• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېنېټ د پاکستان بریدونو کې د افغان ملکي وګړو او ماشومانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ تر دوو ورځو وروسته د افغانستان په یو شمېر سیمو باندې د پاکستان د بریدونو په تړاو څرګندونې کړې دي. هغه وایي، دغو بریدونو کې د ماشومانو او ملکي وګړو پر وژل کېدو سخت خواشینی شوی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې پاکستان او طالبان باید له یو بل سره له زغم څخه کار واخلي او د نړۍوال قانون اطاعت دې وکړي. هغه همداراز ټینګار کړی، چې په دغه روان کړکېچ کې باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دوه شپې وړاندې پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ او د ننګرهار د خوږیاڼو تر څنګ په بهسودو او غني خېلو ولسوالیو کې یو شمېر سیمې بمبار کړې دي. د بهسودو په ګردي کڅ سیمه کې پاکستاني بې‌پېلوټه الوتکو د ملکي وګړو یو کور بمبار کړی، چې په‌کې یې ۱۷ تنه ملکي وګړي وژلي دي. دغو وژل شویو کې ۸تنه ماشومان او همداراز یو شمېر ښځې هم شاملې دي.

دې برید په کور دننه د طالبانو د مخالفینو او موافقینو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. دا بریدونه ډېری پخوانیو افغان چارواکو او سیاستوالو د افغانستان پر حریم او ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی دی. د طالباو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی، چې په مناسب وخت کې به په مناسبه توګه د دغو بریدونو ځواب پاکستان ته ورکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اصف دُرانی: زه د پاکستان له هوايي بریدونو خوښ نه یم

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې ویلي، پر کابل واکمنو طالبانو بله لاره نه وه پرېښې، نو ځکه پرې هوايي برید وشو. هغه زیاتوي، چې دی په دغو بریدونو خوښ نه دی.

د هغه په وینا، افغان طالبان ښایي د «ټي‌ټي‌پي» د کنټرول توان ونه‌لري او یا هم په قصدي ډول نه غواړي چې د دغه ډلې د فعالیتونو مخه ډب کړي. نوموړي وویل: «تر اوسه پورې افغان طالبانو هغه کړنې نه دي غندلي چې د ټي‌ټي‌پي له لوري په پاکستان کې ترسره شوي دي». دا پاکستانی ډیپلوماټ وایي، دی فکر نه کوي چې افغان طالبان دې اوس د اسلام‌اباد دوستان وي.

د هغه په خبره: «د طالبانو په لیکو کې داسې کسان شته چې هغوی د طالبانو سر سخته مخالفین دي». د نوموړي په وینا، دی فکر نه کوي، چې پر کابل واکمن دې د چا دوستان وي، بلکې دغه ډله هر چا سره د خپلو ګټو له‌مخې اړیکې ساتي او که یې په‌کې ګټې نه وي؛ نو ورسره یې نه پالي.

اصف دُراني وویل، چې په افغانستان کې بدلون په افغانانو پورې تړلې مسله ده. له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې له دغه پاکستاني ډېپلوماټ څخه د هېواد پر بېلابېلو ولایتونو د هوایي بریدونو په تړاو پوښتنه وشوه چې ایا پاکستان په‌کې خپلې موخې ته ورسېد: «۷بریدونه ټول‌ټال شوي چې ۶یې هدف ته رسېدلي او متاسفانه په یو کې نور زیانونه هم وو».

د هغه په وینا، لا تر اوسه پورې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دروازې نه دي بندې شوي او له دغه ډلې سره د اسلام‌اباد یوازینۍ مسله د «ټي‌ټي‌پي» اړوند ده. هغه له طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې پرته له ګاونډیو ژوند سخت دی او پرته له پاکستان څخه د دې ډلې ژوند ستونزمن دی.

دُراني ټینګار کړی، چې د پاکستان او افغانستان د امنیت لپاره ښې اړیکې خورا اړینې دي. نوموړی همداراز زیاتوي، چې تر اوسه پورې یې د طالبانو خلاف د هېواد دننه نظامي او سیاسي مخالفین ډېر نه دي حس کړي.

دا لوړپوړی پاکستانی ډېپلوماټ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې وړمه شپه پاکستان د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په یو شمېر سیمو هوایي بمبارۍ وکړې، چې لسګونه ملکي وګړو ته یې په‌کې مرګ‌ژوبله واړوله. طالبانو هم د دغه بریدونو د غچ اخیستنې ګواښونه کړي‌ دي.

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب په قاید اعظم میډيکل کالج کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، ځايي پولیسو نن د یاد کالج افغان محصلان د ویزو د مودې ختمېدو له امله نیولي او د اېستنې له ګواښ سره مخ دي. دغه محصلان وايي، د ویزو د تمدید لپاره یې نوم لیکنه کړې خو لا هم تر پروسس لاندې دي.

پاکستان له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د افغان محصلانو په ګډون د ټولو مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید چارې درولې دي او له دې سره د زده‌کړیالانو په ګډون ګڼ افغانان له ستونزو سره مخ شوي دي.

تازه په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان له ورته برخلیک سره مخ شوي دي. په دغه کالج کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، نن سهار (دوشنبه د کب ۴مه) ځايي پولیس یاد کالج ته ورغلي او په‌کې ټول هغه افغان زده‌کړیالان چې د ویزو موده یې ختمه شوې نیولي او د توقیف مرکز ته یې لېږدولي دي.

د افغان زده‌کړیالانو د نیولو بهیر
100%
د افغان زده‌کړیالانو د نیولو بهیر

د دغه کالج یوه افغان محصل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي: «موږ هر یوه مو له اتو میاشتو ان تر یو کال مخکې د ویزو د تمدیدېدو لپاره نوم لیکنه کړې او تر اوسه تر پروسس لاندې دي او رد شوي نه‌دي».

دغه محصلان زیاتوي، ځينې داسې محصلین هم شته چې سبا ته یې ازموینه ده او د پولیسو له لوري توقیف شوي او که چېرې خپلو ازموینو ته ونه‌رسېږي، نو یو کال زحمت به یې په سیند لاهو شي.

دوی وايي، ځايي پولیسو ورته ګواښ کړی چې په زوره یې افغانستان ته ستنوي او په وینا یې: «که داسې وشي، نو زموږ زده‌کړې به نیمګړې پاتې شي او دوی [پاکستان] زموږ له برخلیک او ان راتلونکې سره لوبې کوي».

په توقیف کې افغان زده‌کړیالان وايي، په اسلام‌اباد کې یې هم د طالبانو له سفارت څخه د همدې ستونزې د حل غوښتنه کړې، خو په وینا یې، چې طالبانو هم ورته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی او ورته یې د دواړو لوریو د اړیکو د خرابېدو یادونه کړې ده.

د پنجاب په کالجونو کې افغان زده‌کړیالان د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د ویزو د تمدید بهیر دې پیل کړي، څو دوی هم په قانوني توګه دغه هېواد کې واوسېږي او خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

سره له دې، چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې له کوم دلیل پرته په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی، د یاد کالج د افغان محصلانو د دغې ستونزې په تړاو یې هم تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې دمګړی یوازې د پنجاب د کالجونو په طب څانګه کې څه باندې ۲۴۰ افغان محصلین پر زده‌کړو بوخت دي.

افغانستان ته د بېلاروس د تیلو صادرات په بې‌ساري ډول ډېر شوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۰

په کابل کې د روسیې سوداګریز مرکز وایي، چې بېلاروس په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ټولټال ۳۸۱ زره ټنه تیلي محصولات صادر کړي، چې دا د تېر کال په پرتله ۲۳ ځله زیاتوالی ښیي. په ورته وخت کې له ایران څخه افغانستان ته د تیلو صادرات په پراخه کچه کم شوي دي.

دغه مرکز، نن دوشنبه د کب په ۲مه نېټه راپور ورکړی، چې بېلاروس په ۲۰۲۴م کال کې یوازې ۱۶ زره ټنه تیلي محصولات صادر کړي وو، خو د افغانستان د سونتوکو نوي معیارونه، چې د ټیټ اکتان بنزین(۸۰- ای اې) او د لوړ سلفر ګازوییل واردات یې ممنوع کړل، د تیلو افغان بازارونه یې د بېلاروس پر لور مات کړي دي.

د دې بدلون له امله له ایران څخه د تیلو واردات په پراخه کچه کم شوي او افغانستان خپل واردات د بدیل عرضه کوونکو لکه بېلاروس او روسیې پر مایع ګازو متمرکز کړي دي.

د روسیې د تیلو او اوبلنو ګازو د ادارې راپور ښیي چې له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې یې د اوبلن ګاز صادرات د مرکزي اسیا او افغانستان لپاره نږدې دوه برابره زیات شوي، چې ټولیزه اندازه یې له یو میلیون او ۱۶زره ټنو څخه ډېره ده.

دغه بدلون د اروپایي ټولنې په وروستیو محدودیتونو پورې تړلی، چې د روسیې د اوبلنو ګازو پر وارداتو یې په ډسمبر کې محدودیتونه ولګول. په پایله کې، مسکو د خپلو صادراتو یوه برخه د مرکزي اسیا او افغانستان بازارونو ته واړوله، او د تیلو په نړیوال بازار کې یې د بدلونونو اغېز ښکاره شو.

نیویارک ټایمز: لس زره افغان کومانډویان په امریکا کې بې برخلیکه پراته دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۰

نیویارک ټایمز خبر ورکړی، چې شاوخوا لس زره افغان کمانډویان چې د "صفري قطعو" غړي وو، اوس مهال په متحده ایالاتو کې له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د یوه افغان له ډزرو وروسته د صفري قطعو د ځواکونو د پناه غوښتلو بهیر هم ځنډول شوی.

په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوه سرتېرو د یوه افغان له ډزرو وروسته د افغانانو او صفري قطعو د ځواکونو د پناه غوښتلو بهیر ځنډول شوی دی.

نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ د پخواني افغان حکومت په وخت کې د صفري قطعې غړي، محمد اقبال زماني د ژوند کیسه خپره کړې، چې له ننګونو د هغه د ډک ژوند اړخونه انځوروي.

محمد اقبال، چې اوس مهال د کالیفورنیا دایل کاجون په یوه هوټل کې د تخنیکي خدماتو کارمند په توګه کار کوي، ویلي، چې د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د تېر کال ډزې کوونکی رحمان الله لکڼوال د جمهوري حکومت په وخت کې د صفري قطعې غړی و.

اقبال په ۲۰۱۷ کال کې په کندهار کې له صفر درې قطعې سره یوځای شو. هغه په ​​پیل کې ژباړونکی و خو وروسته د مرستیال او بیا د قطعې د مشر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان له سقوط سره، د صفري یونټونو غړي د کابل هوايي ډګر ته ولیږدول شول، او بالاخره شاوخوا لس زره یې د دوی د کورنۍ له شل زره زیاتو غړو سره یوځای امریکا ته اېستل شوي دي.

متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته دوی ته "لنډمهاله بشري حیثیت" ورکړل شو خو تر اوسه یې پناه نه ده ترلاسه کړې.

اوس ډېری دغو کسانو د پناه غوښتنې یا کډوالۍ ځانګړو ویزو غوښتنه کړې ده خو د واشنګټن د ډزو له پېښې وروسته، د پناه غوښتنې او ځانګړي ویزې ټول غوښتنلیکونه او د صفري قطعاتو د غړو قضیې ځنډولې دي.

د صفري قطعو یو بل پخواني سرتېري موسی نیویارک ټایمز ته وویل:«که موږ دایمي قانوني حیثیت ونه لرو، موږ نشو کولای کار وکړو. ډیری یې بې کاره دي.»

نوموړي وویل، چې نن ورځ ډیری دا سرتیري، چې د امریکا په تر ټولو اوږده جګړه کې یې کلونه په افغانستان کې جګړې کړې، له نیول کیدو او شړل کېدو وېره لري.

موسی وویل: «دوی حتا ارامه خوب هم نشي کولی.»

طالبانو د کابل په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې د تراویح لمونځونو لپاره ۳۴۰۰ قاریان ګومارلي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې په روانه ژوره کې د کابل ښار د ۲۲ ناحیو په ګډون د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د تراویح لمونځونو لپاره ۳۴۰۰ تنه قاریان د ازموینې له لارې ګومارل شوي دي.

د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن دوشنبه، د کب ۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د کابل ښار د ناحیو او ټولو ولایاتو لپاره د شرعي معلوماتو او فلکي حساباتو پر اساس د روژه ماتي او پیشلمي مهالویشونه ترتیب، چاپ او وېشل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د جوماتونو د منبرونو له لارې د جمعې په خطبو کې د روژې د فضیلتونو او مسایلو بیانولو ځانګړې لړۍ هم پیل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په ۴۱۱ لویو نظامي مرکزونو کې د قران کریم د ترجمې او د تفسیر دورې پیل شوې دي چې ملي راډیو تلویزیون له لارې هم په دواړو ملي ژبو په ژوندۍ بڼه خپریږي.