امریکا د سوریې له «قصرک» پوځي اډې نه د خپلو ځواکونو اېستل پیل کړل

د سوریې دریو پوځي او امنیتي سرچینو ویلي چې امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د سوریې په حسکه ولایت کې له خپلې سترې اډې قصرک څخه د وتلو بهیر پیل کړی دی. د عیني شاهدانو په وینا، لسګونه لارۍ چې ځینو یې زغرهوال ګاډي لېږدول، سهار له قصرک اډې څخه ووتلې.
