• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګل بهادر مرستیال: د پاکستان حکومت طالبانو ته د «خوارج» تر نامه لاندې د «کافر» خطاب کوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۰

د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د اتحاد المجاهدین مرستیال مولوي صادق نور داوړ په یوه غږیز پیغام کې ویلي، پاکستان د خوارجو تر نامه لاندې طالبانو ته د «کافر» خطاب کوي. هغه د دیني عالمانو په استناد خوارج د دین له دایرې بهر ګڼلي او وايي، «پاکستان د خوارجو په نامه په کوزه کې سمندر ځای کړی».

د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د اتحاد المجاهدین شورا مرستیال مولوي صادق نور په خپل غږیز پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ، د فبروري پر ۲۳مه خپور شوی، ویلي چې د دوی ډله او د پاکستان خلاف نور جنګېدونکي وسله‌وال طالبان د شریعت د ټینګښت لپاره مبارزه کوي او عقیده یې له خوارجو سره بشپړ توپیر کوي.

نوموړي د خوارجو او حنفي مذهبو ترمنځ پر توپیرونو له دیني اړخه دلایل وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې خوارج د سترو علماوو په نزد د اسلام له دایرې څخه بهر دي او د هغوی او د طالبانو په عقیده او نظریاتو کې ډېر تفاوت دی.

نوموړي دغه راز خپلو جنګیالیو ته روښانه کړې، چې د پاکستان پوځ د خوارجو تر نامه لاندې دوی ته د «کافرانو» خطاب کوي او د دې اصطلاح تر نامه لاندې یې سمندر په کوزه کې ځای کړی چې د ده په وینا، شاته بل پیغام لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو نظریه د خوارجو نه ده او نه هم د هغوی په څېر اعمال لري.

مولوي صادق نور په دغه غږیز پیغام کې د پاکستان پر پوځ د خوارجو تور لګولی او وايي، چې «مدرسې، علما او دیني مراکز په نښه کوي».

د پاکستان د اتحاد المجاهدین شورا د مرستیال دغه پیغام داسې مهال دی، چې د پاکستان پوځ، حکومت او رسنۍ په دې وروستیو کې په بلوچستان کې جنګېدونکو بلوڅ جنګیالیو ته د «فتنه الهند» او پاکستاني طالبانو ته د «خوارج الهند» اصطلاحات کاروي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

په لکي مروت کې د انعام الله خان پر کور د ډرون څـرخـکو بـریـدونـه شوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۹ GMT+۰
 په لکي مروت کې د انعام الله خان پر کور د ډرون څـرخـکو بـریـدونـه شوي
100%

په لکي مروت کې د مروت او بیټني قبیلو د غورځنګ مشر انعام الله خان وايي، چې پر کور او مېلمستون یې د ډرون څرخکو درې بریدونه شوي دي. نوموړي د پاکستان پر پوځ او استخباراتو نیوکې کړې، چې دا ډرون څرخکې څوک پورته کوي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې ډرون څرخکو یې پر کور او مېلمستون درې بریدونه کړي دي.

هغه په دې ویډیو کې د پاکستان پر پوځ او څارګرو ادارو تور لګولی، چې د وسله والو جنګیالیو ملاتړ کوي.

انعام الله خان په سیمه کې د طالبانو خلاف د مروت او بیټنو له قبیلو د جوړ قومي غورځنګ مشري کوي.

له دې وړاندې هم پر نوموړي څوځله بریدونه شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې پر پوستې او امبولانس برید کې درې تنه وژل شوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰
د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې پر پوستې او امبولانس برید کې درې تنه وژل شوي
100%

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د بهادرخېل سيمې په درګاه شهیدان سیمه کې د پاکستان سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوسته د ډرون څرخکې په برید کې د ټپي شویو نظامیانو پر لېږدوونکو امبولانسونو ډزې شوې او درې تنه پکې وژل شوي.

په کرک ولسوالۍ کې امنیتي سرچینو ویلي، چې د ډرون څرخکې له برید وروسته ټپیان د روغتون پر لور په امبولانس کې لېږدول کېدل، خو په لاره کې وسله‌والو کسانو پرې له کمین نه ډزې کړې دي او درې تنه یې پکې وژلي دي.

په دغه برید کې پنځه تنه ټپیان شوي هم دي.

دغو سرچینو ادعا کړې، چې وسله‌والو د ډزو پر مهال دوو امبولانسونو ته اور هم اچولی چې له کبله یې دواړه امبولانسونه بشپړ سوځېدلي دي.

سهیل اپریدي په تیرا کې د ملکي وګړو وژنه د پاکستان امنیتي ځواکونو «بې‌کفایتي» بللې

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۶ GMT+۰
سهیل اپریدي په تیرا کې د ملکي وګړو وژنه د پاکستان امنیتي ځواکونو «بې‌کفایتي» بللې
100%

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په تیرا دره کې د څلورو ملکي وګړو وژل او د پنځو نورو د ټپې کېدو پېښه غندلې او په خېبر ولسوالۍ کې یې د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا ملکي‌ تلفات «د بې‌کفایتۍ او ناتوانۍ» پایله یاده کړې.

هغه د یادې پېښې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي: «یو ځل بیا په تیرا کې بې‌ګناه خلک د امنیتي ځواکونو له‌خوا په نښه شول. زه دا غندم، څلور بې‌ګناه ملکي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. دغه ملکي تلفات هلته د ګومارل شوو امنیتي سرتېرو د بې‌کفایتۍ له امله رامنځته شوي دي».

نوموړي زیاته کړې، چې صوبايي حکومت د قربانیانو د کورنیو ملاتړ کوي او په غم کې یې شریک دی. ورته مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په تیرا کې د ملګي وګړو وژنه خواشینوونکې یاده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د شنبې په ورځ ناوخته د خېبرپښتونخوا په تیرا کې د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمیو د لګېدو په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د دغې پېښې په غبرګون کې د سیمې اوسېدونکو پراخ لاریون پیل کړ او د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د یوه وژل شوي کس مړی یې د اعتراض په توګه په باړه بازار کې پر سړک اېښی و.

په تیرا کې د هاوان مرمیو د لګېدو له امله ۵ ملکیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰
په تیرا کې د هاوان مرمیو د لګېدو له امله ۵ ملکیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د شنبې په ورځ ناوخته د خېبرپښتونخوا په تیرا کې د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمیو د لګېدو په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

سرچینو افغاستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د شنبې په ورځ ناوخته د خېبرپښتونخوا په تیرا دره کې له نامعلوم لوري څخه د هاوان څو مرمۍ د ملکي کسانو پر کورونو او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لګېدلي دي، چې له امله یې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچینو ویلي، چې د هاوان یوه مرمۍ پر یوه موټر لګېدلې چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغې پېښې په غبرګون کې د سیمې اوسېدونکو پراخ لاریون پیل کړی او د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د یوه وژل شوي کس مړی یې د اعتراض په توګه په باړه بازار کې پر سړک اېښی دی.

لاریون کووونکي وايي، حکومت دې په خېبرپښتونخوا کې د ثبات او خلکو ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي او په یاده سیمه کې دې د ملکي بې‌ګناه کسانو د وژلو مخه ونیسي.

د خېبرپښتونخوا حکومت تر اوسه د یادې پیښې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تازه اقدامات پیل شوي دي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۰
په پېښور کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تازه اقدامات پیل شوي دي
100%

له خیبر پښتونخوا څخه سرچینې وایي چې په پېښور ښار کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په دوام، ګڼې استوګنیزې او سوداګریزې سیمې سروې شوې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر په دغو سیمو کې عملیات پیل شي.

د سرچینو په وینا، د سروې اسناد راټول او د ضلعې ادارې او قانون پلي کوونکو ارګانونو ته سپارل شوي دي. راپورونه ښيي چې په سروې شویو سیمو کې هغه ځایونه شامل دي چې افغانان پکې اوسیږي یا کاروبارونه لري.

ویل کېږي، په دغه سروې‌ کې هغه کسان هم شامل دي چې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو شک پرې کیږي.

د سروې شویو سیمو په نوملړ کې زریاب کالوني، افغان کالوني، نوازاباد، یوسف‌اباد، کارپوریشن کالوني، فیصل کالوني او غریب‌اباد شاملې دي.

چارواکو ویلي چې عملیات به ښايي د شپې ناوخته یا سهار وختي ترسره شي، څو د هر ډول احتمالي مقاومت مخه ونیول شي.

هغوی ټینګار کړی چې له ناقانونه مېشتو کسانو سره به قانوني چلند کېږي او هغه کسان چې د قانوني استوګنې اسناد لري، له عملیاتو مستثنا دي.

په ورته وخت کې، یو شمېر راپورونه څرګندوي چې له پاکستانه د افغانانو ستنېدل جبري بڼه لري او د ایستلو پر مهال ځینو کسانو ته د پیسو، جامو او ضروري توکو د انتقال اجازه نه ده ورکړل شوې. همداراز، په ځینو پېښو کې د پولیسو د فزیکي چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. خو پاکستاني چارواکي وایي، اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د افغانانو د ایستلو پر مهال به د بشري حقونو له اصولو سره سم او انساني چلند کوي.