هند له خپلو وګړو غوښتي چې سملاسي ایران پرېږدي

په تهران کې د هند سفارت د یوې بېړنۍ خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو هندي وګړو وغوښتل چې ژر تر ژره ایران پرېږدي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچونو د زیاتېدو او د جګړې د احتمالي اندېښنو له امله، ټول هندي وګړي په ځانګړي ډول محصلان، زیارت کوونکي او سوداګر باید له هرې شونې ترانسپورټي وسیلې څخه په استفادې له ایران څخه ووځي.
سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له تازه پرمختګونو ځان خبر وساتي او د بیړنیو حالاتو لپاره د کونسلي خدماتو څانګې سره اړیکه ونیسي.
