د کرېکټ نړۍوال جام؛ انګلستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووت

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ نړۍوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې، انګلستان له دویم ګروپ څخه پاکستان ته د دوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. دا په دغه پړاو کې د انګلستان دویمه پرلهپسې بریا وه، چې په لرلو سره یې د څلورو امتیازونو په ګټلو په خپله ډله کې مخکښه پاتې شوه.
پاکستان د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته د توپاچونې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې. د پاکستان لپاره صاحبزاده فرحان تر نورو ډېرې ۶۳ منډې جوړې کړې.
د انګلستان د توپاچوونکو په منځ کې لیام ډاوسن د درېیو وېکټو په اخیستو سره ځلانده لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې د منډو په محدودولو کې یې مهم رول ولوباوه.
انګلستان د ورکړل شوي هدف په ځواب کې په ۱۹.۱ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او د لوبې ګټونکی شو. د انګلستان لوبډلمشر هري بروک په ۵۱ توپونو د ۱۰۰ منډو په جوړولو سره په زړه پورې لوبه وکړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.
بل لور ته، شاهین شاه اپریدي د څلورو وېکټو په اخیستو سره ښه وځلېد، خو د پاکستان د ماتې د مخنیوي لپاره یې هڅې کافي نه وې.
