• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ په شل اوریز نړۍوال جام کې ویسټ‌انډیز زیمبابوې ته ماتې ورکړه

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۰

د ویسټ‌انډیز کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال د شل اوریز نړۍوال جام د غوره اتو پړاو په خپله لومړۍ لوبه کې زیمبابوې ته د ۱۰۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا لوبه د دې سیالیو د لومړۍ ډلې برخه وه چې په هند کې ترسره شوه.

ویسټ‌انډیز د دې بریا په ترلاسه کولو د خپلې ډلې د جدول په سر کې ځای واخیست.

زیمبابوې د پچې له ګټلو وروسته د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. ویسټ‌انډیز په لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۴ منډې وکړې او د دغه پړاو یو له ټولو لوړو نمرو څخه یې ثبت کړ.
په دې ترڅ کې، شیمرون هټ‌مایر په خپلې یرغلیزې او حساب شوې لوبې سره په ۳۴ توپونو ۸۵ منډې جوړې کړې او د دې بریا په ترلاسه کولو کې یې بنسټیز رول ولوباوه. نوموړی نه یوازې د خپلې لوبډلې غوره توپ‌وهونکی و، بلکې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم په خپل نوم کړه.
په ورته وخت کې بیا زیمبابوې په ۱۷.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۱۴۷ منډې یې جوړې کړې. د براډ اوانس پرته چې ۴۳ منډې یې کړې وې، د دې لوبډلې نور توپ‌وهونکي ونه توانېدل چې د ویسټ‌انډیز د توپ‌اچوونکو پر وړاندې مقاومت وکړي.
د توپ‌اچونې په برخه کې ګوډاکش موتي د څلورو ویکټو په اخیستو سره د توپ‌اچوونکو ترمنځ د میدان غوره څېره وه او د زیمبابوې د لوبغاړو په سوځولو کې یې مهمه ونډه لرله.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

افغانستان له سریلانکا سره د شل اوریزو او یو ورځنیو کرېکټ سیالیو کوربه توب کوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰
افغانستان له سریلانکا سره د شل اوریزو او یو ورځنیو کرېکټ سیالیو کوربه توب کوي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړې، چې افغانستان به د راتلونکې مارچ میاشتې له ۱۳مې نېتې څخه په متحده عربي اماراتو کې د سریلانکا کرېکټ لوبډلې سره د سپین توپ(شل اوریزو او یو ورځنیو) سیالیو کوربه وي.

کرېکت بورډ زیاتوي، چې دغه لړۍ به د مارچ په ۱۳مه په شارجه کې د دریو شل اوریزو نړیوالو لوبو په ترسره کېدو پیل شي. وروسته به درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه په دوبۍ کې وشي.

دواړو لوبډلو وروستی ځل د ۲۰۲۴کال په لومړیو کې مخامخ سیالۍ کړې وې، هغه مهال د افغانستان لوبډلې سریلانکا ته سفر کړی و، اوپه هغه لړۍ کې سریلانکا د یو ورځنیو لوبو لړۍ۳–۰ وکټله او د شل اوریزو لړۍ یې ۲–۱ په خپل نوم کړه.

د افغانستان کرېکت بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي چې دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې افغانستان په دوه اړخیزه لوبلړۍ کې د سریلانکا کوربه‌توب کوي.

بل خوا د سریلانکا کرېکټ اجرایوي مشر اشلي ډی سلوا هم دا سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي چې دا به لومړی ځل وي چې سریلانکا د افغانستان په کوربه‌توب ترتیب شوې دوه اړخیزه لوبلړۍ کې برخه اخلي.

خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۰
خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو
100%

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې برازیلي روزونکی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د یاد فدراسیون له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نوموړي د معرفي کېدو مراسم، نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) په کابل کې ترسره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، نوګیرا د افغانستان د فټبال فدراسیون سره یو کلن تړون لاسلیک کړی او ټاکل شوې ده، چې په همدې موده کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشري پر غاړه ولري.

تر دې وړاندې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنه د وینچنزو البرتو پر غاړه وه، چې د ایټالیا اوسېدونکی دی.

د فوټبال فدراسیون هیله څرګنده کړې، چې د نوي روزونکي په ټاکل کېدو سره به د افغانستان ملي لوبډله وکولای شي په راتلونکو سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې ښه پایلې ترلاسه کړي او د هېواد د فوټبال لوبې کچه به لوړه کړي.

د کرېکټ ملي لوبډلې په خوست کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبلړۍ لپاره تمرینات پیل کړل

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۵ GMT+۰
د کرېکټ ملي لوبډلې په خوست کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبلړۍ لپاره تمرینات پیل کړل
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د کرېکټ ملي لوبډلې او الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکې شل اوریزې او پنځوس اوریزې لوبلړۍ لپاره په خوست کې تمرینات پیل کړي دي.

د یادې ادارې په وینا، د تمریناتو کمپ د فبروري په ۶مه نېټه په رحمت‌ولي مسرور کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ کې پیل شوی او تر فبروري ۲۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.

کرېکټ بوډ زیاته کړې، په دې کمپ کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړي ګډون لري او تمرینونه د لوبډلې د بشپړ چمتووالي لپاره په منظمه توګه روان دي.

افغان کرکټ بورډ همدارنګه ویلي چې د مارچ میاشتې په دویمه لسیزه کې به په متحده عربي اماراتو کې د سریلانکا کوربه‌توب لاندې رسمي لوبلړۍ ترسره شي، او د لوبو رسمي نېټې او لوبغالي به ډېر ژر اعلان شي.

د یوې میاشتې لپاره؛ د افغانستان په څو نورو ولایتونو کې هم ورزشي فعالیتونه وځنډول شول

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۰۵ GMT+۰
د یوې میاشتې لپاره؛ د افغانستان په څو نورو ولایتونو کې هم ورزشي فعالیتونه وځنډول شول
100%

د تخار ولایت د ورزش برخې چارواکو له‌خوا د ورزشي فعالیتونو د ځنډولو په اړه د رسمي مکتوب او فرمان له خپرېدو وروسته، اوس په کندوز او هرات ولایتونو کې هم د سیالیو او ورزشي فعالیتونو د ځنډولو رسمي مکتوبونه خپاره شوي دي.

په دغه ولایتونو کې هم چارواکو د یوې میاشتې لپاره د ورزشي فعالیتونه د ځنډولو امر کړی دی. هغه لیک چې د کندوز ولایت د المپیک، بدني روزنې او سپورت ریاست له‌خوا خپور شوی په‌کې راغلي، چې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورت ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د عمومي اجرایوي مدیریت او د امر بالمعروف د قانون پلي کولو پلاوي د لارښوونې پربنسټ ټولو فدراسیونونو، کلبونو او ورزشي لوبغالو ته خبر ورکول کېږي چې د روژې تر پایه پورې د هر ډول سیالیو د ترسره کېدو مخه ونیسي.

دارنګه د هرات ولایت د المپیک او بدني روزنې ریاست له‌خوا په یوه رسمي اعلامیه کې په ټولو ولسوالیو کې سپورتي فدراسیونونو، کلبونو او لوبغاړو ته لارښوونه شوې چې د لمانځه پرمهال خپل تمرینونه ودروي.
د دغه اعلامیې په یوه بله برخه کې ټینګار شوی، چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي د فدراسیون ټولې سیالۍ او ورزشي لوبغالي به د یادې میاشتې تر پایه وتړل شي. لاتر اوسه د درېیو ولایتونو مکتوبونه خپاره شوي او داسې ښکاري، چې دغه حکم په عمومي ډول د هېواد ټولو ولایتونو ته لېږل شوی دی.

100%
100%

طالبانو په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا د سپورټي سیالیو اجازه ورکړه

۱ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۰
•
عبدالله همیم
طالبانو په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا د سپورټي سیالیو اجازه ورکړه
100%

د طالبانو له‌خوا په ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو بندیز په اړه د افغانستان انټرنشنل- پښتو له راپور وروسته، دغې ډلې په هلمند کې په مشروط ډول د شپې له‌خوا سپورټي لوبو ته اجازه ورکړه.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدني روزنې ولایتي مسوولینو ته د یوه مکتوب په لېږلو سره امر کړی و، چې د «رمضان جام» کرېکټ سیالۍ به نه‌ترسره کوي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل، د تراوېح لمونځ قضا کېدل بللي وو.

په ورژه کې پر سپورټي سیالیو د طالبانو د بندیز په تړاو د افغانستان انټرنشنل- پښتو د راپور له خپرېدو وروسته، تازه افغانستان انټرنشنل- پښتو په هلمند کې د طالبانو د والي امان‌الدین منصور هغه مکتوب تر لاسه کړی، چې د شپې له‌خوا سپورټي لوبو ته په مشروط ډول اجازه ورکړل شوې ده.

په مکتوب کې لیکل شوي: «د هلمند د ورزشکارانو غوښتنه، وايي زموږ سیالۍ د روژې په خاطر بندې سوي دي، نو د ولایت مقام له طرفه تر تراوېحو وروسته د سیالۍ اجازه سته، تر تراوېحو یو ساعته وروسته».

100%

سرچینو ویلي، چې ورزشي سیالیو ته په دې شرط اجازه ورکړل شوې، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین به پر ټولو لوبغالو څارنه کوي او د تراوېح لمونځ پر وخت هغو کسانو ته چې پر لوبو بوخت وي، سزا ورکړل شي.

تر دې مخکې په هلمند کې ګڼو ورزشکارانو او د کرېکټ لوبغاړو د طالبانو له‌خوا د شپې له لوري د کرېکټ او نورو ورزشي سیالیو په اړه بندیز ته غبرګونونه ښودلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په ولایتونو کې د ټینېس، کرېکټ، فوټسال او فوټبال سیالۍ ترسره کېږي او په یادو سیالیو کې سلګونه لوبغاړي او مینه‌وال یې ګډون کوي.