• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حافظ حمدالله: که بریدونه «هند او خوارج» کوي نو ولې یوازې پر افغانستان برید کیږي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۲ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند لوړپوړي مشر او پخواني سناتور حافظ حمدالله ویلي، چې که پر پاکستان بریدونه د هند او خوارجو له لوري کېږي، نو پر افغانستان ولې بمبار کېږي او پر هند نه کیږي. هغه د پاکستان د حکومت رسمي دریځونه او عملي اقدام په ټکر کې بللي.

حافظ حمدالله، پر ایکس لیکلي، «کله چې په بلوچستان کې برید وشي، پاکستان وایي چې دا د «فتنه هند» کار دی، او کله چې په خیبر پښتونخوا کې برید وشي، نو ادعا کېږي چې دا د «فتنه الخوارج» له لوري شوی دی، خو په غبرګون کې بیا پر افغانستان د جیټ الوتکو له لارې بمبار کېږي.

حافظ حمدالله پوښتنه کړې، چې که بریدونه د هند له لوري وي، نو بیا پر هند ولې بمبار نه کېږي؟ هغه دا چلند «ښکاره تضاد» بللی او ویلي یې دي چې د واک او اختیار خاوندان باید ټول پاکستاني ملت ته د دې پوښتنې ځواب ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ولس په دې اړه مغشوش دی او اړتیا ده چې د پاکستان حکومت روښانه وضاحت وړاندې کړي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي