• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا له لبنان څخه د خپل سفارت لسګونه کارکوونکي واېستل

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۱۴:۱۹ GMT

اسراییلي ټلویزوني شبکې «کان» راپور ورکړی، چې امریکا په لبنان کې د خپل سفارت لسګونه تنه کارکوونکي له دغه هېواده وایستل. لبناني رسنیو هم ویلي، چې واشنګټن خپل لسګونه کسان د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.

همدارنګه لبناني ټلویزون «ایل بي سي اې» هم ویلي، چې په بیروت کې د امریکا سفارت د احتیاطي اقدام په توګه خپل لسګونه کارکوونکي د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.

د باخبره سرچینو په وینا، دغه اقدام د سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره شوی، په ځانګړي ډول که امریکا پر ایران برید وکړي، نو یاد کارکوونکي به د تهران له متقابل ځواب څخه خوندي واوسي.

تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په لبنان کې د امریکا سفارت ښايي ډېر ژر په یوې اعلامیې کې د دې اقدام جزییات او احتمالي پایلې روښانه کړي.

ترویج لرونکی

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی
۱

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی

۲

پاکستاني پوځ ته د طالبانو خبرداری؛ دا ځل اصلي جنایتکاران چې پاکستاني نظامیان دي په نښه کوو

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

۵

د ګل بهادر مرستیال: د پاکستان حکومت طالبانو ته د «خوارج» تر نامه لاندې د «کافر» خطاب کوي

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف د قطر امیر په بلنه په دوه ورځني سفر دوحې ته ځي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۱۱:۰۱ GMT

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف به د فبرورۍ له ۲۳مې تر ۲۴مې نېټې پورې قطر ته رسمي سفر وکړي. د یاد وزارت په وینا، په دغه سفر کې به د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، د بنسټیزو پروژو پراختیا او د کاري ځواک د لېږلو په برخه کې تړونونه وشی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې سفر کې به شهباز شریف د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا سفر د قطر د امیر په بلنه کېږي.

له شهباز شریف سره په دې سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او نور وزیران ملتیا کوي.

قطر هغه هېواد دی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستيو کړکېچونو پر مهال یې د اوربند په برخه کې مهم رول درلود خو اوس یو ځل بیا دا اوربند مات شوی دی او پاکستان دوه شپې وړاندې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې هوايي بریدونه ورکړل.

زېلېنسکي: پوتین د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل کړی او اوکراین د مخنیوي کرښه ده

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۶:۳۴ GMT

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کړنې د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل ګڼل کېږي او اوکراین اوس د هغه د پراخې جګړې د مخنیوي لومړۍ کرښه ده.

زېلېنسکي ټینګار کړی، چې موخه یې د روسیې د بریا مخنیوی نه‌؛ بلکې پر خلکو د روسیې د غوښتنو تپل او د خپل ژوند د بڼې بدلولو ته د هغوی اړ اېستل دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر اېکس پاڼه په خپل یادښت کې څرګنده کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په عملي توګه د درېیمې نړۍوالې جګړې پیل کړی دی.

هغه لیکلي: «پوښتنه دا ده، چې هغه څومره ځمکه نیولی شي او څنګه یې مخه ونیسو؟ نه د دې لپاره چې روسیه بریالۍ نه‌شي؛ بلکې د دې لپاره چې روسیه غواړي خپلې غوښتنې په خلکو وتپي او د خلکو ژوند داسې بدل کړي، چې د هغوی په خوښه نه‌وي».

زېلېنسکي ټینګار کړی: «زه باور لرم، چې پوتین لا دمخه جګړه پیل کړې او موږ د دې هڅه کوو، چې دغه جګړه پراخه او نړۍواله نه‌شي. نن ورځ موږ د هغه د پرمختګ مخنیوي لومړۍ کرښه یو».
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او نړۍواله ټولنه د دواړه خواوو د کړنو په اړه اندېښنې څرګندوي.

امریکايي رسنۍ: د پنجشنبې خبرې تر احتمالي برید مخکې د ایران لپاره وروستی فرصت بلل شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۴:۵۶ GMT

«اکسیوس» د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د روانو خبرو اترو هڅه د ایران لپاره وروستی فرصت دی؛ څو د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره هوکړې ته ورسېږي، که نه امریکا به پراخ پوځي عملیات پیل کړي چې ښایي علي خامنه‌‌یي هم په نښه کړي.

ټاکل شوې، چې د خبرو نوی پړاو پنجشنبه (د کب په ۷مه) په جېنوا کې ترسره شي. د راپور له مخې؛ یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي (د حوت په ۳مه) ویلي، که ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې روښانه او مشخص وړاندیز وړاندې کړي؛ نو امریکايي مذاکره کوونکي چمتو دي چې د پنجشنبې په ورځ په جېنوا کې نوې خبرې پيل کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ټرمپ اداره د تهران د وړاندیز مسودې ته په تمه ده. راپور زیاتوي، سټیو وېټکاف او جرد کوشنر چې ډونالډ ټرمپ ته یې د پوځي برید له امر مخکې د ډیپلوماسۍ د فرصت ورکولو سپارښتنه کړې؛ په پام کې لري چې د ایران له لوري د وړاندیز د لېږلو په صورت کې (د حوت په ۷مه) جېنوا ته ولاړ شي.

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې دواړه لوري ښايي د هر اړخیز اټومي تړون تر لاسلیک مخکې د یوې لنډمهاله هوکړې پر سر خبرې وکړي.

د اوکراین په توغندیزو بریدونو کې د روسیې د بلګورود ولایت د انرژۍ سیستم زیانمن شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۰:۳۵ GMT

د روسیې د بلګورود والي ویلي، چې د اوکراین په پراخو توغندیزو بریدونو کې د دغه ولایت د انرژۍ سیسټم زیانمن شوی، چې له امله یې د ګڼو اوسېدونکو د برېښنا، تودوخې او اوبو رسولو خدمات له خنډ سره مخ شوي دي.

د روسیې د بلوګوردو والي ویاچسلاف ګلادکوف په ټېلګرام کې لیکلي، چې اوکراین په توغندیزو بریدونو کې د دوشنبې په سهار وختې د یاد ولایت د انرژۍ سیستم په نښه کړ، چې له امله یې د یاد ولایت د برېښنا، تودوخې او اوبو سیستم زیانمن شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: «دا برید خورا پراخ و، د بلګورود ښار چې د اوکراین له پولې ۴۰ کیلومتره لرې دی په نښه شوی او شاوخوا سیمې هم په نښه شوې دي».

نوموړي د اوکراین په توغندیزو بریدونو کې د زیانونو کره کچه نه ده په ډاګه کړې.

په مکسیکو کې د نشه‌يي توکو یو لوی کاروباري ال‌منچو وژل شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۰:۱۶ GMT

د مکسیکو چارواکي وايي، د نشه‌يي توکو یو لوی کاروباري «نیمیسیو اوسېګیرا» چې په «ال‌منچو» مشهور وو، په یوه پوځي عملیاتو کې ووژل شو. مکسیکو د امریکا د احتمالي مداخلې له ګواښونو وروسته د نشه‌يي توکو پر کاروبریانو فشار زیات کړی دی.

د مکسیکو دفاع وزارت ويلي، د مکسیکو په لوېدیځ ایالت جالیسکو کې د یکشنبې په ورځ (د کب ۳مه) د نشه‌يي توکو یاد کاروباري لومړی په یوې نښته کې ټپي او وروسته مکسیکو ښار ته د هوايي انتقال پر مهال ومړ.

دغه وزارت ویلي، د یاد کس د نیولو لپاره امریکا ورسره معلومات شریک کړي وو. له دغو عملیاتو وروسته تاوتریخوالی راوپارېده او په څو ایالتونو کې لویې لارې وتړل شوې او یو شمېر موټر هم وسوځول شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لېنډاو د اوسېګیرا وژل کېدل د امریکا او مکسیکو لپاره لوی پرمختګ بللی دی.

د نشه‌يي توکو دغه لوی کاروباري «نیمیسیو اوسېګیرا» چې په «ال‌منچو» مشهور وو، پخوا د پولیسو افسر وو.