• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترابي د سیلابونو او اقلیمي بدلون په برخه کې د ملګرو ملتونو له استازي د همکارۍ غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۱:۰۹ GMT

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په کابل کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سټیفن روډریګز او د یاد بنسټ له تخنیکي پلاوي سره په کتنه کې د اقلیمي بدلون، ناڅاپي ورښتونو او نیزونو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د خبرپاڼې له مخې، ترابي ویلي، چې افغانستان د اقلیم بدلون له جدي اغېزو سره مخ دی او د وقایوي او بنسټیزو پروژو پلي کېدل د طبیعي پېښو د خطر د کمولو لپاره خورا مهم دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي د پېښو د مدیریت په برخه کې د یادې ادارې «عملي اقدامات ستایلي» او ژمنه یې کړې، چې د دغه سکتور لپاره به له سیاسي ملاحظاتو پرته ځانګړې بودجه او تخنیکي همکاري زیاته کړي.

ترویج لرونکی

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي
۱

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي

۲

طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي

۳
ځانګړی

سند؛ طالبانو د بهرنیو مرستو راجلبولو لپاره د امریکا پخواني مشاورین په وزارتونو کې ګومارلي

۴

پاکستان د وري پر پنځمه نېټه د تورخم دروازه پرانیزي

۵

په کابل کې ځینو فعالانو «یوناما» ته د پاکستان د بریدونو په اړه اعتراض لیک سپارلی

•
•
•

نور کیسې

ایران له چین څخه د بېړیو ضد چټکو توغندیو د پېرلو تړون ته نږدې شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۰:۲۸ GMT

د خبرو اترو له بهیره خبرو شپږو سرچینو ویلي چې ایران له چین سره د بېړیو ضد کروز توغندیو د پېرلو تړون وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی. دا تر غږ چټک توغندي شاوخوا ۲۹۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي او داسې طرحه شوي چې د بېړیو دفاعي سیستمونه په ټیټې او چټکې الوتنې تېر باسي.

دغه پرمختګ داسې مهال دی، چې واشنګټن پر تهران د احتمالي بریدونو تر چمتووالي وړاندې د ایران ساحل ته نږدې ستر سمندري ځواک ځای پر ځای کوي.

سرچینې وايي، د چین جوړو «سي‌اېم–۳۰۲» توغندیو تړون نږدې بشپړ شوی، خو د سپارلو نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

د وسلو دوو کارپوهانو ویلي، د دغو توغندیو ځای پر ځای کول به د ایران د برید وړتیاوې په څرګند ډول پیاوړې کړي او په سیمه کې به د امریکا سمندري ځواکونو ته ګواښ ډېر کړي.

د دغو وسلو د پېرلو خبرې لږ تر لږه دوه کاله مخکې پیل شوې وې، خو د جون په میاشت کې د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په چټکۍ سره مخته ولاړې.

د سرچینو په وینا، د خبرو وروستي پړاو ته له رسېدو سره سم، د ایران لوړپوړو پوځي او حکومتي چارواکو چین ته سفرونه کړي، چې د دفاع وزارت مرستیال مسعود اورايي هم پکې شامل و.

د اسراییل د ملي امنیت د مطالعاتو انستیتیوت لوړپوړي څېړونکي ډني سیترینوویچ ویلي: «که ایران د بېړیو پر ضد تر غږ د چټک برید وړتیا ترلاسه کړي، دا به لوبه په بشپړه توګه بدله کړي».

رویټرز ونه توانېد چې معلومه کړي په احتمالي تړون کې څو توغندي شامل دي، ایران به څومره پیسې ورکړي، او یا دا چې چین به د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو په رڼا کې تړون عملي کړي او که نه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي: «ایران له خپلو متحدینو سره پوځي او امنیتي تړونونه لري، او اوس مناسب وخت دی چې له دغو هوکړو ګټه واخلي».

په همدې حال کې، سپینې ماڼۍ د توغندیو د تړون په اړه مستقیمه تبصره نه ده کړې.

د ګرځندوی شرکتونو له طالبانو نه د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۰:۲۷ GMT

د طالبانو د اطلاعاتوا او کلتور وزارت وايي، د ګرځندوی شرکتونو اتحادیې مسوولینو خپلې ستونزې د طالبانو د ګرځندوی چارو معین سره شریکې کړې دي. د ګرځندوی شرکتونو اتحادیې ګرځندویانو ته د ویزو اخیستلو په برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د ګرځندوی شرکتونو اتحادیې مسوولانو ویلي، چې د بهرنیو ګرځندویانو د څرګندونو له مخې افغانستان یو مېلمه‌پاله هېواد دی او د هغوی په وینا، ځینې بهرنۍ رسنۍ د هېواد انځور ناسم وړاندې کوي، خو هغه بهرني سېلانیان چې افغانستان ته راغلي، د افغانانو له مېلمه‌پالنې، کلتور او ښه چلنده خوښ دي.

د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی چارو معین قدرت‌الله جمال ویلي، باید هغه ناسم تصویر چې د ځینو رسنیو له لوري نړیوالو ته وړاندې شوی، په عملي ډول ناسم ثابت شي.

نوموړي ټینګار کړی چې وزارت یې د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او د سیاحتي شرکتونو د جوازونو د وېش په برخه کې لازمې اسانتیاوې او اصلاحات شوي دي.

له دې وړاندې په غزني ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار ویلي و، چې روان کال د دغه ولایت له تاریخي سیمو شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو لیدنه کړې ده.

د هغه په وینا، په دې شمېر کې ۶۸۲ بهرني ګرځندویان شامل دي، چې دا د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د طالبانو په اړه ویل کیږي، چې بهرنیو ګرځندویانو ته یې ځانګړي امتیازات ور کړي او له دې لارې غواړي د خپلې ادارې او افغانستان په اړه نړۍ ته مثبت انځور ور کړي.

د طالبانو چارواکی: که «امیر» اجازه وکړي دویمه شپه به مو په کوټه او پېښور کې وي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۰:۰۲ GMT

د طالبانو د شمال ختیځ زون د نظامي محکمې رییس ویلي، چې که مولوي هبت الله اجازه ور کړي، دویمه شپه به یې په کوټه او پېښور کې وي. نوموړي دغه راز ویلي، چې هرڅوک د طالبانو ادارې ته زیان رسوي، پر خلاف یې جهاد فرض عین دی.

د طالبانود شمال ختیځ زون د نظامي محکمې رییس شيخ عبدالهادي همت د سې شنبې په ورځ په کندز کې د دې ډلې د دفاعي ځواکونو د فراغت په غونډه کې ویلي، چې د ادارې دفاع او غچ اخیستل پر دوی فرض عین دي.

هغه په خپلو خبرو کې د پاکستان حکومت د «کفر خوشالوونکی» بللی او زیاته کړې یې ده، چې پر پکتیکا او ننګرهار د اسلام اباد د هوايي بریدونو غچ باید واخېستل شي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې « د امیر امر ته مجبور یو، که امیر احازه وکړي، په الله قسم چې دویمه شپه به مو په کوټه او پېښور کې وي».

هغه وویل چې په کابل کې د طالبانو شاوخوا دوه زره دیني عالمانو ددې ډلې د ادارې ددفاع په تړاو فتوا ورکړې او ددې فتوا له مخې چې هرڅوک د طالبانو ادارې ته زیان رسوي، پر خلاف یې جهاد فرض عین دی.

طالبان: تېره میاشت نږدې ۳زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ‌راتګ کړی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۷:۵۵ GMT

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو اداره وایي، چې په تېرې سلواغې میاشت کې د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۲زره او ۹۱۸ بهرنیو وګړو تګ‌راتګ کړی. یادې ادارې ویلي، چې دغه وګړي افغانستان ته د کار، سیل او د کورنیو د لیدو لپاره راغلي وو.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ثبت شوې شمېرې ښيي چې په یاده موده کې د ۵۲ ښځو په ګډون ۱۵۰۷ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۴ ښځو په ګډون ۱۴۱۱ نور له هېواده وتلي دي.

طالبانو وړاندې ویلي و، چې د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ‌راتګ د نیمروز بندر، د هرات له هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل هوايي ډ‌ګر له لارې شوی چې یو شمېر بهرنيو سېلانیانو تر ډېره د (بامیان، هرات، کندهار، ننګرهار، غور، بدخشان، کندوز، پکتیا، خوست، نورستان، بلخ، سمنګان او کوڼر) ولایتونو له لرغونو ځایونو لیدنې کړې.

طالبان داسې مهال له بهرنیو کارګرو او سېلانیانو هرکلی کوي، چې ګڼ افغانان پرې د طالبانو له لوري د کړۍ تنګولو او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

متقي د ملګرو ملتونو مرستيالې ته: پر ملکي وګړو د پاکستان بریدونه دې په بې‌پرې توګه وڅېړل شي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۷:۲۳ GMT

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو لپاره د سرمنشي مرستيالې روزمارې ډېکارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه چې په‌کې ملکي وګړي په نښه شوي غندلي او د دغه پېښو د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ متقي په دغه ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان له لوري په تېرو څلورو کلونو کې پر افغانستان د هوايي بریدونو دوامداره پېښو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په یادو بریدونو کې یوازې ملکي وګړي په نښه شوي.

هغه زیاته کړې، هېڅکله هم داسې وسله‌وال نه‌دي وژل شوي چې پاکستاني لوری یې د حضور ادعا کوي چې دا د پاکستان له لوري پر افغانستان لګېدلي تورونه بې‌بنسټه ثابتوي.

متقي همداراز ویلي: «په افغانستان کې وسله‌والې ډلې شتون نه‌لري او د کورني او بهرني ډیپلوماتانو په ګډون ټول اړخونه کولای شي د وروستي هوايي برید ځای ته ولاړ شي او حالت له نږدې وارزوي».

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو مرستيالې اغلې ډيکارلو په دې خبرو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې ژوره غمرازي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هوايي بریدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه ټیلېفوني خبرو کې د دوحې د ناستو، کاري ډلو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې شوې.