د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته پاکستان اته ځله پر افغان خاوره برید کړی، چې ۱۴۷ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان دي.
همداراز د طالبانو او پاکستان تر منځ د ډېورنډ پر کرښه درې ځله اوږدې نښتې شوې او څلور ځله یوازې ډزې تبادله شوې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو کلونو کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۲۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د خپلو وژل شویو نظامیانو شمېر ۲۳ تنه ښيي.
د طالبانو د دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي چې په دغو نښتو کې ۲۸ پاکستاني سرتېري ټپیان شوي او اووه نور دوی اسیران کړي دي.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته پاکستان اته ځله پر افغان خاوره برید کړی، چې ۱۴۷ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان دي.
همداراز د طالبانو او پاکستان تر منځ د ډېورنډ پر کرښه درې ځله اوږدې نښتې شوې او څلور ځله یوازې ډزې تبادله شوې دي.
دغه شمېرې د دواړو لوریو له خوا په جلا جلا ډول اعلان شوې او په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
هغه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع حاکمیتي او سیاسي مساله وبلله او ویې ویل، چې دا موضوع له پخوا راهیسې مطرح ده او هر وخت چې وروستۍ پرېکړه وشي، د بهرنیو چارو وزارت له لارې به په رسمي ډول اعلان شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو وویل، چې ایران له دې وضعیت څخه جدي اندېښنه لري، ځکه دواړه هېوادونه د ایران ګاونډیان او اسلامي هېوادونه دي او د تاوتریخوالي ډېرېدل یوازې د همدغو دوو هېوادونو تر پولو محدود نه پاتې کېږي.
هغه دغه راز وویل، «د ایران تلپاتې سپارښتنه دا ده چې دواړه لوري د خبرو اترو، زغم او ډیپلوماسۍ له لارې خپل اختلافات حل کړي».
د هغه په وینا، ایران چمتو دی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره خپلې ښې هڅې وکاروي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېرې سلواغې میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۶زره او ۵۶۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۴۶۵زره او ۵۴۸ټنه، د اقینې بندر له لارې ۶۱زره او ۷۳۹ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱۳زره او ۲۱۷ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۸۶زره او ۵۶ ټنه انتقالات شوي دي.