رویټرز د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په وینا لیکلي، ټاکل شوې ده چې خبرې د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي. ټاکل شوې ده، چې د امریکا استازي سټیف وېټکاف او جرډ کوشنر د ایران له پلاوي سره د دغو خبرو لپاره وګوري.
دواړو هېوادونو د همدې میاشتې په پیل کې بیا خبرې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي. ایران ګواښ کړی، چې که پرې برید وشي نو په سیمه کې به د امریکا پر پوځي اډو برید وکړي.
د ایران دولتي رسنیو لیکلي، چې تختروانچي وویل: «موږ چمتو یو چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږو. موږ به هر هغه څه وکړو چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اړین وي. موږ به د جنیوا د خبرو خونې ته په بشپړ صداقت او نېک نیت داخل شو.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې سېشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړنی انتخاب تل ډیپلوماسي ده، خو که اړتیا وي د زور کارولو ته هم چمتو دی.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د یکشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې تهران به په جدي ډول دا وړاندیز په پام کې ونیسي چې د خپل ډېر بډایه شوي یورانیم نیمایي برخه بهر ته واستوي، پاتې برخه کمه بډایه کړي او د سیمې د بډاینې په یوه ګډ کنسرسیوم کې برخه واخلي، هغه نظر چې د کلونو راهیسې د ایران اړوند ډیپلوماسۍ کې وخت ناوخت مطرح شوی.
د چارواکي په وینا، ایران به دا کار د دې په بدل کې وکړي چې امریکا د «سولییز اټومي بډاینې» حق په رسمیت وپېژني او همدارنګه اقتصادي بندیزونه لرې کړي.
تختروانچي زیاته کړه: «که پر ایران برید یا تېری وشي، موږ به د خپلو دفاعي پلانونو له مخې ځواب ورکړو، پر ایران د امریکا برید یو ستر قمار دی.»
تېر کال د دواړو لوریو ترمنځ غېرمستقیمې خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې چې اصلي لامل یې دا و، چې امریکا غوښتل ایران پر خپله خاوره د یورانیمو بډاینه پرېږدي، ځکه واشنګټن دا د اټومي بم جوړولو لار بولي.
ایران تل دا تور رد کړی چې ګواکې اټومي وسلې غواړي.
په تېر جون میاشت کې امریکا له اسراییل سره یو ځای د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، چې د ایران د یورانیمو بډاینه یې په عملي ډول محدوده کړه. ټرمپ ویلي وو، چې د ایران مهم اټومي سایټونه «په بشپړ ډول له منځه وړل شوي» دي. خو باور کېږي چې ایران لا هم له پخوا بډایه شوي زېرمې لري، چې واشنګټن غواړي ایران یې وسپاري.