شهباز شریف د قطر امیر په بلنه په دوه ورځني سفر دوحې ته ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف به د فبرورۍ له ۲۳مې تر ۲۴مې نېټې پورې قطر ته رسمي سفر وکړي. د یاد وزارت په وینا، په دغه سفر کې به د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، د بنسټیزو پروژو پراختیا او د کاري ځواک د لېږلو په برخه کې تړونونه وشی.
