• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د یو اسلامي سازمان مشر: د طالبانو جزايي اصول‌نامه له دین ښکاره ناوړه ګټه اخیستنه ده

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۰

په هند کې یو شمېر مخکښو مسلمانو عالمانو د طالبانو جزايي اصول‌نامه غندلې او دا یې له دین څخه ښکاره ناوړه ګټه اخیستنه بللې ده. د «ټول هند د مسلمانانو د جماعت» مشر مولانا شهاب‌الدین رضوي بریلوي ویلي، چې د طالبانو څېره تل له ترهګرۍ سره تړلې پاتې شوې او دوی دغه ډله نه‌مني.

د هندي خبري اژانس «ای‌اې‌اېن‌اېس» د راپور له‌مخې، مولانا شهاب‌الدین رضوي بریلوي ویلي، که څه هم طالبان ادعا کوي چې خپلې لارې چارې یې بدلې کړې دي، خو بیا هم وهل ټکول او تاوتریخوالی د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي. هغه ټینګار کړی، چې طالبان باید ډاډ ورکړي چې داسې فرمانونه به نه صادروي چې د خلکو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي.

بریلوي زیاتوي: «د طالبانو انځور تل له وېرې او ترهې سره مل پاتې شوی دی. موږ هېڅ‌کله طالبان نه دي منلي او تل مو هغوی په ترهګرو کړنو کې ښکېل بللي دي».

د محکمو جزایي اصول‌نامه چې د روان کال د مرغومي په میاشت کې د طالبانو د مشر له‌خوا توشېح شوې، د دې ډلې د جزایي نظام نوی چوکاټ ټاکي. د دې اصول‌نامې بېلابېلې مادې په پراخه توګه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی روا ګڼي.

د بېلګې په توګه، په دې اصول‌نامه کې مېړونو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلې مېرمنې ووهي، په هغه شرط چې ټپي او یا هډوکو یې مات نه‌شي او د دغه ډول تاوتریخوالي سزا ډېره محدوده ټاکل شوې ده.

همدارنګه، دې اصول‌نامې یو پوړیز عدالتي نظام رامنځته کړی چې په‌کې سزاوې د خلکو د ټولنیز دریځ له‌مخې توپیر لري. د بېلګې په توګه لوړپوړي کسان لکه دیني عالمان یا شتمن کسان سپکې سزاوې ترلاسه کوي.

په دې راپور کې همدارنګه راغلي، چې مولانا محمد میرزا یاسوب عباس چې د «هیئت احوال شخصیه شیعیان سراسر هند» روحاني او ویاند دی، د طالبانو دا ګام د دین په نوم د ګډوډۍ جوړول بللي او د طالبانو اصول‌نامه یې ناسمه بللې ده.

له دې وړاندې، نوموتي هندي شاعر او لیکوال جاوېد اختر په اېکس ټولنیزه شبکه کې د هند له مفتیانو او ملايانو غوښتي وو، چې پرته له کوم شرطه دا اصول‌نامه وغندي. هغه په دې ټینګار کړی و، چې د طالبانو د جزا اصول‌نامه مېړونو ته د مېرمنو د وهلو اجازه ورکوي او هغه ښځې چې د مېړه له اجازې پرته د خپل مور او پلار کور ته ولاړې شي، تر درې میاشتو بند سزا ورته ټاکي او له دیني عالمانو یې غوښتي چې په دې اړه روښانه دریځ خپل کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران سرحدي پولیسو په خراسان رضوي کې د افغانستان پولې ته نږدې د وسلو یوه جوپه نیولې ده

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۰

د ايران د خراسان رضوي د سرحدي پوليسو چارواکي وايي، د تايباد په سرحدي سيمه کې يې د وسلو او جنګي توکو يوه جوپه نيولې. پوليسو تر اوسه نه دي ويلي چې دا وسلې له کوم ځايه تايباد ته رسېدلي. تايباد د افغانستان له پولې سره نږدې پرته سيمه ده او له دوغارون څخه شاوخوا ۱۸ کيلومتره واټن لري.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې، د سرحدي ځواکونو قومندان مجيد شجاع ويلي چې دا عمليات د يکشنبې ماښام د کب په درېيمه نېټه ترسره شوي دي. د هغه په وينا، دغه ګام ايران ته د وسلو د ننوتلو د مخنيوي د پروګرام په چوکاټ کې پورته شوی دی.

نوموړي زياته کړې، تر هغه وروسته چې د تايباد په پوله کې د وسلو د يوې جوپې د راوړلو او پټولو په اړه راپورونه تر لاسه شول، نو سملاسي استخباراتي څارنې او پلټنې پيل شوې.

د خراسان رضوي د سرحدي پوليسو د خبرپاڼې له‌مخې، په دې جوپه کې اته ميله تومانچې، شپاړس دانې د مرمیو بکسونه، دولس پايه چاودېدونکي نلونه او يو څلوېښت ټوټې لاسي بم موندل شوي دي.

قومندان شجاع وويل، چې پلان دا و څو دا وسلې لومړی په سرحدي سيمه کې پټې کړل شي او وروسته د نورو کسانو له‌خوا د دغه هېواد دننه ولېږدول شي. هغه همدارنګه زياته کړې، چې د دغو مهماتو د لېږد د عاملينو په اړه ځيني مالومات ترلاسه شوي او د هغوی د پېژندلو او نيولو هڅې روانې دي.

په جرمني کې یو ځل بیا یوه افغان درې کسان په چاقو وهلي او ټپیان کړي دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د دوشنبې په سهار یوه ۳۵ کلن افغان د جرمني د وورتسبورګ ښار د اورګاډي د مرکزي تمځای په تالار کې پر درېیو کسانو د چاقو برید کړی او هغوی یې برسېرن ټپیان کړي دي. دغه پېښه د همدې تمځای د ننوتلو دروازې ته نږدې د «یهوه شاهدانو» د مذهبي ډلې یوې غرفې ته څېرمه شوې ده.

د پولیسو په وینا، بریدګر هغه ۶۸ کلن سړي ته ورنږدې شوی و چې د یادې غرفې مسوولیت یې پر غاړه درلود او ناڅاپه یې څو ځله د چاقو ګوزارونه پرې وکړل. پولیسو زیاته کړې، چې یاد افغان په همدې لړ کې دوه نور کسان هم تر برید لاندې راوستي او د چړو ګوزارونه یې پرې کړي دي.

شاهدان یهوه یوه مسیحي مذهبي ډله ده، چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په متحدو ایالتونو کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو د معلوماتو له‌مخې، په دې پېښه کې یاد درې کسان برسېرن ټپیان شوي او داسې کوم څه نشته چې ثابته کړي د چاقو ګوزارونه دې ډېر ژور وي. یو شمېر لارویانو چې په هغوی کې یو پولیس هم ملکي جامې اغوستې وې، بریدګر مهار کړ او د مرستندویو ځواکونو تر رسېدو پورې یې تر کنټرول لاندې وساته.

یاد سړی دا مهال نیول شوی او په توقیف کې دی.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې برید اصلي انګېزه تر اوسه په څرګنده نه ده معلومه شوې او پلټونکي دا قضیه د «د قتل هڅه» په توګه څېړي. لا هم روښانه نه ده، چې بریدګر په قصدي ډول د «شاهدان یهوه» پیروان په نښه کړي وو که بله کومه انګېزه یې لرله.

په بغلان کې پر درنو کارونو له بوختو ۶۰۰ ماشومانو سره نغدي مرسته وشوه

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰

طالبان وايي، په بغلان کې له ۶۰۰ هغو ماشومانو سره چې پر درنو کارونو بوخت و، مرسته وشوه. په دغه ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، دغه مرستې د اکتید موسسې له لوري برابرې شوې دي.

د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس نصرت‌الله پارسا د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) وویل، دغو ماشومانو ته چې په ملاتړ مرکز کې پر زده‌کړو بوخت دي، د اکتید موسسې له لوري هر یوه ته یې ۱۴۷۰ افغانۍ ورکړل شوي او مجموعي مرستې ۸ سوه او ۸۲ زره افغانیو ته رسېدې.

دغه ماشومان یادې مرستې ډېرې کمې بولي او له نورو مرستندویانو غواړي، چې په دې سړه هوا او روژې میاشت کې ورسره مرستې وکړي.

له دې سره سم، نصرت‌الله پارسا په دې روانه روژه کې د اړمنو د اړتیاوو ډېرېدو ته په اشارې له دولتي او همداراز بهرنیو مرستندویه موسسو غوښتي، چې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو ستونزو ته په کتو نورې مرستې هم برابرې کړي.

په سرپل کې له څه باندې ۶ زره کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د سرپل په مرکز او ولسوالیو کې له ۶ زره او ۲۴۷ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. دغه مرستې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري برابرې او د طالبانو او یوې بلې موسسې له لوري ووېشل شوې.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو بې‌وزلو هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوي او ټولې مرسته شوې پیسې ۱۸ میلیونه او ۱۱۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ وې.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه مرستې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې او د «ماهو»په نوم موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له‌مخې وېشل شوې دي. خبرپاڼه کاږي، د پروژې تمویلوونکی د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) دی.

له دې سره سم، یادې بې‌وزلې کورنۍ ۲۹۰۰ افغانۍ مرستې ډېرې کمې بولي او وایي چې په دې سړه هوا او همداراز روژه کې یې اړتیاوې ډېرې دي او له اړوندو مسوولینو او همداراز نړۍوالو مرستندویانو غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي.

طالبان: پر ننګرهار د پاکستان په بریدونو کې ۵ جسدونه لا هم تري تم دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۰

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت پر ۴ ولسوالیو د پاکستان په بریدونو کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي. د دغې قومندانۍ مسوولین وايي، د پاکستان د بمباریو له امله ۵ جسدونه تري تم شوي او له دوو ورځو پلټنو وروسته لا هم پر موندلو یې نه‌دي بریالي شوي.

د پاکستان هوايي ځواکونو وړمه شپه (شنبه د کب ۲مه) د پکتیکا پر برمل او اُرګون او د ننګرهار پر بهسود، خوګیاڼو، غني‌خېل او مهمند درې ولسوالیو هوايي بمبارۍ وکړې.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد له یادې پېښې دوه ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) ویلي، د پاکستان د وړمې شپې په «وحشیانه» بریدونو کې په بهسود، خوګیاڼو او غني‌خېلو ولسوالیو کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او په وینا یې د ۱۳ جسدونه یې موندل شوي او ۵ جسدونه لا تر اوسه هم نادرکه دي.

سید طیب حماد وايي: «د ۱۳ تنو شهیدانو جسدونه له خاورو رااېستل شوي او د جنازې له مراسمو وروسته بیرته خاورو ته سپارل شوي دي، خو د پاتې ۵ تنو جسدونه اوس هم نادرکه دي».

حماد زیاته کړې: «د هغه ځای خاوره چې جسدونه په‌کې نادرکه وو، ټوله بار او بل ځای ته انتقال شوه».

د نوموړي په وینا، د پاکستان په دغو بمباریو کې ۸ نور ولسي وګړي هم ټپيان شوي او زیاتوي: «د ټپیانو له ډلې ۵ تنه د بهسودو ولسوالۍ، ۲ تنه د خوګیاڼو ولسوالۍ او یو ماشوم د مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ټپیان شوي دي. یاد ماشوم هغه مهال چې د څارويو په څرولو بوخت و، د پاکستاني رژیم له لوري په دهشکه وویشتل شو او ټپي شو».

د یادونې وړ ده، چې د دغو بریدونو ټول قربانیان ملکي وګړي دي او ډېری یېښځې او ماشومان دي.