• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو څار بنسټ: ایران کې زرګونه کسان له ناعادلانه محکمو او پټو اعدامونو سره مخ دي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۲۲:۱۸ GMT

د بشري حقونو څار بنسټ راپور ورکړی، چې په ایران کې د مرغومې د ۱۸مې او ۱۹مې نېټې له پراخو وژنو وروسته، ایراني چارواکو د خپل‌سرو نیونو، شکنجو، په زوره د لادرکه کولو او د جبري اعترافاتو خپرولو لړۍ پیل کړې ده او زرګونه کسان له ناعادلانه محکمو او پټو اعدامونو سره مخ دي.

د بشري حقونو څار بنسټ د سې‌شنبې په ورځ په یوې بیانیه کې اعلان وکړ، چې د مرغومې له اتمې نیټې راهیسې د ایران امنیتي او قضايي بنسټونو په ټول هېواد کې د اعتراض کوونکو، مدني فعالانو او عادي وګړو پراخې او له تاوتریخوالي ډکې نیونې په کاري لومړیتوب کې نیولې دي.
د دغې بیانیې له‌مخې، د مرغومې میاشتې د ۱۸مې او ۱۹مې نېټې له وژنو وروسته د نیونو لړۍ دوام موندلی او لسګونه زره کسان نیول شوي یا هم احضار شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې د اسلامي جمهوریت پولیسو (فراجا)، سپاه پاسداران او د هغوی استخباراتي سازمان، د استخباراتو وزارت او قضايي چارواکو د خلکو د ځپلو په دې همغږې مبارزه کې رول لرلی دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا، نیول شوي کسان د اوږدې مودې لپاره له کورنۍ او وکیل سره له اړیکې پرته ساتل کېږي او چارواکي د هغوی د برخلیک او ساتنځای په اړه د هر ډول معلوماتو له ورکولو ډډه کوي او دا داسې یو حالت دی چې په ښکاره د «په زوره لادرکه کولو» بېلګه ګڼل کېږي.
د بشري حقونو څار بنسټ د خپلې بیانیې په دوام خبر ورکړی، چې ډېری کسان په سړکونو، تلاشیو او ان پر کورونو د چاپو پر مهال نیول شوي دي.
د دغه بنسټ په وینا، ځینې زندانونه د نویو نیول شویو کسانو د ساتلو لپاره خالي شوي او ان غېررسمي توقیف‌خونې هم د اعتراض کوونکو د ساتلو لپاره کارول شوې دي.
په بېلابېلو ولایتونو لکه تهران، البرز، کرمانشاه، ایلام، خوزستان او ختیځ اذربایجان کې د بندیانو کورنیو ویلي، چې چارواکو د دوی د کورنۍ د غړو د ساتنې د ځای په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.
خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې کورنۍ د زندانونو، څارنوالیو او دولتي ودانیو مخې ته راټولې شوې او د ځواب غوښتنه کوي.
په ځینو مواردو کې، کورنیو داسې ټلیفوني اړیکې ترلاسه کړې دي چې ورته ویل شوي د دوی د کورنۍ غړی وژل شوی، خو نه یې مړی ورسپارلی او نه یې هم د هغه د برخلیک په اړه روښانه معلومات ورکړي دي.
د بشري حقونو څار بنسټ ټینګار وکړ چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ، په زوره لادرکه کول تر هغه وخته چې د فرد برخلیک یا د ساتلو ځای معلوم نه‌شي، یو «دوامداره جرم» ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي
۱

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي

۲

طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي

۳
ځانګړی

سند؛ طالبانو د بهرنیو مرستو راجلبولو لپاره د امریکا پخواني مشاورین په وزارتونو کې ګومارلي

۴

په کابل کې ځینو فعالانو «یوناما» ته د پاکستان د بریدونو په اړه اعتراض لیک سپارلی

۵

پاکستان د وري پر پنځمه نېټه د تورخم دروازه پرانیزي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۵۰۰ ميليونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۲۱:۵۳ GMT

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی، چې په نړۍ کې له ۵۰۰ ميليونو زيات ماشومان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له جګړې او تاوتريخوالي سره مخ دي. د دې ادارې په وينا، هر کال لسګونه زره ماشومانو ته په وسله‌والو نښتو کې مرګ‌ژوبله اوړي او د دغو پېښو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

د يونېسف اجرایيه مشرې کاترین رسل د سې‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ماشومانو زده‌کړه د تاوتريخوالي او جګړې له چاپېريال څخه سخته اغېزمنه شوې ده. د هغې په وينا، په تېرو شلو کلونو کې له ۱۴ زرو څخه ډېر بريدونه د وسله‌والو ډلو له لوري پر ښوونځيو ثبت شوي او لږ تر لږه ۳ زره ښوونځي د پوځي اډو په توګه کارول شوي دي.

هغې زياته کړه، چې يوازې په غزه کې له ۲۰۲۳ کال راهيسې تر اوسه پورې ۹۷ سلنه ښوونځي زيانمن شوي يا بشپړ ويجاړ شوي دي. همداراز په هېوادونو لکه د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت، ميانمار او اوکراين کې سلګونه ښوونځي د بريدونو او بمباريو هدف ګرځېدلي دي.

يونېسف ټينګار کړی، چې پر ښوونځيو بريدونه ماشومان له زده‌کړو، روغتيايي خدمتونو، رواني ملاتړ او خوندي ټولنيزو چاپېريالونو څخه بې‌برخې کوي. دغه حالت د دې لامل ګرځي چې ماشومان د وسله‌والو ډلو له خوا جلب او جذب شي، جبري کار ته اړ شي، د انسان قاچاق ښکار شي او يا له وخته مخکې ودونو ته اړ کړل شي.

يونېسف د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د ماشومانو د زده‌کړو او ښوونځيو ساتنه وکړي او د هغوی د خوندي راتلونکې لپاره جدي ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره: نړۍواله ټولنه باید په اوکراین کې اوربند رامنځته کړي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۲۱:۲۳ GMT

پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له څلورمې کالیزې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره پرېکنده او روښانه ګامونه پورته کړي.

انالنا بربوک د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۶مه) په خپل اېکس کې د یوه پيغام په خپرولو سره زیاته کړه، چې دغه جګړه لا هم د اوکراينیانو لپاره درانه کړاوونه لري او ستر زيانونه یې ورته اړولي دي چې اړينه ده د دې جګړې د سملاسي درولو لپاره نړۍوالې هلې ځلې لا زياتې شي.

هغې چې د بېړنۍ ځانګړې يوولسمې غونډې پر مهال خبرې کولې څرګنده کړه، چې نړۍواله ټولنه بايد د سملاسي، بشپړ او بې‌قيده اوربند پر ټينګښت ټينګار وکړي، څو د نښتو او جګړو د پای ته رسېدو لپاره لار هواره شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې همداراز وويل، د سولې هر ډول هوکړه بايد د ملګرو ملتونو د منشور، د نړۍوال قانون د بنسټيزو اصولو او د عمومي اسمبلۍ د تصويب شويو پرېکړه‌ليکونو پر بنسټ جوړه شي. د هغې په وينا، يوازې له همدې لارې کېدای شي يو هر اړخيز، عادلانه او تلپاتې سوله رامنځته شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: ایران له امریکا سره د هوکړې لپاره هر ګام اخیستو ته چمتو دی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۸:۳۰ GMT

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تخت‌روانچي د سې‌شنبې په ورځ وویل، ایران چمتو دی څو له امریکا سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هر اړین ګام پورته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ایران ته ۱۰ تر ۱۵ ورځو وخت ورکړی، څو یوې هوکړې ته ورسېږي.

رویټرز د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په وینا لیکلي، ټاکل شوې ده چې خبرې د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي. ټاکل شوې ده، چې د امریکا استازي سټیف وېټکاف او جرډ کوشنر د ایران له پلاوي سره د دغو خبرو لپاره وګوري.

دواړو هېوادونو د همدې میاشتې په پیل کې بیا خبرې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي. ایران ګواښ کړی، چې که پرې برید وشي نو په سیمه کې به د امریکا پر پوځي اډو برید وکړي.

د ایران دولتي رسنیو لیکلي، چې تخت‌روانچي وویل: «موږ چمتو یو چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږو. موږ به هر هغه څه وکړو چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اړین وي. موږ به د جنیوا د خبرو خونې ته په بشپړ صداقت او نېک نیت داخل شو.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې سې‌شنبې په ورځ وویل، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړنی انتخاب تل ډیپلوماسي ده، خو که اړتیا وي د زور کارولو ته هم چمتو دی.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د یکشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې تهران به په جدي ډول دا وړاندیز په پام کې ونیسي چې د خپل ډېر بډایه شوي یورانیم نیمایي برخه بهر ته واستوي، پاتې برخه کمه بډایه کړي او د سیمې د بډاینې په یوه ګډ کنسرسیوم کې برخه واخلي، هغه نظر چې د کلونو راهیسې د ایران اړوند ډیپلوماسۍ کې وخت ناوخت مطرح شوی.

د چارواکي په وینا، ایران به دا کار د دې په بدل کې وکړي چې امریکا د «سولییز اټومي بډاینې» حق په رسمیت وپېژني او همدارنګه اقتصادي بندیزونه لرې کړي.

تخت‌روانچي زیاته کړه: «که پر ایران برید یا تېری وشي، موږ به د خپلو دفاعي پلانونو له مخې ځواب ورکړو، پر ایران د امریکا برید یو ستر قمار دی.»

تېر کال د دواړو لوریو ترمنځ غېرمستقیمې خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې چې اصلي لامل یې دا و، چې امریکا غوښتل ایران پر خپله خاوره د یورانیمو بډاینه پرېږدي، ځکه واشنګټن دا د اټومي بم جوړولو لار بولي.

ایران تل دا تور رد کړی چې ګواکې اټومي وسلې غواړي.

په تېر جون میاشت کې امریکا له اسراییل سره یو ځای د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، چې د ایران د یورانیمو بډاینه یې په عملي ډول محدوده کړه. ټرمپ ویلي وو، چې د ایران مهم اټومي سایټونه «په بشپړ ډول له منځه وړل شوي» دي. خو باور کېږي چې ایران لا هم له پخوا بډایه شوي زېرمې لري، چې واشنګټن غواړي ایران یې وسپاري.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د ایران سفیر احضار کړ

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۸:۱۲ GMT

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ په هاګ ښار کې د ایران سفیر احضار کړ. دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د تهران په هوايي ډګر کې د یوه هالنډي ډیپلومات ډیپلوماټیک بکس ونیول شو.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ایران د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۸مه نېټه هغه مهال «یو ډیپلوماټیکه پېښه» رامنځته کړه، کله چې یې یو هالنډی ډیپلومات دې ته اړ کړ، څو خپل ډیپلوماتیک توکي د تهران په هوايي ډګر کې وسپاري. په اعلامیه کې راغلي: «دا اقدام د منلو وړ نه دی».

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې له ایراني چارواکو څخه یې څو ځله غوښتي څو نیول شوي توکي په بېړني توګه ورته بېرته وسپاري، خو د دغو توکو د څرنګوالي او جزییاتو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې وروسته له هغې یې د ایران سفیر احضار کړ چې ایراني چارواکو د یادې پېښې اړوند ویډیويي انځورونه پر لیکه خپاره کړل.

سپینه ماڼۍ وایي د ایران په اړه د ټرمپ لومړنی انتخاب ډیپلوماسي ده

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۶:۳۶ GMT

د سپینې ماڼې ویاندې ویلي، چې د ټرمپ لومړنی انتخاب له تهران سره د تعامل لپاره تل ډیپلوماسي ده، خو که اړتیا وي، د مرګوني ځواک کارولو ته هم چمتو دی.

کارولین لیویت د سې شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «د ولسمشر ټرمپ لومړنی انتخاب تل ډیپلوماسي ده. خو لکه څنګه چې هغه ښودلي، که اړتیا وي د متحده ایالاتو پوځي ځواک د وژونکي ځواک کارولو ته چمتو دی».

رویټرز د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د سې شنبې په ورځ ناوخته کانګرس ته د ایران په اړه معلومات ورکړي.

متحده ایالاتو د احتمالي بریدونو دمخه د ایران په ساحلي سیمو کې پراخ سمندري ځواک ځای پر ځای کړی دی. ټرمپ د فېبرورۍ په ۱۹مه وویل چې هغه تهران ته شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ ورځې وخت ورکوي چې یوې معاملې ته سره ورسیږي.

ټرمپ ممکن د سې شنبې په شپه د خپل دولت د اتحاد په وینا کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه هم خبرې وکړي.