• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: د پاکستان «واقعي علماء» پر افغانستان د پاکستاني پوځ د بریدونو مخالف دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۰

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د پاکستان واقعي دیني عالمان پر افغانستان د دغه هېواد د «نظامي کړیو» د تېرې شپې د بریدونو مخالف دي. هغه زیاته کړې چې « د پاکستان یو شمېر درباري علما شته چې د پوځ داسې کړنو ته جواز ورکوي».

مجاهد د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر اشرفي څرګندونو ته په غیر مستقیمه اشاره وویل چې دا د دغه هېواد د پوځ د درباري ملایانو څرګندونې دي.

مولانا طاهر اشرفي د افغانستان په خاوره د پاکستاني الوتکو له بریدونو وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې د پاکستاني پوځ د هوایي بریدونو ننګه کړې وه او ویلي یې و، چې که په دغو بریدونو کې جومات هم په نښه شوی وي، نو پیغمبر خپله د ضرار په نامه د یوه جومات د سوځولو امر ورکړی و.

مجاهد د طالبانو په ولکه کې د افغانستان ملي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، « هغو قدرتونو چې په افغانستان کې ماته خوړلې پر پاکستان له خاصې او حاکمې حلقې نه ګټه پورته کوي او د خپلو موخو لپاره یې لوبوي».

طالب ویاند په خپلو خبرو کې ویلي، چې پاکستاني پوځ له بهرنیو لوریو د سیمې د ناامنۍ لپاره پروژې اخیستې او په سیمه کې د ناامنۍ لپاره پلمې لټوي.

هغه ادعا وکړه چې د روان کال د مني په بریدونو کې هم طالبانو پاکستان ته ځواب ورکړی و او «یوازې په یوه ورځ یې شل نظامي پوستې له منځه وړې او ۵۸پاکستاني سرتېري یې وژلي» و و.

د نوموړي په وینا، طالبانو درې پاکستاني سرتېري هم ژوندي نیولي وو، چې تېره اونۍ یې د سعودي عربستان په منځګړتوب بېرته خوشې کړل.

مجاهد زیاته کړې چې پاکستان لا هم له افغانانو سره له مخامخ کېدو عبرت نه دی اخیستی او «یو ځل بیا به وویني چې افغانان څه کوي».

طالبانو تر اوسه د پاکستان د پوځ بریدونو ته، چې دوی یې د « خاصې حلقې» کار بولي، ځواب نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

جاوېد امیرخېل: له نړۍوالو په جدي توګه غواړم چې نور په افغانستان کې له بې‌پايلو لوبو تېر شي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۰

افغان نوموتي سندرغاړي جاوېد امیرخېل پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د بریدونو له امله د قربانیانو کورنیو سره له غمشریکۍ سربېره د نړۍ له لویو قدرتونو او سازمانونو غوښتي، چې نور دې په افغانستان کې له هغو لوبو تېر شي چې هېڅ پای نه‌لري او افغان خاوره دې د لابراتوار په توګه نه‌کاروي.

جاوېد امیرخیل په خپله فېسبوک‌پاڼه پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د وړمې شپې (شنبه د کب ۲مه) د هوايي بریدونو په غبرګون ویلي، د پاکستان په دې بریدونو کې یوازې کورونه نه‌دي نړېدلي، بلکې «انسانیت او وقار» تر پښو لاندې شوی دی. د هغه په وینا، هغه ماشومان چې لا په زانګوګانو کې زنګېدل د باروتو په لمبو کې لولپه شول.

د امیرخېل په باور، افغانان د پردیو سیاستونو قرباني شوي او وايي: «زه د یوه هنرمند او د دې خاورې د بچي په توګه د نړۍ له لویو قدرتونو او نړۍوالو سازمانونو څخه په جدي توګه غواړم چې نور په افغانستان کې له هغو لوبو تېر شي چې هېڅ پای نه‌لري! دا خاوره د لابراتوار په څېر مه کاروئ او د خپلو ګټو لپاره د بې دفاع انسانانو وینه مه تویوئ»

دغه افغان سندرغاړی همداراز وايي: «دا جګړه زموږ نه‌ده، خو قرباني یې له بده مرغه موږ بې‌ګناه ولسونه یو... له نړۍ غواړم چې د افغانانو د ژوند ارزښت وپېژني. موږ هم د نورو انسانانو په څېر د ارام ژوند او د خپلو ماشومانو د خنداوو حق لرو».

هغه په پای کې هیله څرګنده کړې: «په وطن دې نور د مينې او انسانيت لمر راوخېژي، چې لوڼې مو په‌کې زده‌کړې وکړي، لويان او ځوانان مو پرته د هېچا له ډاره په خپله خوښه ژوند وکړي».

پاکستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ۶ ځلې پر افغانستان بریدونه کړي

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰

پاکستان له نږدې ۵ کلونو یعنې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر افغانستان لږ تر لږه ۶ ځلې مرګوني بریدونه کړي دي. پاکستان همدا تېره شپه (شنبه د کب ۲مه) د پکتیکا او ننګرهار پر اوو سیمو بریدونه وکړل. د طالبانو په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو ۹ میاشتې وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او تر ټولو مرګونی یې لومړنی برید وو چې په پایله کې یې نږدې ۵۰ کسان ووژل شول. پاکستانی پوځ ادعا لري، چې په دغو بریدونو کې یې ترهګر په نښه کړي، خو د راپورونو له‌مخې او د طالبانو په وینا، په یادو بریدونو کې ځايي ولسي وګړي وژل شوي دي.

لومړی برید

پاکستان د ۲۰۲۲ کال د اپرېل پر ۱۶مه د خوست او کونړ ولایتونو پر ځينو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د طالب چارواکو په وینا، د پاکستان په دغو بمباریو کې د ولسي وګړو په ګډون ۴۷ کسان ووژل شول.

دویم برید

د پاکستان پوځ بیا شاوخوا دوه کاله وروسته د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې پر خوست او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. طالبانو په هغه وخت کې وویل، په یادو بریدونو کې ۸ ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

درېیم برید

پاکستاني پوځ له دغه برید څخه څو میاشتې وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې پر پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل. د طالب مسوولینو په وینا، په یادو هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان وژل شوي دي.

څلورم برید

پاکستاني ځواکونو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې بیا د پلازمېنې کابل په ګډون پراخ هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان هوايي ځواکونو دا ځل له کابل سربېره پر پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو بمبارۍ وکړې. په پاکستان کې سرچینو ویلي و، چې په کابل کې یې د برید موخه د ټي‌ټي‌پي د مشر نور ولي محسود په نښه کول وو. هغه بیا په هماغه ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې د یوه ویډيويي پیغام په خپرولو سره خپل حضور څرګند کړ.

دغه بریدونه بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په مخامخ نښتو واوښتل. دواړو لوریو د ډيورند کرښې په اوږدو کې پر یو بل ځمکني بریدونه وکړل او د مرګ‌ژوبلې له اوښتو سربېره د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې ډېرې خرابې شوې او ان دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ لارې وتړل شوې او لا هم بندې دي.

په هغه وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما وویل، په اکتوبر میاشت کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په شاوخو یو اوونیزه جګړه کې لږ تر لږه ۳۷ ولسي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو بیا وویل، چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني ځواکونو ۲۰ پوستې یې له‌منځه وړي، ۵۸ نظامیان یې وژلي او ۳ نور یې اسیران کړي دي. دغه ۳ اسیران یې همدا تېره اوونۍ د یوه منځګړي هېواد په منځګړیتوب بېرته پاکستان ته وسپارل. پاکستاني ځواکونو هم طالبانو ته د ګڼې مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا وکړه.

پنځم برید

پاکستاني ځواکونو له یاد برید څخه شاوخوا یوه میاشت وروسته یعنې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په وروستیو کې پر کونړ، خوست او پکتیکا ورته بریدونه وکړل. طالبانو په هغه وخت کې وویل، چې د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د یادو بریدونو له امله ۹ ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.

شپږم او تر اوسه وروستی برید

پاکستاني ځواکونو په اسلام‌اباد او خېبرپښتونخوا کې د یو شمېر ځانمرګو بریدونو له ترسره کېدو وروسته د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ۲۱مه (شنبه د کب ۲مه) په یوه وخت د پکتیکا او ننګرهار د پنځو ولسوالیو پر اوو سیمو کې هوايي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې تر ټولو مرګونی یې د ننګرهار پر بهسود ولسوالۍ ترسره شوی دی. په دغې ولسوالۍ کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. طالبانو له دغو وروستیو بریدونو د څه باندې ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره لا تر اوسه ځواب نه‌دی ورکړی.

طالبانو د پاکستان دغو وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په یوه مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړي او د دغې ډلې ویاند بیا خبرداری ورکړی، چې دا ځل به اصلي «جنایتکاران» چې د پاکستان نظامیان دي، داسې په نښه کړي چې بیا ځلې داسې «جنایت» ونه‌کړي.

له نږدې پنځو کلونو راهیسې په پاکستان کې د بریدونو ډېرښت

د راپورونو له‌مخې، په پاکستان کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بریدونو کچه ۳ برابره لوړه شوې ده.

د سوېلي اسیا د ترهګرۍ څېړنیز دفتر د معلوماتو پر بنسټ، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله په ۲۰۲۱ کال کې ۶۶۴ ولسي وګړي، پاکستاني نظامیان او ملېشې وژل شوي، خو دغه شمېر بیا په ۲۰۲۲ کال کې ۹۷۱، په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۱۵۰۰ او په ۲۰۲۴ کال کې بیا څه باندې ۲۲۰۰ ته ورسېد.

د پاکستان د سولې مطالعاتو موسسې بیا ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې د بریدونو په شمېر کې د پام وړ ډېرښت راغلی وو. د دغې موسسې د راپور پر بنسټ، په دې کال کې په پاکستان کې ۶۹۹ بریدونه شوي او له امله یې ۱۰۳۴ کسان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان، طالبان له ټي‌ټي‌پي پر ملاتړ او په افغان خاوره کې پر ځای ورکولو تورنوي، خو طالبانو بیا د اسلام‌اباد دغه تورونه په کلکه رد کړي او د تحریک طالبان پاکستان مسله یې د دغه هېواد داخلي مساله ګڼلې او په باور یې یاده ډله په پاکستان کې جغرافیا په واک کې لري او همالته خپلې چارې تنظیموي.

پاکستاني پوځ ته د طالبانو خبرداری؛ دا ځل اصلي جنایتکاران چې پاکستاني نظامیان دي په نښه کوو

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند د پاکستان د تېرې شپې بریدونو په غبرګون ویلي، پاکستاني نظامیانو له تېرې جګړې عبرت نه‌دی اخیستی او دا ځل به بیا اصلي «جنایتکاران» چې پاکستاني نظامیان دي، په نښه شي. هغه زیاته کړې: «دا ځل به د پاکستاني نظامیانو په خوله داسې سوک ووهو چې بیا جنایت ونه‌کړي.»

ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان له یوې داخلي رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د هوايي ځواکونو بمبارۍ چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، «جنایت» بللی او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړی، چې دغه جنایت به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي او په یوه مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړل شي.

مجاهد وویل: «د پاکستان ملت، علما او سیاسي ګوندونه د دغه ډول جنایتونو پلوي نه‌دي، خو یوه ځانګړې نظامي کړۍ ده چې له خپلو بهرنیو بادارانو یې پروژه اخیستې، څو له افغانستان سره شخړه وي او سیمه نا ارامه شي».

د هغه په باور، د پاکستان نظامیان کله چې د خپلو مخالفینو پر وړاندې ناکام شي، نو د «جبران» لپار یې پر افغانستان برید کوي.

د طالبانو ویاند زیاتوي، دوی هېڅکله هم د پاکستاني نظامیانو په څېر ملکي خلک نه‌ په نښه کوي، خو خبرداری ورکوي: «موږ اصلي جنایتکاران چې د پاکستان نظامیان دي په نښه کوو. ها بل ځل مو هم د نظامیانو ۲۰ پوستې له‌منځه یوړې، ۵۸ نظامیان مو ووژل او ۳ نظامیانو مو اسیر ونیول».

دا په داسې حال کې ده، چې یاد شوي ۳ پاکستاني نظامیان بیا همدا څو ورځې مخکې د سعودي عربستان په منځګړیتوب ازاد شول.

ذبیح‌الله مجاهد څرګنده کړې: «هغوی [پاکستاني نظامیان] په تاسف سره ها بل ځل له افغانانو سره له مخامخ کېدو عبرت او درس نه‌دی اخیستی، دا ځل به وګوري چې افغانان څه کوي. ځواب به په ښه توګه اصلي مجرمینو ته ورکړل شي. دا ځل به د پاکستاني نظامیانو خوله په داسې کلک سوک ووهل شي، چې بیا ځلې جنایت ونه‌کړي».

هغه د پاکستان دغه تېري ته د ځواب د نېټې او څرنګوالي په تړاو څه ونه‌ویل، خو دومره یې روښانه کړه، چې دا نظامي اسرار دي او ډېر ژر به یې ټول وګوري چې دوی څه کوي.

د پاکستان هوايي ځواکونو تېره شپه شاوخوا ۱۲بجې (شنبه د کب ۲مه) په یوه وخت کې د پکتیکا پر برمل او اُرګون ولسوالیو او همداراز د ننګرهار په خوګیاڼو، بهسود او غني‌خېلو ولسوالیو بریدونه وکړل او د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له بریدونو شاوخوا ۲ ساعته وروسته وویل، چې په افغانستان کې یې د «ترهګرو پر ۷ پټنځایونو» هوایي بریدونه کړي دي.

د دواړو ولایتونو د اوسېدونکو په وینا، د پاکستان د هوايي ځواکونو په دغو بریدونو کې یوازې ملګي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او زیانمن شوي دي.

پاکستان کابل ته د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه مشر د سفر مخه نیولې ده

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د اسلام اباد په هوايي ډګر کې سرحدي ساتونکو د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه مشر کابل ته د سفر مخنيوی کړی دی. جمعیت علما اسلام له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، او مشران یې د افغان طالبانو په وړاندې د اسلام اباد د پالیسیو منتقدین دي.

سرچینو په اسلام اباد کې د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې پاکستاني افسرانو د جمعیت علما اسلام د یوه مشر مفتي کفایت الله کابل ته د سفر کولو څخه منع کړی.

د سرچینو په وینا، هغه پلان درلود چې کابل ته سفر وکړي خو د اسلام اباد په هوايي ډګر کې ودرول شو.

د جمعیت علما اسلام مشرانو مخکې هڅه کړې وه، چې کابل ته سفر وکړي او د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو دا هڅې ناکامې شوې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ظاهري ډول خرابې شوې، چې په قبایلي سیمو کې د وسله والو بریدونو شدت پیدا کړ.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې طالبان په دې تورن کړل چې د پاکستان په خاوره کې د وسله والو بریدونو مخه نه نیسي.

په بیان کې ویل شوي چې پاکستان به نور زغم ونه وکړي او یاغیان به په هر ځای کې چې وي په نښه کړي.

په وروستیو اونیو کې، یو شمېر پاکستاني مذهبي او سیاسي شخصیتونو کابل ته سفر کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي دي.

د پاکستان پوځ: له افغانستان څخه هر ډول برید به بې ځوابه پاتې نه شي

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ وایي، چې د خپلو هغو دوو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو غچ به واخلي، چې نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) د خیبرپښتونخوا په بنو کې د وسله‌والو په یوه برید کې وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ځانګې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا برید «د افغانستان له خاورې څخه په ګته اخیستنې» ترسره شوی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان به په دې اړه هېڅ ډول زغم ونه ښيي او د پېښې له عاملانو به «هر چېرې چې وي» غچ واخلي.

د پوځ په وینا، وسله‌وال چې «خوارج» بلل شوي، لا هم د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د پاکستان دننه بریدونه کوي او ادعا شوې، چې طالبان د دغو ډلو د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي دي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې خیبرپښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید شوی، چې له امله یې یو ډګروال او یو سرتېری وژل شوي دي. وژل شوي کسان ډګروال شهزاده ګل فراز (۴۳کلن) او سرتېری کرامت‌شاه (۲۸کلن) ښودل شوي، چې دواړه د پېښور اوسېدونکي وو.

د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې په دغې نښته کې پنځه تنه د تحریک طالبان پاکستان غړي هم وژل شوي دي، خو د ټپیانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند شوی.

تر اوسه د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ دې تازه اعلامیې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې مخکې د طالبانو ویاند د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې وې، چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو وسله‌وال د افغانستان په خاوره کې حضور لري.