• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په پنجګور کې د وسله والو په برید کې ۶ تنه وژل شوي او دوه موټر سوځول شوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، چې د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالۍ په دستک سیمه کې نامعلومو وسله والو شپږ کسان وژلي او دوه موټر یې سوځولي دي. ځايي رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې د پيښې نور جزئیات لا روښانه نه دي، خو سیمې ته پولیس رسېدلي دی.

پولیسو ویلی، چې له پيښې وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.

له وژل شوو کسانو څخه دوه تنهد داود او فیض محمد په نومونو پېژندل شوي دي او د پاتې څلورو کسانو هویت نه دی روښانه شوی او نه هم د پيښې انګېزه تر دې دمه معلومه ده.

د پاکستان امنیتي ادارو په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسله والې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امریکا د سوریې له «قصرک» پوځي اډې نه د خپلو ځواکونو اېستل پیل کړل

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۶ GMT+۰

د سوریې دریو پوځي او امنیتي سرچینو ویلي چې امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د سوریې په حسکه ولایت کې له خپلې سترې اډې قصرک څخه د وتلو بهیر پیل کړی دی. د عیني شاهدانو په وینا، لسګونه لارۍ چې ځینو یې زغره‌وال ګاډي لېږدول، سهار له قصرک اډې څخه ووتلې.

دا ګام داسې مهال اخېستل کیږي، چې په دمشق کې د امریکا متحد حکومت هڅه کوي په سیمه کې خپل کنټرول ټینګ کړي.

که له قصرک اډې وتل بشپړ شي، بیا هم د امریکا په مشرۍ ایتلاف به د عراق پولې ته نږدې په رمیلان کې خپله اډه وساتي.

قصرک د اسلامي دولت ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د عملیاتو مهم مرکز و.

امریکايي ځواکونه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په سوریه کې مېشت وو او د کُردانو په مشرۍ د سوریې له دموکراتیکو ځواکونو سره یې د داعش ډلې پر ضد همکاري کوله.

د سوریې د دفاع وزارت او د سوریې دموکراتیکو ځواکونو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

امریکا له لبنان څخه د خپل سفارت لسګونه کارکوونکي واېستل

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۰

اسراییلي ټلویزوني شبکې «کان» راپور ورکړی، چې امریکا په لبنان کې د خپل سفارت لسګونه تنه کارکوونکي له دغه هېواده وایستل. لبناني رسنیو هم ویلي، چې واشنګټن خپل لسګونه کسان د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.

همدارنګه لبناني ټلویزون «ایل بي سي اې» هم ویلي، چې په بیروت کې د امریکا سفارت د احتیاطي اقدام په توګه خپل لسګونه کارکوونکي د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.

د باخبره سرچینو په وینا، دغه اقدام د سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره شوی، په ځانګړي ډول که امریکا پر ایران برید وکړي، نو یاد کارکوونکي به د تهران له متقابل ځواب څخه خوندي واوسي.

تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په لبنان کې د امریکا سفارت ښايي ډېر ژر په یوې اعلامیې کې د دې اقدام جزییات او احتمالي پایلې روښانه کړي.

شهباز شریف د قطر امیر په بلنه په دوه ورځني سفر دوحې ته ځي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف به د فبرورۍ له ۲۳مې تر ۲۴مې نېټې پورې قطر ته رسمي سفر وکړي. د یاد وزارت په وینا، په دغه سفر کې به د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، د بنسټیزو پروژو پراختیا او د کاري ځواک د لېږلو په برخه کې تړونونه وشی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې سفر کې به شهباز شریف د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا سفر د قطر د امیر په بلنه کېږي.

له شهباز شریف سره په دې سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او نور وزیران ملتیا کوي.

قطر هغه هېواد دی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستيو کړکېچونو پر مهال یې د اوربند په برخه کې مهم رول درلود خو اوس یو ځل بیا دا اوربند مات شوی دی او پاکستان دوه شپې وړاندې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې هوايي بریدونه ورکړل.

زېلېنسکي: پوتین د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل کړی او اوکراین د مخنیوي کرښه ده

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کړنې د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل ګڼل کېږي او اوکراین اوس د هغه د پراخې جګړې د مخنیوي لومړۍ کرښه ده.

زېلېنسکي ټینګار کړی، چې موخه یې د روسیې د بریا مخنیوی نه‌؛ بلکې پر خلکو د روسیې د غوښتنو تپل او د خپل ژوند د بڼې بدلولو ته د هغوی اړ اېستل دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر اېکس پاڼه په خپل یادښت کې څرګنده کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په عملي توګه د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل کړی دی.

هغه لیکلي: «پوښتنه دا ده، چې هغه څومره ځمکه نیولی شي او څنګه یې مخه ونیسو؟ نه د دې لپاره چې روسیه بریالۍ نه‌شي؛ بلکې د دې لپاره چې روسیه غواړي خپلې غوښتنې په خلکو وتپي او د خلکو ژوند داسې بدل کړي، چې د هغوی په خوښه نه‌وي».

زېلېنسکي ټینګار کړی: «زه باور لرم، چې پوتین لا دمخه جګړه پیل کړې او موږ د دې هڅه کوو، چې دغه جګړه پراخه او نړۍواله نه‌شي. نن ورځ موږ د هغه د پرمختګ مخنیوي لومړۍ کرښه یو».
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او نړۍواله ټولنه د دواړه خواوو د کړنو په اړه اندېښنې څرګندوي.

امریکايي رسنۍ: د پنجشنبې خبرې تر احتمالي برید مخکې د ایران لپاره وروستی فرصت بلل شوی

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۰

«اکسیوس» د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د روانو خبرو اترو هڅه د ایران لپاره وروستی فرصت دی؛ څو د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره هوکړې ته ورسېږي، که نه امریکا به پراخ پوځي عملیات پیل کړي چې ښایي علي خامنه‌‌یي هم په نښه کړي.

ټاکل شوې، چې د خبرو نوی پړاو پنجشنبه (د کب په ۷مه) په جېنوا کې ترسره شي. د راپور له مخې؛ یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي (د حوت په ۳مه) ویلي، که ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې روښانه او مشخص وړاندیز وړاندې کړي؛ نو امریکايي مذاکره کوونکي چمتو دي چې د پنجشنبې په ورځ په جېنوا کې نوې خبرې پيل کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ټرمپ اداره د تهران د وړاندیز مسودې ته په تمه ده. راپور زیاتوي، سټیو وېټکاف او جرد کوشنر چې ډونالډ ټرمپ ته یې د پوځي برید له امر مخکې د ډیپلوماسۍ د فرصت ورکولو سپارښتنه کړې؛ په پام کې لري چې د ایران له لوري د وړاندیز د لېږلو په صورت کې (د حوت په ۷مه) جېنوا ته ولاړ شي.

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې دواړه لوري ښايي د هر اړخیز اټومي تړون تر لاسلیک مخکې د یوې لنډمهاله هوکړې پر سر خبرې وکړي.