• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید په اړه د امريکا د لوی درستيز مخالفت رد کړ

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي اقدام په اړه د متحده ایالاتو د پوځ د لوی درستیز جنرال ډنیل کین د مخالفت راپورونه «سل په سلو کې ناسم» وبلل او ټینګار یې وکړ، چې له تهران سره د جګړې یا هوکړې په اړه پرېکړه د ده په واک کې ده.

ټرمپ د دوشنبې په مازدیګر (د کب ۴مه) زیاته کړه، جنرال کین چې د ایران د اټومي پروګرام پر ضد د برید قومانده پر غاړه لرله، په دې باور دی چې د پوځي اقدام په صورت کې به دغه جګړه «په اسانۍ د ګټلو وړ» وي.
د امریکا ولسمشر هغه رسنۍ چې دا معلومات یې خپاره کړي «جعلي خبري رسنۍ» وبللې او زیاته یې کړه: «جنرال کین هېڅکله د ایران پر وړاندې د اقدام نه کولو په اړه خبرې نه دي کړې او ان د هغو ساختګي محدودو بریدونو په اړه یې هم څه نه دي ویلي چې زه یې په اړه لولم. هغه یوازې یو شی پېژني او هغه دا چې څنګه بریا خپله کړي او که امر ورته وشي، هغه به تر ټولو وړاندې وي او مشري به یې هم خپله وکړي».
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې غوره ګڼي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ چې که هوکړه ونه‌شي، «هغه ورځ به د دغه هېواد او په ډېرې خواشینۍ سره د هغوی د خلکو لپاره یوه خورا بده ورځ وي».

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اکسیوس په خپل یوه راپور کې وویل چې د امريکا د پوځ د ګډو ځواکونو لوی درستيز د دغه هېواد ولسمشر او لوړپوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی، چې پر ايران پوځي بريد کولای شي جدي او درانه ګواښونه ولري. د راپور له‌مخې، هغه ويلي دي چې دا ډول ګام به امريکا په يوه اوږده جګړه کې ښکېله کړي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

امریکا له لبنان څخه د خپل سفارت لسګونه کارکوونکي واېستل

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۰
امریکا له لبنان څخه د خپل سفارت لسګونه کارکوونکي واېستل
100%

اسراییلي ټلویزوني شبکې «کان» راپور ورکړی، چې امریکا په لبنان کې د خپل سفارت لسګونه تنه کارکوونکي له دغه هېواده وایستل. لبناني رسنیو هم ویلي، چې واشنګټن خپل لسګونه کسان د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.

همدارنګه لبناني ټلویزون «ایل بي سي اې» هم ویلي، چې په بیروت کې د امریکا سفارت د احتیاطي اقدام په توګه خپل لسګونه کارکوونکي د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.

د باخبره سرچینو په وینا، دغه اقدام د سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره شوی، په ځانګړي ډول که امریکا پر ایران برید وکړي، نو یاد کارکوونکي به د تهران له متقابل ځواب څخه خوندي واوسي.

تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په لبنان کې د امریکا سفارت ښايي ډېر ژر په یوې اعلامیې کې د دې اقدام جزییات او احتمالي پایلې روښانه کړي.

یو کس چې غوښتل یې د ټرمپ استوګنځي ته له اجازې پرته ننوځي وژل شوی

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰
یو کس چې غوښتل یې د ټرمپ استوګنځي ته له اجازې پرته ننوځي وژل شوی
100%

د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي، چې مامورانو یې یو شل کلن کس هغه مهال په ډزو وواژه، چې نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استوګنځي خوندي ساحې ته د «غیرقانوني ننوتلو» هڅه کوله.

د «این بي سي نیوز» د راپور له مخې، یاده پېښه د امریکا په وخت د یکشنبې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه د فلوریډا ایالت په ویسټ پام بیچ ښار کې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مهال په واشنګټن کې حضور لري.

امریکايي چارواکو تر اوسه د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۰
پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، نړیوالو فشارونو او کورنیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي، چې د ایران حکومت به د دغو ننګونو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي.

هغه د نړیوالو فشارونو او ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل: «د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو.»

پزشکیان همداراز د ایران د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ دنده لرو چې هغه ټپونه چې د ټولنې پر بدن لګېدلي، بېرته ورغوو.»

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې دا هېواد له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او سیاسي فشارونو سره مخ دی، او چارواکي هڅه کوي د خلکو باور وساتي او د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰
د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې
100%

د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مار‌ي‌اګنس اشترک‌زیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ماري اګنس ویلي چې هغه په ښکاره ډول د ایراني ډیپلوماتانو د اخراج د غوښتنې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې هغه کسان چې د ترور او ځپنې تنظیم او ملاتړ کوي، باید له عادي ډیپلوماتیکو اړیکو برخمن نه شي.

نوموړې زیاته کړې چې د اروپايي هېوادونو له لوري باید د ایران پر وړاندې قاطع او روښانه دریځ خپل شي، څو د دې هېواد له لوري د امنیتي ګواښونو او احتمالي اقداماتو مخه ونیول شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیاسي اختلافاتو او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. اروپايي چارواکو مخکې هم د ایران د امنیتي بنسټونو پر ځینو غړو بندیزونه لګولي او د بشري حقونو او امنیتي مسایلو په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.

ایران له ټرمپ څخه د ۳۲ زره کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د ثبوت غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰
ایران له ټرمپ څخه د ۳۲ زره کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه د ثبوت غوښتنه کړې
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ګواکې په ایران کې ۳۲زره کسان وژل شوي دي. عراقچي، ټرمپ ته ویلي چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره باید اسناد وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې،چې د ایران حکومت د وروستیو اعتراضونو د وژل شویو کسانو ۳۱۱۷نومونه خپاره کړي، چې په کې شاوخوا ۲۰۰کسان د امنیتي ځواکونو غړي دي. عراقچي ټینګار وکړ: «که څوک زموږ د معلوماتو د کره والي په اړه شک لري، نو باید د اسنادو پر اساس خبرې وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ په یوې وینا کې ویلي و چې په ایران کې، په یوه نسبتاً لنډه موده کې، ۳۲زره کسان وژل شوي دي. هغه د ایران د وضعیت په اړه وویل چې خلک د دې هېواد له مشرانو سره «ډېر توپیر لري.»

دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو پر اختلاف او د وروستیو اعتراضونو د شمېر په اړه د شخړې نښه ګڼل کېږي.