• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

پاکستان او نیابتي پوځ؛ په افغانستان کې د کنټرول شوي هرج‌و‌مرج چاپېریال متصدي

شاپور ژمن
شاپور ژمن

د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو پخوانی رییس

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۴:۲۲ GMT

پر افغانستان د پاکستان بریدونه د هر هغه افغان چې د وطن‌پرستۍ او ملت‌پالنې رګونه یې بدن کې غځېدلي وي؛ هم یې قهرولای او هم یې د زمانې په حال ژړولای شي. هوښیارانه چاره به دا وي، چې رېښه‌ یې وپلټو.

زموږ ماتې او راپرځېدنې په وار، وار تر ذره‌بیني عینکو راتېرې او د لویو قدرتونو د سیاسي هژمونۍ په نقشو کې یې وپلټوو.

په سیمه، بیا افغانستان کې د پاکستان نقش په سیاسي - استخباراتي لحاظ د لوېدیځ هژمونیکې ښکېلتیا پورې تړاو لري. معنا، شرقي او شمالي اسیا کې د لوېدیځ اغېز د ساتلو لپاره په افغانستان کې د کنټرول شوي هرج‌ومرج تاکتیک له لسیزو راهیسې کار ورکړی. مجاهدین یې د غیر متجانس استخباراتي کلسټر په بڼه ایجاد کړل، افغان‌دولت یې پرې راوپرځاوه او د ورځې په پای کې یې د همدې کنټرول شوي هرج‌ومرج د چاپېریال له بطنه طالبان وزېږول. په افغانستان کې یې د لوېدیځ ۲۰ کلن فزیکي حضور سره هم‌مهاله د جهادي اېکوسیستم دستګاه په پاکستان کې فعاله وساتله. د ترهګرۍ پر وړاندې په اصطلاح جګړه د هېواد په کلیو او بانډو کې تکتیکي کړای شوه؛ ترڅو په پاکستان کې ستراتېژیک جهادي چرخش ته افغان احساسات او انرژي تدارک شي.

د یادې حافظې په راتازه کولو سره دغې پوښتنې ته ځواب اسانه کېږي، چې پاکستان ولې په داسې وخت کې چې په کابل کې د دوی په خوښه او مرسته رژیم حاکم دی پر افغانستان بریدونه کوي؟

ځواب دا دی چې:
لومړی په کنټرول شوي هرج‌ومرج چاپېریال کې د ډلو پر دریځ او ماهیت نه؛ بلکې د چاپېریال پر ماهیتي پایلې سنجش په کار دی. د ډلو دریځ، رول او اغېز په دغسې چاپېریال کې کنټرول شوی وي او د پایلې د ترلاسه کولو په موخه بیا - بیا مهنډسي، له‌منځه تللی او لارې ته سوق کېدلای شي؛ خو پایله هماغسې ثابته وي، لکه زموږ د هېواد ۵۰ کلن ناورین. د دغه چاپېریال د لا تشدید لپاره ظاهراً د پاکستاني طالبانو پرسر د طالبانو رژیم او پاکستان د اړیکو ترېنګلتیا نه تصادف دی، نه د نظریاتو - افکارو اختلاف، نه په اصطلاح نمک‌حرامي، نه طالب رژیم ته د واک د ساتلو اړتیا او مجبوریت او نه هم د طالبانو د پالیسیو او عمل‌کرد محصول.
دغه مدیریت شوې ترېنګلتیا د همدې چاپېریال اړتیا ده او دا نه یوازې د د دغه چاپېریال دوام سره مرسته کوي؛ بلکې د ډېورند او حتی امو سېند پرغاړه د نورو جهادي ډلو د لا پیاوړتیا، نویو نیابتي ډلو د راټوکېدلو او په لویه کې د سیمې له بې‌ثُباتۍ سره مرسته هم کولای شي. دا هغه څه دي، چې پاکستان یې د خپل ماموریت له‌مخې او د همدې کنټرول شوي هرج‌ومرج چاپېریال د دوام په موخه په ټولې سنجیدګۍ سره غواړي.
دویم، په دغسې چاپېریال کې پاکستاني او لوېدیځ لوریو ته تر جهادي ډلو پرته بل هیڅ مشروع او نیمه‌مشروع حاکمیت هغسې محصول په لاس نه‌شي ورکولای کوم چې د یادې لوبې اوږدېدو لپاره اړین وي.
درېیم، په کنټرول شوي هرج‌ومرج چاپېریال کې ظاهراً اوضاع د ګنګسیت او پراګندګۍ په بڼه عامه ذهنیت ته تداعي کېږي؛ خو د محصول/پایلې له اړخه اوضاع په منسجم ډول تر کنټرول لاندې ساتل کېږي. کټ‌مټ لکه دا مهال چې افغان رسنیز فعالان د ګنګسیت په فضا کې د دغه چاپېریال د عناصرو — چې ټول یې د لوبې له پایلې سره مرسته کوي — د ملاتړ او نه ملاتړ مباحثو کې بوخت ساتلي.

ترویج لرونکی

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی
۱

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی

۲

پاکستاني پوځ ته د طالبانو خبرداری؛ دا ځل اصلي جنایتکاران چې پاکستاني نظامیان دي په نښه کوو

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

۵

د ګل بهادر مرستیال: د پاکستان حکومت طالبانو ته د «خوارج» تر نامه لاندې د «کافر» خطاب کوي

•
•
•

نور کیسې

د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: افغانستان بیا د نړۍوال تروریزم په مرکز بدلېږي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۳:۳۲ GMT

د سي‌ای‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې، چې افغانستان یو ځل بیا د ۲۰۰۱کال په څېر د نړۍوال تروریزم په مرکز بدلېږي او د طالبانو تر واک لاندې وضعیت د نړۍوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي، طالبان اغېزمن هوايي ځواک نه‌لري او د هغوی پوځي جوړښت تر ډېره د امریکا له مرستو تمویلېږي. هغې ویلي: «دوی یوازې ځکه پوځ لري چې امریکا د داعش پر ضد مبارزې په نوم مېلیاردونه ډالر ورکوي».

نوموړې ادعا کړې، چې په تېر یو کال کې داعش ډلې په زرګونه جنګیالي روزلي او نړۍواله ټولنه باید د دغه وضعیت په اړه جدي اقدام وکړي. هغې په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی: «افغانستان یو ځل بیا د نړۍوال تروریزم اډه ګرځي، باید مخکې له دې چې ناوخته شي اقدام وشي».

خو طالبانو بیا تل دغه ډول ادعاوې رد کړې دي، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او یادې ډلې د داعش ډله له‌منځه وړې ده.

ډنمارک د افغان کډوالو د اېستلو په اړه له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۲:۲۴ GMT

د ډنمارک حکومت په ناروې کې د طالبانو له سفارت سره د ۵۷ افغان کډوالو د اېستلو لپاره همکاري کوي. د ډنمارک ۲ ټلویزیوني چېنل د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه اړیکه یوازې «تخنیکي همکارۍ» پورې محدوده وه. ناروې ویلي، چې د همکارۍ په اسانتیا کې یې هیڅ رول نه‌لاره.

د ډنمارک د کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې ۵۷ افغانان د جرم د ترسره کولو او د پناه غوښتنې د رد کېدو له امله له ډنمارک څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. تر دې مخکې جرمني او اتریش هم د افغان کډوالو د اېستلو په موخه له طالبانو سره اړیکې نیولې وې.

ډنمارکي چارواکو ټینګار کړی، چې له طالبانو سره همکاري د یادې ډلې د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري او خبرې یې یوازې کونسلي همکاریو پورې محدودې دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انډریاس موټسفلډټ کراویک ویلي، چې په اوسلو کې د طالبانو سفارت په اصل کې د ډنمارک او ایسلنډ لپاره هم خدمات وړاندې کوي. هغه ټینګار کړی، چې ناروې د دغه هېوادونو او د طالبانو د سفارت ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې اغېزمن رول نه‌لري.

کراویک دا هم نه‌ده رد کړې، چې اوسلو به د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو طرحه عملي کړي. هغه وویل، چې دغه موضوع باید د ناروې د عدلیې او عامه امنیت وزارت وڅېړي. هغه زیاته کړه، چې د ناروې د کډوالۍ چارواکي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او ناامنو هېوادونو ته د پناه‌غوښتونکو د نه ستنولو اصل ارزوي.

جاوېد امیرخېل: له نړۍوالو په جدي توګه غواړم چې نور په افغانستان کې له بې‌پايلو لوبو تېر شي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۱:۲۹ GMT

افغان نوموتي سندرغاړي جاوېد امیرخېل پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د بریدونو له امله د قربانیانو کورنیو سره له غمشریکۍ سربېره د نړۍ له لویو قدرتونو او سازمانونو غوښتي، چې نور دې په افغانستان کې له هغو لوبو تېر شي چې هېڅ پای نه‌لري او افغان خاوره دې د لابراتوار په توګه نه‌کاروي.

جاوېد امیرخیل په خپله فېسبوک‌پاڼه پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د وړمې شپې (شنبه د کب ۲مه) د هوايي بریدونو په غبرګون ویلي، د پاکستان په دې بریدونو کې یوازې کورونه نه‌دي نړېدلي، بلکې «انسانیت او وقار» تر پښو لاندې شوی دی. د هغه په وینا، هغه ماشومان چې لا په زانګوګانو کې زنګېدل د باروتو په لمبو کې لولپه شول.

د امیرخېل په باور، افغانان د پردیو سیاستونو قرباني شوي او وايي: «زه د یوه هنرمند او د دې خاورې د بچي په توګه د نړۍ له لویو قدرتونو او نړۍوالو سازمانونو څخه په جدي توګه غواړم چې نور په افغانستان کې له هغو لوبو تېر شي چې هېڅ پای نه‌لري! دا خاوره د لابراتوار په څېر مه کاروئ او د خپلو ګټو لپاره د بې دفاع انسانانو وینه مه تویوئ»

دغه افغان سندرغاړی همداراز وايي: «دا جګړه زموږ نه‌ده، خو قرباني یې له بده مرغه موږ بې‌ګناه ولسونه یو... له نړۍ غواړم چې د افغانانو د ژوند ارزښت وپېژني. موږ هم د نورو انسانانو په څېر د ارام ژوند او د خپلو ماشومانو د خنداوو حق لرو».

هغه په پای کې هیله څرګنده کړې: «په وطن دې نور د مينې او انسانيت لمر راوخېژي، چې لوڼې مو په‌کې زده‌کړې وکړي، لويان او ځوانان مو پرته د هېچا له ډاره په خپله خوښه ژوند وکړي».

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۲۳:۵۲ GMT

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت پخواني سلاکار ادریس ستانکزي پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون ویلي، د جمهوریت هر هغه چارواکی چې په هره پلمه د طالبانو ننګه کوي «خاین» دی.

پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې بریدونو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو سیاستوالو او د نظر خاوندانو غبرګونونه ښودلي دي؛ ځینو د طالبانو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی، خو ځینو نورو بیا د طالبانو له نوم اخیستو پرته د واکمنې ادارې ملاتړ کړی او هغوی یې د یادو بریدونو ځواب ویلو ته هڅولي دي.

خو د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو پخواني سلاکار ادریس ستانکزي یادو لیدلورو ته په غبرګون کې پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «د جمهوریت هر چارواکی او مامور چې په هره بهانه د طالبانو دفاع او ننګه کوي، بې‌شرفه او غدار دی».

په ورته مهال، طالبانو هم د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر ملي حریم څرګند تېری او د نړۍوالو قوانینو او ګاونډیتوب اصولو خلاف اقدام بللی دی او دوی همداراز وايي، چې په دغو بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

طالبان وايي په فاریاب او پکتیکا کې پر نږدې ۳۵۰۰ کورنیو مرستې ووېشل شوې

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۲۳:۴۷ GMT

طالبان وايي، په فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې پر ۳۴۴۳ کورنیو د یوې اندازې نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه. طالبان وايي، دغه مرستې د بشري موسسو له لوري برابرې شوې وې.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د کب ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د فاریاب په خان چهارباغ او قرمقول ولسوالیو کې له ۳ زره او ۴۳ کورنیو سره هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانیو ورکړل شوې دي. دغه اداره وايي، دا مرستې چې ټولټال ۸ میلیون او ۸۲۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ کېږي د یوې هنګري موسسې له لوري برابرې شوې وې.

له دې سره سم، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغاني سره میاشت ټولنه وايي، د پکتیکا په نعمت‌اباد ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ بې‌وزلو کورنیو ۳۸ اعشاریه ۲ ټُنه خوراکي توکي وېشل شوې دي.

هرې کورنۍ ته ۹۵ اعشاریه ۵ کیلوګرامه اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا، مالګه، خرما او چای ورکړل شوي دي.