• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هغه معشوقه چې د مکسیکو د نشه‌یي توکو نامتو مشر یې د مرګ په لومه کې ګېر کړ

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د يکشنبې په ورځ د (کب ۳مه) د مکسیکو امنيتي ځواکونو په يو لړ پراخو او بې‌ساري عملياتو کې نمیسیو اوسېګیرا چې په ال‌منچو مشهور و او د دغه هېواد له تر ټولو وېروونکو مافيايي مشرانو څخه شمېرل کېده، وواژه.

اوس د مکسیکو چارواکو څرګنده کړې، چې دا عمليات د ال‌منچو د معشوقې تر څار او د هغه د پټنځای تر پېژندلو وروسته بريالي شول.

د نیویارک ټایمز د راپور له‌مخې، د مکسیکو امنيتي چارواکو د ال‌منچو د نيولو د عملياتو نور جزييات هم خپاره کړي دي. په راپور کې زیاته شوې، د دې پر ځای چې د پيسو لړۍ يا د نشه‌یي توکو د قاچاق شبکې وڅاري، د هغه معشوقه يې تر څار لاندې ونيوله. چارواکو د دغې ښځې د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

سره له دې چې ال‌منچو سخت تر تعقيب لاندې و، خو ونه توانېد چې د خپلې خوښې له معشوقې څخه تېر شي، ځکه همدا کار سبب شو چې امنيتي ځواکونو د هغه پټنځای د خاليسکو ايالت په يوه غرني سيمه کې ومومي.

د ال‌منچو ښکار

عمليات د جمعې په ورځ د کب په لومړۍ نېټه هغه مهال پيل شول، چې د مکسیکو استخباراتي مامورينو يو سړی تعقيب کړ چې د ال‌منچو له يوې معشوقې سره یې نږدې اړيکه لرله. دغه سړي یاده مېرمن د ال‌منچو پټنځای ته يوړه. ښځه يوه ورځ وروسته بېرته ولاړه، خو د خاليسکو د کارتل مشر هماغلته پاتې شو او همدا چاره د هغه د نيولو د پلان د پلي کېدو لامل وګرځېده.

د پوځ کومانډو ځواکونو د يکشنبې په سهار وختي د تاپالپا کوچني ښار ته ننوتل. د مکسیکو د دفاع وزير جنرال ریکاردو ترویلا وويل، چې کله ځواکونه پټنځای ته ورسېدل، ال‌منچو د تېښتې هڅه وکړه او سملاستي د عسکرو او د هغه د ساتونکو ترمنځ سخته نښته پيل شوه.

جنرال ترویلا وويل، ال‌منچو او ملګري يې په درنو وسلو سمبال وو او دوه راکټ‌توغندي ويشتونکي هم ورسره وو. د مکسیکو د ځانګړو ځواکونو په ډزو کې د کارتل اته غړي ووژل شول، خو ال‌منچو له سيمې وتښتېد او ځنګله ته ننوت او ځان يې پټ کړ. د هغه په وينا: «هغوی هغه په داسې حال کې وموند چې ځان یې بوټو کې پټ کړی و».

د ډزو د تبادلې پر مهال ال‌منچو او د هغه دوه ساتونکي سخت ټپيان شول. هغوی په چورلکه کې روغتيايي مرکز ته ولېږدول شول، خو د لارې په اوږدو کې او تر روغتونه تر رسېدو مخکې د سختو ټپونو له امله مړ شو. په دغو پراخو عملياتو کې شاوخوا دوه زره امنيتي ځواکونه چې پوځ او ملي ګارډ هم په‌کې شامل وو، برخه لرله.

د هغه د وژل کېدو له خبر خپرېدو وروسته، د مکسیکو په شلو ايالتونو کې د تاوتريخوالي څپه راپورته شوه. د ال‌منچو د ډلې غړو لويې لارې وتړلې، بانکونه او دوکانونه يې وسوځول او د دغو تاوتريخوالو له امله لږ تر لږه ۶۲ تنه ووژل شول.

د مکسیکو حکومت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد ته بېرته ارامي راګرځېدلې ده.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د دغه مافيايي مشر د نيولو لپاره ۱۵ ميليونه ډالره انعام ټاکلی و. نیویارک ټایمز ليکلي، چې د هغه وژل کېدل د مکسیکو د حکومت لپاره يوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېدای شي او ښايي د ‌ډونالد ټرمپ سياسي فشارونه کم کړي. ټرمپ مخکې ګواښ کړی و، چې د مکسیکو د مخدره توکو د کارتلونو پر ضد به پوځي عمليات وکړي.

ټرمپ د دغه مافيايي مشر د وژل کېدو تر خبر وروسته، په ټولنيزو رسنيو کې په يو پيغام کې له مکسیکو وغوښتل چې د نشه‌یي توکو د کارتلونو پر ضد خپلې هڅې لا پياوړې کړي.

په مقابل کې، د مکسیکو چارواکو څو ځله له متحده ايالاتو غوښتي چې د وسلو ناقانونه پلور چې د دې هېواد دننه د مافيايي ډلو د پياوړتيا لامل ګرځي، مهار کړي. د امريکا د حکومت د شمېرو له‌مخې، په مکسیکو کې شاوخوا ۷۰ سلنه هغه ناقانونه وسلې چې نيول شوې دي، له امريکا څخه قاچاق شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی، چې په نړۍ کې له ۵۰۰ ميليونو زيات ماشومان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له جګړې او تاوتريخوالي سره مخ دي. د دې ادارې په وينا، هر کال لسګونه زره ماشومانو ته په وسله‌والو نښتو کې مرګ‌ژوبله اوړي او د دغو پېښو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

د يونېسف اجرایيه مشرې کاترین رسل د سې‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ماشومانو زده‌کړه د تاوتريخوالي او جګړې له چاپېريال څخه سخته اغېزمنه شوې ده. د هغې په وينا، په تېرو شلو کلونو کې له ۱۴ زرو څخه ډېر بريدونه د وسله‌والو ډلو له لوري پر ښوونځيو ثبت شوي او لږ تر لږه ۳ زره ښوونځي د پوځي اډو په توګه کارول شوي دي.

هغې زياته کړه، چې يوازې په غزه کې له ۲۰۲۳ کال راهيسې تر اوسه پورې ۹۷ سلنه ښوونځي زيانمن شوي يا بشپړ ويجاړ شوي دي. همداراز په هېوادونو لکه د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت، ميانمار او اوکراين کې سلګونه ښوونځي د بريدونو او بمباريو هدف ګرځېدلي دي.

يونېسف ټينګار کړی، چې پر ښوونځيو بريدونه ماشومان له زده‌کړو، روغتيايي خدمتونو، رواني ملاتړ او خوندي ټولنيزو چاپېريالونو څخه بې‌برخې کوي. دغه حالت د دې لامل ګرځي چې ماشومان د وسله‌والو ډلو له خوا جلب او جذب شي، جبري کار ته اړ شي، د انسان قاچاق ښکار شي او يا له وخته مخکې ودونو ته اړ کړل شي.

يونېسف د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د ماشومانو د زده‌کړو او ښوونځيو ساتنه وکړي او د هغوی د خوندي راتلونکې لپاره جدي ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره: نړۍواله ټولنه باید په اوکراین کې اوربند رامنځته کړي

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۰

پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له څلورمې کالیزې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره پرېکنده او روښانه ګامونه پورته کړي.

انالنا بربوک د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۶مه) په خپل اېکس کې د یوه پيغام په خپرولو سره زیاته کړه، چې دغه جګړه لا هم د اوکراينیانو لپاره درانه کړاوونه لري او ستر زيانونه یې ورته اړولي دي چې اړينه ده د دې جګړې د سملاسي درولو لپاره نړۍوالې هلې ځلې لا زياتې شي.

هغې چې د بېړنۍ ځانګړې يوولسمې غونډې پر مهال خبرې کولې څرګنده کړه، چې نړۍواله ټولنه بايد د سملاسي، بشپړ او بې‌قيده اوربند پر ټينګښت ټينګار وکړي، څو د نښتو او جګړو د پای ته رسېدو لپاره لار هواره شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې همداراز وويل، د سولې هر ډول هوکړه بايد د ملګرو ملتونو د منشور، د نړۍوال قانون د بنسټيزو اصولو او د عمومي اسمبلۍ د تصويب شويو پرېکړه‌ليکونو پر بنسټ جوړه شي. د هغې په وينا، يوازې له همدې لارې کېدای شي يو هر اړخيز، عادلانه او تلپاتې سوله رامنځته شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: ایران له امریکا سره د هوکړې لپاره هر ګام اخیستو ته چمتو دی

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تخت‌روانچي د سې‌شنبې په ورځ وویل، ایران چمتو دی څو له امریکا سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هر اړین ګام پورته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ایران ته ۱۰ تر ۱۵ ورځو وخت ورکړی، څو یوې هوکړې ته ورسېږي.

رویټرز د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په وینا لیکلي، ټاکل شوې ده چې خبرې د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي. ټاکل شوې ده، چې د امریکا استازي سټیف وېټکاف او جرډ کوشنر د ایران له پلاوي سره د دغو خبرو لپاره وګوري.

دواړو هېوادونو د همدې میاشتې په پیل کې بیا خبرې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي. ایران ګواښ کړی، چې که پرې برید وشي نو په سیمه کې به د امریکا پر پوځي اډو برید وکړي.

د ایران دولتي رسنیو لیکلي، چې تخت‌روانچي وویل: «موږ چمتو یو چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږو. موږ به هر هغه څه وکړو چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اړین وي. موږ به د جنیوا د خبرو خونې ته په بشپړ صداقت او نېک نیت داخل شو.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې سې‌شنبې په ورځ وویل، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړنی انتخاب تل ډیپلوماسي ده، خو که اړتیا وي د زور کارولو ته هم چمتو دی.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د یکشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې تهران به په جدي ډول دا وړاندیز په پام کې ونیسي چې د خپل ډېر بډایه شوي یورانیم نیمایي برخه بهر ته واستوي، پاتې برخه کمه بډایه کړي او د سیمې د بډاینې په یوه ګډ کنسرسیوم کې برخه واخلي، هغه نظر چې د کلونو راهیسې د ایران اړوند ډیپلوماسۍ کې وخت ناوخت مطرح شوی.

د چارواکي په وینا، ایران به دا کار د دې په بدل کې وکړي چې امریکا د «سولییز اټومي بډاینې» حق په رسمیت وپېژني او همدارنګه اقتصادي بندیزونه لرې کړي.

تخت‌روانچي زیاته کړه: «که پر ایران برید یا تېری وشي، موږ به د خپلو دفاعي پلانونو له مخې ځواب ورکړو، پر ایران د امریکا برید یو ستر قمار دی.»

تېر کال د دواړو لوریو ترمنځ غېرمستقیمې خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې چې اصلي لامل یې دا و، چې امریکا غوښتل ایران پر خپله خاوره د یورانیمو بډاینه پرېږدي، ځکه واشنګټن دا د اټومي بم جوړولو لار بولي.

ایران تل دا تور رد کړی چې ګواکې اټومي وسلې غواړي.

په تېر جون میاشت کې امریکا له اسراییل سره یو ځای د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، چې د ایران د یورانیمو بډاینه یې په عملي ډول محدوده کړه. ټرمپ ویلي وو، چې د ایران مهم اټومي سایټونه «په بشپړ ډول له منځه وړل شوي» دي. خو باور کېږي چې ایران لا هم له پخوا بډایه شوي زېرمې لري، چې واشنګټن غواړي ایران یې وسپاري.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د ایران سفیر احضار کړ

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ په هاګ ښار کې د ایران سفیر احضار کړ. دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د تهران په هوايي ډګر کې د یوه هالنډي ډیپلومات ډیپلوماټیک بکس ونیول شو.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ایران د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۸مه نېټه هغه مهال «یو ډیپلوماټیکه پېښه» رامنځته کړه، کله چې یې یو هالنډی ډیپلومات دې ته اړ کړ، څو خپل ډیپلوماتیک توکي د تهران په هوايي ډګر کې وسپاري. په اعلامیه کې راغلي: «دا اقدام د منلو وړ نه دی».

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې له ایراني چارواکو څخه یې څو ځله غوښتي څو نیول شوي توکي په بېړني توګه ورته بېرته وسپاري، خو د دغو توکو د څرنګوالي او جزییاتو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې وروسته له هغې یې د ایران سفیر احضار کړ چې ایراني چارواکو د یادې پېښې اړوند ویډیويي انځورونه پر لیکه خپاره کړل.

سپینه ماڼۍ وایي د ایران په اړه د ټرمپ لومړنی انتخاب ډیپلوماسي ده

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د سپینې ماڼې ویاندې ویلي، چې د ټرمپ لومړنی انتخاب له تهران سره د تعامل لپاره تل ډیپلوماسي ده، خو که اړتیا وي، د مرګوني ځواک کارولو ته هم چمتو دی.

کارولین لیویت د سې شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «د ولسمشر ټرمپ لومړنی انتخاب تل ډیپلوماسي ده. خو لکه څنګه چې هغه ښودلي، که اړتیا وي د متحده ایالاتو پوځي ځواک د وژونکي ځواک کارولو ته چمتو دی».

رویټرز د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د سې شنبې په ورځ ناوخته کانګرس ته د ایران په اړه معلومات ورکړي.

متحده ایالاتو د احتمالي بریدونو دمخه د ایران په ساحلي سیمو کې پراخ سمندري ځواک ځای پر ځای کړی دی. ټرمپ د فېبرورۍ په ۱۹مه وویل چې هغه تهران ته شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ ورځې وخت ورکوي چې یوې معاملې ته سره ورسیږي.

ټرمپ ممکن د سې شنبې په شپه د خپل دولت د اتحاد په وینا کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه هم خبرې وکړي.