• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي په بامیان، غور او پروان کې یې ۷ کوډګر نیولي دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، چې د خلکو له شکایتونو وروسته یې په غور، پروان او بامیان ولایتونو کې ۷ کوډګر د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه کوډګرو خلک تېر اېستل او له یوشمېر کورنیو یې نغدې پېسې اخیستې وې.

د طالبانو یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) په یوه خبرپانه کې ویلي، چې نیول شوي کوډګر له لومړنیو څېړونو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي، تېره میاشت یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۳۰ کوډګر هم نیولي وو چې تر څېړنو ګروېږنو وروسته یې عدلي‌ادارو ته یې ور پېژندلي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هره پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې د کوډګرو د نیولو ادعا کوي. د طالبانو دغه وزارت تر دې پخوا هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

له ایران او پاکستان نه ۶۵۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۰
له ایران او پاکستان نه ۶۵۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۵۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. په راپور کې راغلي، چې په همدې ورځ ۱۱۳۰ نورې کورنۍ بیا خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.

یاد کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۸، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۰، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۱ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۶۱ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې. طالبانو زیاته کړې، چې له دغه ستنو شویو کډوالو سره یې مرستې هم کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې. بل‌خوا په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لېږلي لیک کې له اسلام‌اباد نه غوښتنه کړې، چې د روژې او اختر په ورځو کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وځنډوي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.

نصیراحمد فایق وایي د پاکستان هوايي بریدونو په اړه یې امنیت شورا ته شکایت کړی

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۰
نصیراحمد فایق وایي د پاکستان هوايي بریدونو په اړه یې امنیت شورا ته شکایت کړی
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق وایي، چې پر افغان ښځو، ماشومانو او ملکیانو د پاکستان د وروستيو هوایي بریدونو په اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي‌ شکایت کړی. نوموړي‌ زیاته کړې، چې په شکایت کې یې د دغه سرغړونو د سملاسي‌ درېدو او څېړنې غوښتنه کړې.

هغه د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان دایمي استازولۍ امنیت شورا ته پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو او ملکي تلفاتو په اړه رسمی شکایت کړی.

نوموړي لیکلي، چې د حساب ورکولو او نړۍوالو قوانینو د رعایت غوښتنه یې کړې. هغه زیاته کړې: «موږ د دغه سرغړونو د سملاسي بندېدو، څېړنې، حساب ورکولو، د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمنتیا او د نړۍوالو قوانینو بشپړ رعایت غوښتنه کوو».

د پاکستان هوايي ځواکونو شنبه شپه (د کب ۲مه) په یوه وخت کې د پکتیکا پر برمل او اُرګون ولسوالیو او همداراز د ننګرهار په خوګیاڼو، بهسودو او غني‌خېلو ولسوالیو بریدونه وکړل او د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له بریدونو شاوخوا ۲ ساعته وروسته یې وویل، چې په افغانستان کې یې د «ترهګرو پر ۷ پټنځایونو» هوایي بریدونه کړي دي.

پاکستان او نیابتي پوځ؛ په افغانستان کې د کنټرول شوي هرج‌و‌مرج چاپېریال متصدي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۰
•
شاپور ژمن
پاکستان او نیابتي پوځ؛ په افغانستان کې د کنټرول شوي هرج‌و‌مرج چاپېریال متصدي
100%

پر افغانستان د پاکستان بریدونه د هر هغه افغان چې د وطن‌پرستۍ او ملت‌پالنې رګونه یې بدن کې غځېدلي وي؛ هم یې قهرولای او هم یې د زمانې په حال ژړولای شي. هوښیارانه چاره به دا وي، چې رېښه‌ یې وپلټو.

زموږ ماتې او راپرځېدنې په وار، وار تر ذره‌بیني عینکو راتېرې او د لویو قدرتونو د سیاسي هژمونۍ په نقشو کې یې وپلټوو.

په سیمه، بیا افغانستان کې د پاکستان نقش په سیاسي - استخباراتي لحاظ د لوېدیځ هژمونیکې ښکېلتیا پورې تړاو لري. معنا، شرقي او شمالي اسیا کې د لوېدیځ اغېز د ساتلو لپاره په افغانستان کې د کنټرول شوي هرج‌ومرج تاکتیک له لسیزو راهیسې کار ورکړی. مجاهدین یې د غیر متجانس استخباراتي کلسټر په بڼه ایجاد کړل، افغان‌دولت یې پرې راوپرځاوه او د ورځې په پای کې یې د همدې کنټرول شوي هرج‌ومرج د چاپېریال له بطنه طالبان وزېږول. په افغانستان کې یې د لوېدیځ ۲۰ کلن فزیکي حضور سره هم‌مهاله د جهادي اېکوسیستم دستګاه په پاکستان کې فعاله وساتله. د ترهګرۍ پر وړاندې په اصطلاح جګړه د هېواد په کلیو او بانډو کې تکتیکي کړای شوه؛ ترڅو په پاکستان کې ستراتېژیک جهادي چرخش ته افغان احساسات او انرژي تدارک شي.

د یادې حافظې په راتازه کولو سره دغې پوښتنې ته ځواب اسانه کېږي، چې پاکستان ولې په داسې وخت کې چې په کابل کې د دوی په خوښه او مرسته رژیم حاکم دی پر افغانستان بریدونه کوي؟

ځواب دا دی چې:
لومړی په کنټرول شوي هرج‌ومرج چاپېریال کې د ډلو پر دریځ او ماهیت نه؛ بلکې د چاپېریال پر ماهیتي پایلې سنجش په کار دی. د ډلو دریځ، رول او اغېز په دغسې چاپېریال کې کنټرول شوی وي او د پایلې د ترلاسه کولو په موخه بیا - بیا مهنډسي، له‌منځه تللی او لارې ته سوق کېدلای شي؛ خو پایله هماغسې ثابته وي، لکه زموږ د هېواد ۵۰ کلن ناورین. د دغه چاپېریال د لا تشدید لپاره ظاهراً د پاکستاني طالبانو پرسر د طالبانو رژیم او پاکستان د اړیکو ترېنګلتیا نه تصادف دی، نه د نظریاتو - افکارو اختلاف، نه په اصطلاح نمک‌حرامي، نه طالب رژیم ته د واک د ساتلو اړتیا او مجبوریت او نه هم د طالبانو د پالیسیو او عمل‌کرد محصول.
دغه مدیریت شوې ترېنګلتیا د همدې چاپېریال اړتیا ده او دا نه یوازې د د دغه چاپېریال دوام سره مرسته کوي؛ بلکې د ډېورند او حتی امو سېند پرغاړه د نورو جهادي ډلو د لا پیاوړتیا، نویو نیابتي ډلو د راټوکېدلو او په لویه کې د سیمې له بې‌ثُباتۍ سره مرسته هم کولای شي. دا هغه څه دي، چې پاکستان یې د خپل ماموریت له‌مخې او د همدې کنټرول شوي هرج‌ومرج چاپېریال د دوام په موخه په ټولې سنجیدګۍ سره غواړي.
دویم، په دغسې چاپېریال کې پاکستاني او لوېدیځ لوریو ته تر جهادي ډلو پرته بل هیڅ مشروع او نیمه‌مشروع حاکمیت هغسې محصول په لاس نه‌شي ورکولای کوم چې د یادې لوبې اوږدېدو لپاره اړین وي.
درېیم، په کنټرول شوي هرج‌ومرج چاپېریال کې ظاهراً اوضاع د ګنګسیت او پراګندګۍ په بڼه عامه ذهنیت ته تداعي کېږي؛ خو د محصول/پایلې له اړخه اوضاع په منسجم ډول تر کنټرول لاندې ساتل کېږي. کټ‌مټ لکه دا مهال چې افغان رسنیز فعالان د ګنګسیت په فضا کې د دغه چاپېریال د عناصرو — چې ټول یې د لوبې له پایلې سره مرسته کوي — د ملاتړ او نه ملاتړ مباحثو کې بوخت ساتلي.

د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: افغانستان بیا د نړۍوال تروریزم په مرکز بدلېږي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۲ GMT+۰
د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: افغانستان بیا د نړۍوال تروریزم په مرکز بدلېږي
100%

د سي‌ای‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې، چې افغانستان یو ځل بیا د ۲۰۰۱کال په څېر د نړۍوال تروریزم په مرکز بدلېږي او د طالبانو تر واک لاندې وضعیت د نړۍوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي، طالبان اغېزمن هوايي ځواک نه‌لري او د هغوی پوځي جوړښت تر ډېره د امریکا له مرستو تمویلېږي. هغې ویلي: «دوی یوازې ځکه پوځ لري چې امریکا د داعش پر ضد مبارزې په نوم مېلیاردونه ډالر ورکوي».

نوموړې ادعا کړې، چې په تېر یو کال کې داعش ډلې په زرګونه جنګیالي روزلي او نړۍواله ټولنه باید د دغه وضعیت په اړه جدي اقدام وکړي. هغې په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی: «افغانستان یو ځل بیا د نړۍوال تروریزم اډه ګرځي، باید مخکې له دې چې ناوخته شي اقدام وشي».

خو طالبانو بیا تل دغه ډول ادعاوې رد کړې دي، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او یادې ډلې د داعش ډله له‌منځه وړې ده.

ډنمارک د افغان کډوالو د اېستلو په اړه له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۴ GMT+۰
ډنمارک د افغان کډوالو د اېستلو په اړه له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي
100%

د ډنمارک حکومت په ناروې کې د طالبانو له سفارت سره د ۵۷ افغان کډوالو د اېستلو لپاره همکاري کوي. د ډنمارک ۲ ټلویزیوني چېنل د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه اړیکه یوازې «تخنیکي همکارۍ» پورې محدوده وه. ناروې ویلي، چې د همکارۍ په اسانتیا کې یې هیڅ رول نه‌لاره.

د ډنمارک د کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې ۵۷ افغانان د جرم د ترسره کولو او د پناه غوښتنې د رد کېدو له امله له ډنمارک څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. تر دې مخکې جرمني او اتریش هم د افغان کډوالو د اېستلو په موخه له طالبانو سره اړیکې نیولې وې.

ډنمارکي چارواکو ټینګار کړی، چې له طالبانو سره همکاري د یادې ډلې د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري او خبرې یې یوازې کونسلي همکاریو پورې محدودې دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انډریاس موټسفلډټ کراویک ویلي، چې په اوسلو کې د طالبانو سفارت په اصل کې د ډنمارک او ایسلنډ لپاره هم خدمات وړاندې کوي. هغه ټینګار کړی، چې ناروې د دغه هېوادونو او د طالبانو د سفارت ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې اغېزمن رول نه‌لري.

کراویک دا هم نه‌ده رد کړې، چې اوسلو به د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو طرحه عملي کړي. هغه وویل، چې دغه موضوع باید د ناروې د عدلیې او عامه امنیت وزارت وڅېړي. هغه زیاته کړه، چې د ناروې د کډوالۍ چارواکي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او ناامنو هېوادونو ته د پناه‌غوښتونکو د نه ستنولو اصل ارزوي.