نصیراحمد فایق وایي د پاکستان هوايي بریدونو په اړه یې امنیت شورا ته شکایت کړی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق وایي، چې پر افغان ښځو، ماشومانو او ملکیانو د پاکستان د وروستيو هوایي بریدونو په اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت کړی. نوموړي زیاته کړې، چې په شکایت کې یې د دغه سرغړونو د سملاسي درېدو او څېړنې غوښتنه کړې.
