• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انالینا بیربوک د طالبانو پر وړاندې نړۍ متحدانه عمل ته وهڅوله

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۱۰:۵۸ GMTتازه شوی: ۱۲:۲۵ GMT

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشرې انالینا بیربوک پر نړېوالو غږ کړې چې د طالبانو پر کړنو د سترګو پټولو وخت پای ته رسېدلی او باید د دې ډلې پر وړاندې په متحدانه ډول عمل وکړي.

بیربوک، چې په جینوا کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱مې غونډې ته وینا کوله، وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت جدي او شدید پړاو ته رسېدلی او د دغه هېواد نیمایي نفوذ چې مېرمنې دي، په مطلق ډول له ټولنې حذف شوې دي.

بل خوا په جینوا کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه ویلي چې افغانستان د دې غونډې په اجنډا کې قرار لري او د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ او همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي خپل راپورونه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به د افغانستان په تړاو یو ځانګړی ډیالوګ او پر ۲۷ مه نېټه به هراړخیز بحثونه او غونډې وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یاده غونډه نن دوشنبه د کب پر ۴مه نېټه په جینوا کې پیل شوې او دې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپله وینا کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې بشري حقونه له پراخ او بشپړ برید سره مخ دي.

هغه زیاته کړې، چې دا برید پټ او ناڅاپي نه دی، بلکې په ښکاره کیږي او ډېر ځله یې واکمن کسان مشري کوي.

ترویج لرونکی

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی
۱

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی

۲

پاکستاني پوځ ته د طالبانو خبرداری؛ دا ځل اصلي جنایتکاران چې پاکستاني نظامیان دي په نښه کوو

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

۵

د ګل بهادر مرستیال: د پاکستان حکومت طالبانو ته د «خوارج» تر نامه لاندې د «کافر» خطاب کوي

•
•
•

نور کیسې

تهران وايي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه لا پرېکنده پایلې ته نه دی رسېدلی

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۱۰:۲۰ GMT

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانداسماعیل بقایی په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه به هغه وخت رسمي اعلامیه خپره شي، چې په دې اړه وروستۍ او پرېکنده پایلې ته ورسیږي. هغه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع حاکمیتي او سیاسي مساله وبلله.

بقایي د دوشنبې په ورځ، په خپله اونیزه خبري ناسته کې په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د افغانستان او ایران اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې دي.

هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي، تمدني او دیني اړیکې څرګندې دي او «بیان ټینګار» ته اړتیا نه لري.

د هغه په وینا، د جغرافیا له مخې دواړه هېوادونه له ورته اندېښنو سره مخ دي او باید په همغږۍ د هغو پر وړاندې ګامونه واخلي. نوموړي د سرحدي ناامنۍ، د نشه يي توکو قاچاق او نورو ګډو مسایلو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې ستونزو د حل لپاره همکاري اړینه ده.

بقایي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تماسونه او تعاملات په ښه کچه روان دي.

هغه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع حاکمیتي او سیاسي مساله وبلله او ویې ویل، چې دا موضوع له پخوا راهیسې مطرح ده او هر وخت چې وروستۍ پرېکړه وشي، د بهرنیو چارو وزارت له لارې به په رسمي ډول اعلان شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو وویل، چې ایران له دې وضعیت څخه جدي اندېښنه لري، ځکه دواړه هېوادونه د ایران ګاونډیان او اسلامي هېوادونه دي او د تاوتریخوالي ډېرېدل یوازې د همدغو دوو هېوادونو تر پولو محدود نه پاتې کېږي.

هغه دغه راز وویل، «د ایران تلپاتې سپارښتنه دا ده چې دواړه لوري د خبرو اترو، زغم او ډیپلوماسۍ له لارې خپل اختلافات حل کړي».

د هغه په وینا، ایران چمتو دی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره خپلې ښې هڅې وکاروي.

طالبان: تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۶زره مټریک ټنه انتقالات شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۸:۵۸ GMT

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی،‌ په تېرې سلواغې میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۶زره او ۵۶۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۴۶۵زره او ۵۴۸ټنه، د اقینې بندر له لارې ۶۱زره او ۷۳۹ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱۳زره او ۲۱۷ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۸۶زره او ۵۶ ټنه انتقالات شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټولیز ډول په دغه انتقالاتو کې واردات او صادرات دواړه شامل وو. خبرپاڼه زیاتوي، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات جوړوي چې یوازې تېره میاشت ۲زره او ۳۵۳ ټنه صادرات شوي دي. د صادراتو ډېره برخه وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره به مناسب شرایط برابر کړي او سوداګرو ته به نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

طالبان وایي دامهال ۱۰زره بې‌سرپرسته ماشومان د دوی په روزنتونونو کې ساتل کېږي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۸:۱۸ GMT

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي، چې له ګاونډيو هېوادونو نه ستانه شوي، له خپلو کورنیو لا درکه شوي او له کوڅو او سړکونو یې تر ۱۰زره ډېر ماشومان راټول کړي او له نامعلوم برخلیک څخه یې ژغورلي دي.

هغه ویلي، دغه ماشومان په روزنتونونو کې ساتل کېږي او د ژوند ټول امکانات ورته برابر شوي دي. سمیع الله ابراهیمي زیاته کړې، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د بې‌سرپرسته، د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو او له کوره د لادرکه شویو ماشومانو اړوند تر ۵۰زره زیاتې قضیې ثبت او ورته رسېدنه شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د یادو ماشومانو خوندیتوب، د حقونو ساتنه او له کورنیو سره د بیا يو ځای کېدو بهیر یې منظم پر مخ ځي. ابراهیمي ټینګار کړی، چې د یادو ماشومانو روزنې او پالنې ته هم پاملرنه کېږي.

هغه زیاته کړې: «د بې‌سرپرسته ماشومانو قضیو ته جدي پاملرنه کېږي؛ څو یاد ماشومان د هېواد له هرې سیمې راټول، روزنتونونو ته ولېږدول شي او له نامعلوم برخلیک څخه وژغورل شي».

روسیه: په افغانستان کې شاوخوا ۲۳زره ترهګر حضور لري

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۷:۴۴ GMT

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ تر ۲۳زره ترهګر حضور لري چې له دې ډلې تر نیمایي ډېر یې بهرنيان دي. په راپور کې ویل شوي، داعش د افغانستان تر ټولو لویه ترهګره ډله ده چې شاوخوا ۳زره غړي لري.

همدارنګه د پاکستاني طالبانو تحریک شاوخوا ۵ تر ۷زره غړي، القاعده ۴۰۰ تر ۱۵۰۰، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۳۰۰ تر ۱۲۰۰، د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې اوس یې نوم د ترکستان اسلامي حزب ته بدل شوی ۱۵۰ تر ۵۰۰ او جماعت انصارالله ۱۵۰ تر ۲۵۰ غړي په افغانستان کې لري.

د راپور له مخې؛ یوازینۍ ترهګره ډله چې د طالبانو رژیم پر وړاندې فعالیت کوي، د داعش خراسان څانګه ده، چې په افغانستان کې یې روزنیزو کمپونه، اډې او ځینې پټې شبکې فعالې ساتلې دي.

دغه څانګه تر ډېره د افغانستان په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې فعالیت لري او اوږدمهاله موخه یې د منځنۍ اسیا نفوذ او د یوه اسلامي خلافت جوړول دي. خو راپور وايي، چې د بریدونو شدت او پراختیا ته په کتو د داعش خراسان څانګه د طالبانو رژیم لپاره جدي ګواښ نه‌جوړوي.

روسیه څرګندوي، چې د داعش موخه د طالبانو د حکومت په وړتیا د خلکو باور کمول او د عام نظم د ټینګښت په وړتیا کې د ستونزو رامنځته کول دي. په راپور کې ویل شوي، القاعده د افغانستان دویمه لویه ترهګره ډله ده چې له دغه هېواده د روزنیزو کمپونو د جوړولو او له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پراختیا لپاره کار اخلي.

راپور ښيي، چې د القاعده ځینې بنسټیز تاسیسات په غزني، لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان، پروان او روزګان ولایتونو کې شته. راپور زیاتوي، د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې کوچنۍ، نامنظمې او خورې ورې دي چې د طالبانو رژیم لپاره جدي ګواښ نه جوړوي. د راپور له مخې؛ هغه ډلې چې د جګړې لپاره تر ټولو ډېرې چمتو دي، د افغانستان ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه ده چې په ترتیب سره د احمد مسعود او یاسین ضیا تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو وسله‌وال مخالفین په هدفي بریدونو او ناڅاپي بریدونو تکیه کوي چې وروسته بېرته شاتګ کوي؛ د وسله‌والو مخالفینو جغرافیایي ساحه محدوده ده او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اصلي ځواکونه په پنجشېر، بدخشان او بغلان کې د طالبانو له‌خوا کلابند شوي دي.

افغانستان د نشه‌يي توکو تولیدونکی هېواد

راپور کاږي، چې له ټولو هڅو سره، سره افغانستان لاهم د نشه‌يي توکو تولیدونکی هېواد پاتې دی. که څه هم د سنتي نشه‌یي توکو تولید کم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو پراختیا د اندېښنې وړ ده.

روسیې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو د دفتر د راپور په حواله ویلي، چې د ۲۰۲۴کال تر پایه پورې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د میت‌امفیتامین کشف د ۲۰۲۳کال د دریمې ربعې پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

راپور وايي، میت‌امفیتامین اوس د افغانستان تر ټولو زیات کشف شوي نشه‌يي توکي دي چې له هېواده بهر موندل شوي دي.

له ایران او پاکستان نه ۶۵۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۵:۵۴ GMT

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۵۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. په راپور کې راغلي، چې په همدې ورځ ۱۱۳۰ نورې کورنۍ بیا خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.

یاد کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۸، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۰، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۱ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۶۱ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې. طالبانو زیاته کړې، چې له دغه ستنو شویو کډوالو سره یې مرستې هم کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې. بل‌خوا په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لېږلي لیک کې له اسلام‌اباد نه غوښتنه کړې، چې د روژې او اختر په ورځو کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وځنډوي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.