکشنبې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه د فلوریډا ایالت په ویسټ پام بیچ ښار کې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مهال په واشنګټن کې حضور لري.

امریکايي چارواکو تر اوسه د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه کړي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۰

اوکرایني پوځ او ځايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې روسیې پر اوکراین لسګونه بریدګر ډرونونه او بالستیک او کروز توغندي توغولي، چې اصلي تمرکز یې د انرژۍ پر بنسټونو و او لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۲۴ نور ټپیان دي.

دوی وویل چې د تېرې شپې بریدونه پر کېیف او د پلازمېنې شاوخوا سیمو، د تور سمندر پر بندري ښار اودېسا او د اوکراین پر مرکزي برخو شوي دي.

ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر اېکس لیکلي چې بریدونو د دنیپرو، کیرووهراد، میکولایف، پولتاوا او سومي سیمې هم په نښه کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د برید اصلي هدف د انرژۍ سکتور و، خو استوګنیزې ودانۍ او د اورګاډي پټلۍ هم زیانمنې شوې دي.