• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مسکو هوايي ډګرونه چې د اوکراین د ډرون بریدونو له وېرې تړل شوي وو بېرته فعال شول

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۱ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس وايي، د یکشنبې په ماسپښین د مسکو پر لور د اوکرایني بې‌پيلوټه الوتکو د روانېدو له وېرې د مسکو ټول هوايي ډګرونه وتړل شول، خو د ډرون بریدونو له دفع کېدو وروسته د یکشنبې په ماښام ټول هوايي ډګرونه بېرته خپل عادي حالت ته وګرځېدل.

د رویټرز د راپور له‌مخې، د یکشنبې په ماسپښین ۳ بجې له اوکراین څخه ۲۴ بې‌پیلوټه الوتکې د مسکو پر لور روانې شوې وې؛ خو د بریدونو له شنډېدو شاوخوا ۵ ساعته وروسته د مسکو ټولو هوايي ډګرونو بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

د روسیې د دفاع وزارت بیا ویلي، په همدې موده کې یې د مسکو شاوخوا سیمو او همداراز د روسیې د مرکزي سیمو پر لور روانې ۱۳۰ بې‌پيلوته الوتکې رانسکورې کړې دي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین په توغندیزو بریدونو کې د روسیې د بلګورود ولایت د انرژۍ سیستم زیانمن شوی

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۰
د اوکراین په توغندیزو بریدونو کې د روسیې د بلګورود ولایت د انرژۍ سیستم زیانمن شوی
100%

د روسیې د بلګورود والي ویلي، چې د اوکراین په پراخو توغندیزو بریدونو کې د دغه ولایت د انرژۍ سیسټم زیانمن شوی، چې له امله یې د ګڼو اوسېدونکو د برېښنا، تودوخې او اوبو رسولو خدمات له خنډ سره مخ شوي دي.

د روسیې د بلوګوردو والي ویاچسلاف ګلادکوف په ټېلګرام کې لیکلي، چې اوکراین په توغندیزو بریدونو کې د دوشنبې په سهار وختې د یاد ولایت د انرژۍ سیستم په نښه کړ، چې له امله یې د یاد ولایت د برېښنا، تودوخې او اوبو سیستم زیانمن شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: «دا برید خورا پراخ و، د بلګورود ښار چې د اوکراین له پولې ۴۰ کیلومتره لرې دی په نښه شوی او شاوخوا سیمې هم په نښه شوې دي».

نوموړي د اوکراین په توغندیزو بریدونو کې د زیانونو کره کچه نه ده په ډاګه کړې.

په مکسیکو کې د نشه‌يي توکو یو لوی کاروباري ال‌منچو وژل شوی

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۰
په مکسیکو کې د نشه‌يي توکو یو لوی کاروباري ال‌منچو وژل شوی
100%

د مکسیکو چارواکي وايي، د نشه‌يي توکو یو لوی کاروباري «نیمیسیو اوسېګیرا» چې په «ال‌منچو» مشهور وو، په یوه پوځي عملیاتو کې ووژل شو. مکسیکو د امریکا د احتمالي مداخلې له ګواښونو وروسته د نشه‌يي توکو پر کاروبریانو فشار زیات کړی دی.

د مکسیکو دفاع وزارت ويلي، د مکسیکو په لوېدیځ ایالت جالیسکو کې د یکشنبې په ورځ (د کب ۳مه) د نشه‌يي توکو یاد کاروباري لومړی په یوې نښته کې ټپي او وروسته مکسیکو ښار ته د هوايي انتقال پر مهال ومړ.

دغه وزارت ویلي، د یاد کس د نیولو لپاره امریکا ورسره معلومات شریک کړي وو. له دغو عملیاتو وروسته تاوتریخوالی راوپارېده او په څو ایالتونو کې لویې لارې وتړل شوې او یو شمېر موټر هم وسوځول شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لېنډاو د اوسېګیرا وژل کېدل د امریکا او مکسیکو لپاره لوی پرمختګ بللی دی.

د نشه‌يي توکو دغه لوی کاروباري «نیمیسیو اوسېګیرا» چې په «ال‌منچو» مشهور وو، پخوا د پولیسو افسر وو.

نیویارک ټایمز: ټرمپ پر ایران د پراخ پوځي برید په لټه کې دی

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۰
نیویارک ټایمز: ټرمپ پر ایران د پراخ پوځي برید په لټه کې دی
100%

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې که مذاکرات یا لومړنی هدفي برید ایران د امریکا غوښتنو منلو ته اړ نه‌کړي، نو په راتلونکو میاشتو کې به د ایران د مشرانو له واکه د لرې کولو په موخه پر دغه هېواد خورا لوی برید په پام کې ونیسي.

ټاکل شوې، چې امریکا او ایران به د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې درېیم پړاو اټومي مذاکرات پیل کړي او داسې ښکاري، چې دا به پر ایران د پوځي اقدام د مخنیوي لپاره د مذاکراتو وروستی پړاو وي.

خو نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي، چې ټرمپ د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کې د ایران پروړاندې د اقداماتو پر انتخابونو غور کوي.

د ټرمپ سلاکارانو ویلي، چې نوموړي په راتلونکو ورځو کې پر ایران د یوه لومړني برید ترسره کولو ته لېوالتیا ښودلې، ترڅو د ایران مشران پوه کړي چې د اټومي وسلو له جوړولو لاس پر سر شي، خو په دې اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د راپورونو له مخې، په پام کې نیول شویو هدفونو کې د سپاه پاسداران له مرکزي دفتره نیولې د ایران تر اټومي مرکزونو او د بالسټیک توغندیو تر پروګرام پورې ټول شامل دي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، چې ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې که په یادو ګامونو هم تهران د هغه غوښتې ونه‌مني، نو په روان کال کې به د علي خامنه‌يي د راپرځولو لپاره د پوځي برید امکان هم په پام کې ونیسي.

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۰
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي
100%

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو به د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي.

تر هغه وروسته چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ د درېیم پړاو اټومي مذاکراتو د پیلېدو خبر ورکړ، رویټرز اژانس ویلي چې ایران له امریکا سره هوکړې ته د رسېدو لپاره په خپل اټومي پروګرام کې د نویو امتیاززونو ورکړې ته چمتو دی؛ خو په دې شرط چې پر ایران اقتصادي بندیزونه لغوه شي او د سوله‌ییز اټومي غني کولو په برخه کې د تهران حق په رسمیت وپېژندل شي.

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو د درېیم پړاو له تایید وروسته، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې هېواد یې په سیمه کې سولې او ثبات ته ژمن دی او له امریکا سره وروستۍ خبرې اترې له «هڅوونکو نښو» سره مل وې.

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو تېره اوونۍ په جنیوا کې ترسره شو، خو لا هم دواړه لوري کومې مطلوبې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

یونېسف: د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې ۲،۵ میلیونه ماشومان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۰
یونېسف: د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې ۲،۵ میلیونه ماشومان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) د بې‌ځایه شویو اوکرایني ماشومانو په اړه ژوره اندېښه ښودلې او وايي، چې پر اوکراین د روسیې له برید راهیسې ۲،۵ میلیونه اوکرایني ماشومان له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوي دي.

یونېسف پر اوکراین د روسیې د برید د څلورو کلونو د پوره کېدو په درشل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جګړې له امله د بې‌ځایه شویو ماشومانو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي: «د اوکراین د جګړې له پیل څخه څلور کاله تېرېږي، خو لا هم له ۲،۵ میلیونو څخه ډېر ماشومان بې‌ځایه شوي دي چې ډېری یې څو ځلې تېښتې ته اړ شوي دي».

یونېسف ویلي، چې د جګړې له امله ځپل شوي ماشومان چې په اوکراین او ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي، روغتیايي، خوراکي او تعلیمي مرستې رسوي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې یوځل بیا غږ کړی، چې د جګړې اړخونه دې د ملکیانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ته‌ ډېره پاملرنه وکړي.