• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بغلان کې پر درنو کارونو له بوختو ۶۰۰ ماشومانو سره نغدي مرسته وشوه

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۰

طالبان وايي، په بغلان کې له ۶۰۰ هغو ماشومانو سره چې پر درنو کارونو بوخت و، مرسته وشوه. په دغه ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، دغه مرستې د اکتید موسسې له لوري برابرې شوې دي.

د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس نصرت‌الله پارسا د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) وویل، دغو ماشومانو ته چې په ملاتړ مرکز کې پر زده‌کړو بوخت دي، د اکتید موسسې له لوري هر یوه ته یې ۱۴۷۰ افغانۍ ورکړل شوي او مجموعي مرستې ۸ سوه او ۸۲ زره افغانیو ته رسېدې.

دغه ماشومان یادې مرستې ډېرې کمې بولي او له نورو مرستندویانو غواړي، چې په دې سړه هوا او روژې میاشت کې ورسره مرستې وکړي.

له دې سره سم، نصرت‌الله پارسا په دې روانه روژه کې د اړمنو د اړتیاوو ډېرېدو ته په اشارې له دولتي او همداراز بهرنیو مرستندویه موسسو غوښتي، چې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو ستونزو ته په کتو نورې مرستې هم برابرې کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په سرپل کې له څه باندې ۶ زره کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د سرپل په مرکز او ولسوالیو کې له ۶ زره او ۲۴۷ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. دغه مرستې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري برابرې او د طالبانو او یوې بلې موسسې له لوري ووېشل شوې.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو بې‌وزلو هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوي او ټولې مرسته شوې پیسې ۱۸ میلیونه او ۱۱۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ وې.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه مرستې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې او د «ماهو»په نوم موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له‌مخې وېشل شوې دي. خبرپاڼه کاږي، د پروژې تمویلوونکی د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) دی.

له دې سره سم، یادې بې‌وزلې کورنۍ ۲۹۰۰ افغانۍ مرستې ډېرې کمې بولي او وایي چې په دې سړه هوا او همداراز روژه کې یې اړتیاوې ډېرې دي او له اړوندو مسوولینو او همداراز نړۍوالو مرستندویانو غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي.

طالبان: پر ننګرهار د پاکستان په بریدونو کې ۵ جسدونه لا هم تري تم دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۰

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت پر ۴ ولسوالیو د پاکستان په بریدونو کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي. د دغې قومندانۍ مسوولین وايي، د پاکستان د بمباریو له امله ۵ جسدونه تري تم شوي او له دوو ورځو پلټنو وروسته لا هم پر موندلو یې نه‌دي بریالي شوي.

د پاکستان هوايي ځواکونو وړمه شپه (شنبه د کب ۲مه) د پکتیکا پر برمل او اُرګون او د ننګرهار پر بهسود، خوګیاڼو، غني‌خېل او مهمند درې ولسوالیو هوايي بمبارۍ وکړې.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد له یادې پېښې دوه ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) ویلي، د پاکستان د وړمې شپې په «وحشیانه» بریدونو کې په بهسود، خوګیاڼو او غني‌خېلو ولسوالیو کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او په وینا یې د ۱۳ جسدونه یې موندل شوي او ۵ جسدونه لا تر اوسه هم نادرکه دي.

سید طیب حماد وايي: «د ۱۳ تنو شهیدانو جسدونه له خاورو رااېستل شوي او د جنازې له مراسمو وروسته بیرته خاورو ته سپارل شوي دي، خو د پاتې ۵ تنو جسدونه اوس هم نادرکه دي».

حماد زیاته کړې: «د هغه ځای خاوره چې جسدونه په‌کې نادرکه وو، ټوله بار او بل ځای ته انتقال شوه».

د نوموړي په وینا، د پاکستان په دغو بمباریو کې ۸ نور ولسي وګړي هم ټپيان شوي او زیاتوي: «د ټپیانو له ډلې ۵ تنه د بهسودو ولسوالۍ، ۲ تنه د خوګیاڼو ولسوالۍ او یو ماشوم د مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ټپیان شوي دي. یاد ماشوم هغه مهال چې د څارويو په څرولو بوخت و، د پاکستاني رژیم له لوري په دهشکه وویشتل شو او ټپي شو».

د یادونې وړ ده، چې د دغو بریدونو ټول قربانیان ملکي وګړي دي او ډېری یېښځې او ماشومان دي.

نادر نادري: لاهه محکمه باید پر افغانستان د پاکستان بریدونه وڅېړي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانی کمېشنر نادر نادري وايي، پاکستان پر افغانستان په بریدونو سره د «تیري جرم» کړی او د جرمونو نړۍواله محکمه یې باید وڅېړي. هغه ټينګار کړی، چې د طالبانو کړنې پاکستان ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې پر بل هېواد تېری وکړي او ولسي وګړي ووژني.

نادر نادري چې د جمهوري نظام پر مهال حکومتي چارواکی هم پاتې شوی د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له‌مخې، له خپل ځانه د دفاع لپاره هېڅ معتبره منبع نشته او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري هم هېڅ مجوز نه‌دی صادر شوی».

پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي، چې طالبانو د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ جنګیالیو ته پناه ورکړې، خو طالبان په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او هغه یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو د توجیه لپاره ویلي، دغه هېواد د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې له خپل ځانه د دفاع حق لري.

نادري‌ په دې اړه څرګنده کړې: «د طالبانو ناسمې کړنې او له خلکو د ساتنې په برخه کې بې‌وسي یې د بې‌ګناه ولسي وګړو د وژنې او یا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا نقض قانوني توجیه نه‌شي کېدلای». هغه زیاته کړې، ولسي وګړي د بشرپاله نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو له ملاتړه برخمن دي.

نادر نادري له نړۍوالو غوښتي چې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو پر وړاندې بې‌تفاوته پاتې نشي.

د یادونې وړ ده، چې لا تراوسه له هند پرته هېڅ هېواد پر افغانستان د پاکستان بریدونه نه‌دي غندلي.

بېنېټ د پاکستان بریدونو کې د افغان ملکي وګړو او ماشومانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ تر دوو ورځو وروسته د افغانستان په یو شمېر سیمو باندې د پاکستان د بریدونو په تړاو څرګندونې کړې دي. هغه وایي، دغو بریدونو کې د ماشومانو او ملکي وګړو پر وژل کېدو سخت خواشینی شوی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې پاکستان او طالبان باید له یو بل سره له زغم څخه کار واخلي او د نړۍوال قانون اطاعت دې وکړي. هغه همداراز ټینګار کړی، چې په دغه روان کړکېچ کې باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دوه شپې وړاندې پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ او د ننګرهار د خوږیاڼو تر څنګ په بهسودو او غني خېلو ولسوالیو کې یو شمېر سیمې بمبار کړې دي. د بهسودو په ګردي کڅ سیمه کې پاکستاني بې‌پېلوټه الوتکو د ملکي وګړو یو کور بمبار کړی، چې په‌کې یې ۱۷ تنه ملکي وګړي وژلي دي. دغو وژل شویو کې ۸تنه ماشومان او همداراز یو شمېر ښځې هم شاملې دي.

دې برید په کور دننه د طالبانو د مخالفینو او موافقینو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. دا بریدونه ډېری پخوانیو افغان چارواکو او سیاستوالو د افغانستان پر حریم او ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی دی. د طالباو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی، چې په مناسب وخت کې به په مناسبه توګه د دغو بریدونو ځواب پاکستان ته ورکړي.

اصف دُرانی: زه د پاکستان له هوايي بریدونو خوښ نه یم

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې ویلي، پر کابل واکمنو طالبانو بله لاره نه وه پرېښې، نو ځکه پرې هوايي برید وشو. هغه زیاتوي، چې دی په دغو بریدونو خوښ نه دی.

د هغه په وینا، افغان طالبان ښایي د «ټي‌ټي‌پي» د کنټرول توان ونه‌لري او یا هم په قصدي ډول نه غواړي چې د دغه ډلې د فعالیتونو مخه ډب کړي. نوموړي وویل: «تر اوسه پورې افغان طالبانو هغه کړنې نه دي غندلي چې د ټي‌ټي‌پي له لوري په پاکستان کې ترسره شوي دي». دا پاکستانی ډیپلوماټ وایي، دی فکر نه کوي چې افغان طالبان دې اوس د اسلام‌اباد دوستان وي.

د هغه په خبره: «د طالبانو په لیکو کې داسې کسان شته چې هغوی د طالبانو سر سخته مخالفین دي». د نوموړي په وینا، دی فکر نه کوي، چې پر کابل واکمن دې د چا دوستان وي، بلکې دغه ډله هر چا سره د خپلو ګټو له‌مخې اړیکې ساتي او که یې په‌کې ګټې نه وي؛ نو ورسره یې نه پالي.

اصف دُراني وویل، چې په افغانستان کې بدلون په افغانانو پورې تړلې مسله ده. له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې له دغه پاکستاني ډېپلوماټ څخه د هېواد پر بېلابېلو ولایتونو د هوایي بریدونو په تړاو پوښتنه وشوه چې ایا پاکستان په‌کې خپلې موخې ته ورسېد: «۷بریدونه ټول‌ټال شوي چې ۶یې هدف ته رسېدلي او متاسفانه په یو کې نور زیانونه هم وو».

د هغه په وینا، لا تر اوسه پورې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دروازې نه دي بندې شوي او له دغه ډلې سره د اسلام‌اباد یوازینۍ مسله د «ټي‌ټي‌پي» اړوند ده. هغه له طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې پرته له ګاونډیو ژوند سخت دی او پرته له پاکستان څخه د دې ډلې ژوند ستونزمن دی.

دُراني ټینګار کړی، چې د پاکستان او افغانستان د امنیت لپاره ښې اړیکې خورا اړینې دي. نوموړی همداراز زیاتوي، چې تر اوسه پورې یې د طالبانو خلاف د هېواد دننه نظامي او سیاسي مخالفین ډېر نه دي حس کړي.

دا لوړپوړی پاکستانی ډېپلوماټ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې وړمه شپه پاکستان د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په یو شمېر سیمو هوایي بمبارۍ وکړې، چې لسګونه ملکي وګړو ته یې په‌کې مرګ‌ژوبله واړوله. طالبانو هم د دغه بریدونو د غچ اخیستنې ګواښونه کړي‌ دي.