زېلېنسکي: پوتین د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل کړی او اوکراین د مخنیوي کرښه ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کړنې د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل ګڼل کېږي او اوکراین اوس د هغه د پراخې جګړې د مخنیوي لومړۍ کرښه ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کړنې د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل ګڼل کېږي او اوکراین اوس د هغه د پراخې جګړې د مخنیوي لومړۍ کرښه ده.
زېلېنسکي ټینګار کړی، چې موخه یې د روسیې د بریا مخنیوی نه؛ بلکې پر خلکو د روسیې د غوښتنو تپل او د خپل ژوند د بڼې بدلولو ته د هغوی اړ اېستل دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر اېکس پاڼه په خپل یادښت کې څرګنده کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په عملي توګه د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل کړی دی.
هغه لیکلي: «پوښتنه دا ده، چې هغه څومره ځمکه نیولی شي او څنګه یې مخه ونیسو؟ نه د دې لپاره چې روسیه بریالۍ نهشي؛ بلکې د دې لپاره چې روسیه غواړي خپلې غوښتنې په خلکو وتپي او د خلکو ژوند داسې بدل کړي، چې د هغوی په خوښه نهوي».
زېلېنسکي ټینګار کړی: «زه باور لرم، چې پوتین لا دمخه جګړه پیل کړې او موږ د دې هڅه کوو، چې دغه جګړه پراخه او نړۍواله نهشي. نن ورځ موږ د هغه د پرمختګ مخنیوي لومړۍ کرښه یو».
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او نړۍواله ټولنه د دواړه خواوو د کړنو په اړه اندېښنې څرګندوي.