• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډنمارک د افغان کډوالو د اېستلو په اړه له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۲:۲۴ GMT

د ډنمارک حکومت په ناروې کې د طالبانو له سفارت سره د ۵۷ افغان کډوالو د اېستلو لپاره همکاري کوي. د ډنمارک ۲ ټلویزیوني چېنل د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه اړیکه یوازې «تخنیکي همکارۍ» پورې محدوده وه. ناروې ویلي، چې د همکارۍ په اسانتیا کې یې هیڅ رول نه‌لاره.

د ډنمارک د کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې ۵۷ افغانان د جرم د ترسره کولو او د پناه غوښتنې د رد کېدو له امله له ډنمارک څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. تر دې مخکې جرمني او اتریش هم د افغان کډوالو د اېستلو په موخه له طالبانو سره اړیکې نیولې وې.

ډنمارکي چارواکو ټینګار کړی، چې له طالبانو سره همکاري د یادې ډلې د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري او خبرې یې یوازې کونسلي همکاریو پورې محدودې دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انډریاس موټسفلډټ کراویک ویلي، چې په اوسلو کې د طالبانو سفارت په اصل کې د ډنمارک او ایسلنډ لپاره هم خدمات وړاندې کوي. هغه ټینګار کړی، چې ناروې د دغه هېوادونو او د طالبانو د سفارت ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې اغېزمن رول نه‌لري.

کراویک دا هم نه‌ده رد کړې، چې اوسلو به د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو طرحه عملي کړي. هغه وویل، چې دغه موضوع باید د ناروې د عدلیې او عامه امنیت وزارت وڅېړي. هغه زیاته کړه، چې د ناروې د کډوالۍ چارواکي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او ناامنو هېوادونو ته د پناه‌غوښتونکو د نه ستنولو اصل ارزوي.

ترویج لرونکی

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی
۱

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی

۲

پاکستاني پوځ ته د طالبانو خبرداری؛ دا ځل اصلي جنایتکاران چې پاکستاني نظامیان دي په نښه کوو

۳

د امريکا لوی درستيز د ايران پر وړاندې د بريد د پايلو په اړه ټرمپ ته خبرداری ورکړ

۴

سرچینې: په پنجاب کې د قاید اعظم میډیکل کالج افغان محصلان توقیف شوي

۵

د ګل بهادر مرستیال: د پاکستان حکومت طالبانو ته د «خوارج» تر نامه لاندې د «کافر» خطاب کوي

•
•
•

نور کیسې

جاوېد امیرخېل: له نړۍوالو په جدي توګه غواړم چې نور په افغانستان کې له بې‌پايلو لوبو تېر شي

AP ۱۴۰۴ کب ۴ ۰۱:۲۹ GMT

افغان نوموتي سندرغاړي جاوېد امیرخېل پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د بریدونو له امله د قربانیانو کورنیو سره له غمشریکۍ سربېره د نړۍ له لویو قدرتونو او سازمانونو غوښتي، چې نور دې په افغانستان کې له هغو لوبو تېر شي چې هېڅ پای نه‌لري او افغان خاوره دې د لابراتوار په توګه نه‌کاروي.

جاوېد امیرخیل په خپله فېسبوک‌پاڼه پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د وړمې شپې (شنبه د کب ۲مه) د هوايي بریدونو په غبرګون ویلي، د پاکستان په دې بریدونو کې یوازې کورونه نه‌دي نړېدلي، بلکې «انسانیت او وقار» تر پښو لاندې شوی دی. د هغه په وینا، هغه ماشومان چې لا په زانګوګانو کې زنګېدل د باروتو په لمبو کې لولپه شول.

د امیرخېل په باور، افغانان د پردیو سیاستونو قرباني شوي او وايي: «زه د یوه هنرمند او د دې خاورې د بچي په توګه د نړۍ له لویو قدرتونو او نړۍوالو سازمانونو څخه په جدي توګه غواړم چې نور په افغانستان کې له هغو لوبو تېر شي چې هېڅ پای نه‌لري! دا خاوره د لابراتوار په څېر مه کاروئ او د خپلو ګټو لپاره د بې دفاع انسانانو وینه مه تویوئ»

دغه افغان سندرغاړی همداراز وايي: «دا جګړه زموږ نه‌ده، خو قرباني یې له بده مرغه موږ بې‌ګناه ولسونه یو... له نړۍ غواړم چې د افغانانو د ژوند ارزښت وپېژني. موږ هم د نورو انسانانو په څېر د ارام ژوند او د خپلو ماشومانو د خنداوو حق لرو».

هغه په پای کې هیله څرګنده کړې: «په وطن دې نور د مينې او انسانيت لمر راوخېژي، چې لوڼې مو په‌کې زده‌کړې وکړي، لويان او ځوانان مو پرته د هېچا له ډاره په خپله خوښه ژوند وکړي».

د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار: د جمهوریت هر چارواکی چې د طالبانو ننګه کوي، خاین دی

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۲۳:۵۲ GMT

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت پخواني سلاکار ادریس ستانکزي پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون ویلي، د جمهوریت هر هغه چارواکی چې په هره پلمه د طالبانو ننګه کوي «خاین» دی.

پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې بریدونو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو سیاستوالو او د نظر خاوندانو غبرګونونه ښودلي دي؛ ځینو د طالبانو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی، خو ځینو نورو بیا د طالبانو له نوم اخیستو پرته د واکمنې ادارې ملاتړ کړی او هغوی یې د یادو بریدونو ځواب ویلو ته هڅولي دي.

خو د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو پخواني سلاکار ادریس ستانکزي یادو لیدلورو ته په غبرګون کې پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «د جمهوریت هر چارواکی او مامور چې په هره بهانه د طالبانو دفاع او ننګه کوي، بې‌شرفه او غدار دی».

په ورته مهال، طالبانو هم د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر ملي حریم څرګند تېری او د نړۍوالو قوانینو او ګاونډیتوب اصولو خلاف اقدام بللی دی او دوی همداراز وايي، چې په دغو بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

طالبان وايي په فاریاب او پکتیکا کې پر نږدې ۳۵۰۰ کورنیو مرستې ووېشل شوې

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۲۳:۴۷ GMT

طالبان وايي، په فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې پر ۳۴۴۳ کورنیو د یوې اندازې نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه. طالبان وايي، دغه مرستې د بشري موسسو له لوري برابرې شوې وې.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د کب ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د فاریاب په خان چهارباغ او قرمقول ولسوالیو کې له ۳ زره او ۴۳ کورنیو سره هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانیو ورکړل شوې دي. دغه اداره وايي، دا مرستې چې ټولټال ۸ میلیون او ۸۲۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ کېږي د یوې هنګري موسسې له لوري برابرې شوې وې.

له دې سره سم، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغاني سره میاشت ټولنه وايي، د پکتیکا په نعمت‌اباد ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ بې‌وزلو کورنیو ۳۸ اعشاریه ۲ ټُنه خوراکي توکي وېشل شوې دي.

هرې کورنۍ ته ۹۵ اعشاریه ۵ کیلوګرامه اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا، مالګه، خرما او چای ورکړل شوي دي.

شاه محمود میاخېل: د پاکستان د لاسوهنو غندل د طالبانو د پالیسیو د ملاتړ په معنا نه ده

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۲۱:۴۷ GMT

د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وایي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو غندل د طالبانو د پالیسیو د ملاتړ په معنا نه دي.

د تېر جمهوري نظام یاد چارواکي پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د‌ پاکستان د هوايي بمباریو په غبرګون ویلي، چې د دا ډول پېښو پر وړاندې د ملي موقف غوره کول د طالبانو د پالیسیو د تایید په معنا نه دي.

نوموړي زیاته کړې: «پاکستان په‌خپله د ترهګرۍ ملاتړی دی او اوس هم ترهګریزې ډلې پياوړې کوي او د خپلو موخو لپاره ترې ګټه اخلي. نو دا یوه روښانه مسله ده؛ موږ باید د پاکستان د مداخلو او بریدونو پر وړاندې د خپلو ملي ګټو او ملي حاکمیت د خوندي کولو په خاطر یو ملي دریځ ولرو او دا کړنې وغندو».

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ځینو کسانو له لورې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې مشروع ګڼل، سمه سیاسي مبارزه نه ده.

شاه محمود میاخېل زیاته کړې: «د افغانستان ستونزه په ښکنځلو، احساساتو او لاف وهلو نه حل کېږي او د افغانانو د اوسنيو ستونزو د حل لاره د لويي جرګي ترسره کول دي».

میاخېل زیاته کړې، چې پاکستان او ایران دواړو په تېرو څو لسیزو کې «دوه مخې پالیسي» کارولې ده او اوس هم د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي؛ تر هغه چې د یادو هېوادونو اوسنۍ پالیسۍ دوام ولري، نو هم به دا هېوادونه او هم به سیمه د ناامنیو ښکار وي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د افغانستان په دوو ختیځو ولایتونو کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته له هېواد څخه بهر ځیني سیاسي څېرې او د نظر خاوندان په دوو ډلو وېشل شوي‌، یوه ډله د طالبان د رژیم د له‌منځه وړلو لپاره د پاکستان بریدونه مشروع ګني، خو ګن سیاستوال او د نظر خاوندان بیا وایي چې د افغانستان کورنۍ مسله باید په خپلو منځونو کې حل شي او د پاکستان دا ډول لاسوهنه د نړۍوالو اصولو خلاف کړنه ده.

پاکستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ۶ ځلې پر افغانستان بریدونه کړي

AP ۱۴۰۴ کب ۳ ۲۱:۴۶ GMT

پاکستان له نږدې ۵ کلونو یعنې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر افغانستان لږ تر لږه ۶ ځلې مرګوني بریدونه کړي دي. پاکستان همدا تېره شپه (شنبه د کب ۲مه) د پکتیکا او ننګرهار پر اوو سیمو بریدونه وکړل. د طالبانو په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو ۹ میاشتې وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او تر ټولو مرګونی یې لومړنی برید وو چې په پایله کې یې نږدې ۵۰ کسان ووژل شول. پاکستانی پوځ ادعا لري، چې په دغو بریدونو کې یې ترهګر په نښه کړي، خو د راپورونو له‌مخې او د طالبانو په وینا، په یادو بریدونو کې ځايي ولسي وګړي وژل شوي دي.

لومړی برید

پاکستان د ۲۰۲۲ کال د اپرېل پر ۱۶مه د خوست او کونړ ولایتونو پر ځينو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د طالب چارواکو په وینا، د پاکستان په دغو بمباریو کې د ولسي وګړو په ګډون ۴۷ کسان ووژل شول.

دویم برید

د پاکستان پوځ بیا شاوخوا دوه کاله وروسته د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې پر خوست او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. طالبانو په هغه وخت کې وویل، په یادو بریدونو کې ۸ ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

درېیم برید

پاکستاني پوځ له دغه برید څخه څو میاشتې وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل. د طالب مسوولینو په وینا، په یادو هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان وژل شوي دي.

څلورم برید

پاکستاني ځواکونو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې بیا د پلازمېنې کابل په ګډون پراخ هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان هوايي ځواکونو دا ځل له کابل سربېره پر پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو بمبارۍ وکړې. په پاکستان کې سرچینو ویلي و، چې په کابل کې یې د برید موخه د ټي‌ټي‌پي د مشر نور ولي محسود په نښه کول وو. هغه بیا په هماغه ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې د یوه ویډيويي پیغام په خپرولو سره خپل حضور څرګند کړ.

دغه بریدونه بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په مخامخ نښتو واوښتل. دواړو لوریو د ډيورند کرښې په اوږدو کې پر یو بل ځمکني بریدونه وکړل او د مرګ‌ژوبلې له اوښتو سربېره د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې ډېرې خرابې شوې او ان دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ لارې وتړل شوې او لا هم بندې دي.

په هغه وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما وویل، په اکتوبر میاشت کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په شاوخو یو اوونیزه جګړه کې لږ تر لږه ۳۷ ولسي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو بیا وویل، چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني ځواکونو ۲۰ پوستې یې له‌منځه وړي، ۵۸ نظامیان یې وژلي او ۳ نور یې اسیران کړي دي. دغه ۳ اسیران یې همدا تېره اوونۍ د یوه منځګړي هېواد په منځګړیتوب بېرته پاکستان ته وسپارل. پاکستاني ځواکونو هم طالبانو ته د ګڼې مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا وکړه.

پنځم برید

پاکستاني ځواکونو له یاد برید څخه شاوخوا یوه میاشت وروسته یعنې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په وروستیو کې پر کونړ، خوست او پکتیکا ورته بریدونه وکړل. طالبانو په هغه وخت کې وویل، چې د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د یادو بریدونو له امله ۹ ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.

شپږم او تر اوسه وروستی برید

پاکستاني ځواکونو په اسلام‌اباد او خېبرپښتونخوا کې د یو شمېر ځانمرګو بریدونو له ترسره کېدو وروسته د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ۲۱مه (شنبه د کب ۲مه) په یوه وخت د پکتیکا او ننګرهار د پنځو ولسوالیو پر اوو سیمو کې هوايي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې تر ټولو مرګونی یې د ننګرهار پر بهسود ولسوالۍ ترسره شوی دی. په دغې ولسوالۍ کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. طالبانو له دغو وروستیو بریدونو د څه باندې ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره لا تر اوسه ځواب نه‌دی ورکړی.

طالبانو د پاکستان دغو وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په یوه مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړي او د دغې ډلې ویاند بیا خبرداری ورکړی، چې دا ځل به اصلي «جنایتکاران» چې د پاکستان نظامیان دي، داسې په نښه کړي چې بیا ځلې داسې «جنایت» ونه‌کړي.

له نږدې پنځو کلونو راهیسې په پاکستان کې د بریدونو ډېرښت

د راپورونو له‌مخې، په پاکستان کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بریدونو کچه ۳ برابره لوړه شوې ده.

د سوېلي اسیا د ترهګرۍ څېړنیز دفتر د معلوماتو پر بنسټ، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله په ۲۰۲۱ کال کې ۶۶۴ ولسي وګړي، پاکستاني نظامیان او ملېشې وژل شوي، خو دغه شمېر بیا په ۲۰۲۲ کال کې ۹۷۱، په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۱۵۰۰ او په ۲۰۲۴ کال کې بیا څه باندې ۲۲۰۰ ته ورسېد.

د پاکستان د سولې مطالعاتو موسسې بیا ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې د بریدونو په شمېر کې د پام وړ ډېرښت راغلی وو. د دغې موسسې د راپور پر بنسټ، په دې کال کې په پاکستان کې ۶۹۹ بریدونه شوي او له امله یې ۱۰۳۴ کسان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان، طالبان له ټي‌ټي‌پي پر ملاتړ او په افغان خاوره کې پر ځای ورکولو تورنوي، خو طالبانو بیا د اسلام‌اباد دغه تورونه په کلکه رد کړي او د تحریک طالبان پاکستان مسله یې د دغه هېواد داخلي مساله ګڼلې او په باور یې یاده ډله په پاکستان کې جغرافیا په واک کې لري او همالته خپلې چارې تنظیموي.