په جوزجان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۶ نور ټپيان شوي دي

په جوزجان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي وایي، چې د شبرغان او اندخوی ولسوالۍ پر لار د یوه موټر د اوښتو له امله یو کس مړ او د یوې ښځې او ماشوم په ګډون ۶ نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې ټپیان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
