• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره میاشت؛ له بېلابېلو لارو تر ۲۰۰ ټُنه ډېر بې‌کيفيته ودانیز توکي بېرته ګرځول شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۵:۳۱ GMT

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویاند محمد یوسف غاویر خبر ورکړی، چې په تېرې سلواغې میاشت کې یې د بېلابېلو بندرونو له لارې ۲۰۵ ټُنه بې‌کيفيته ودانیز توکي بېرته صادرونکو هېوادونو ته ستانه کړي دي.

هغه له ټولو سوداګرو غوښتي، چې افغانستان ته د بې‌کيفيته توکو له واردولو ډډه وکړي؛ څو هېوادوال له مالي او ځاني زيانونو وژغورل شي.

ترویج لرونکی

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي
۱

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي

۲

طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي

۳
ځانګړی

سند؛ طالبانو د بهرنیو مرستو راجلبولو لپاره د امریکا پخواني مشاورین په وزارتونو کې ګومارلي

۴

پاکستان د وري پر پنځمه نېټه د تورخم دروازه پرانیزي

۵

په کابل کې ځینو فعالانو «یوناما» ته د پاکستان د بریدونو په اړه اعتراض لیک سپارلی

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني چارواکي: تېرو شپږو میاشتو کې له هریپور نه د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۴:۴۴ GMT

د خیبر پښتونخوا هریپور ولسوالۍ چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له دغه ولسوالۍ په خپله خوښه د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کې زیاتوالی راغلی او دغه شمېر تر ۹۰ سلنې لوړ شوی.

د راپورونو له مخې؛ د دغه ستنېدونکو شمېر د روان ۲۰۲۶کال د فبرورۍ تر ۲۳مې نېټې ۵۷زره او ۳۶۶ تنو ته رسېدلی او اوس یوازې ۶زره او ۱۸۱ کسان په پنډغالو کې پاتې دي.

د هریپور مرستيال کمېشنر وسيم احمد په وینا، «په خپله خوښه د کډوالو د ستنېدو بهیر په منظمه توګه د اړونده ادارو په همغږۍ روان دی». هغه زیاته کړې، چې د ولسوالۍ اداره به د ځینو سیمو نقشه جوړه کړي؛ څو د ستنېدونکو او پاتې کډوالو شمېر په کره توګه روښانه شي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ په درېیو پنډغالو پنیان، باسو مایرا او پډهانا کې د افغان کډوالو ټولیز شمېر ۶۳زره او ۵۴۷ کسانوو ته رسېدلی و؛ په داسې حال کې چې ۱۳زره په ښارونو او کلیوالو سیمو کې په کرایه شویو کورونو کې اوسېدل. اوس یوازې ۴زره او ۹۹۹ کسان په پنیان پنډغالي کې پاتې دي، باسو مایرا کمپ په بشپړ ډول تش شوی او په پډهانا پنډغالي کې یوازې ۶۱۵ د «پي.او.ار» کارت لرونکي او ۲۳ د اې‌سي‌سي کارت لرونکي پاتې دي.

هغه دارنګه ویلي، چې په پنډغالو کې جوړ شوي روغتیایي مرکزونه او ښوونیزې ادارې اوس د صوبايي حکومت تر ادارې لاندې فعالیت کوي او د ځایي خلکو خدمت ته دوام ورکوي. د چارواکو په وینا؛ هغه افغانان چې لا هم په پنډغالو کې پاتې دي، تر اختر وروسته ژر تر ژره خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره چمتو دي. یوازې د يکشنبې په ماښام ۳۱۵ افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي.

ورته مهال په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وياند قيصر اپريدی وايي، د ۲۰۲۳کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د تورخم او نورو بېلابېلو لارو دوه مېلیونه او ۷۵زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې د دوو افغان ښځو په ګډون ۸ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۴:۰۳ GMT

د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ډزو دوو بېلابېلو پېښو پرمهال د دوو افغان ښځو په ګډون اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. ځایي چارواکو ویلي، دغه وژل شویو افغان مېرمنو په قاچاقي لاره پاکستان ته د ننوتو هڅه کوله.

د پنجګور مرستيال کمېشنر کبیر زركون د پېښې په اړه رسنیو ته وويل: «لومړۍ پېښه د پنجګور ښار له ۶۰ کیلومترۍ واټن پر چېدګي سیمه کې رامنځته شوې، چېرې چې وسله‌وال موټرسايکل سپرو پر دوه تېرېدونکو موټرونو ډزې وکړې».

هغه زیاته کړه: «په دغه پېښه کې شپږ کسان ووژل شول. وسله‌والو دواړه موټرونه وسوځول او د پېښې له ځایه وتښتېدل». دارنګه د پنجګور په پروم سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دوو موټرونو د درېدو هڅه وکړه؛ خو یو موټر د تېښتې هڅه وکړه او امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې. په دغه ډزو کې دوه افغان ښځې ووژل شوې او درې نور ټپیان شول.

د ځایي چارواکو په وینا؛ په دواړو موټرو کې افغان وګړي سپاره وو او په ناقانونه توګه یې غوښتل پاکستان ته داخل شي. ځایي چارواکو ویلي، ټپیان او جسدونه روغتون ته انتقال شوي؛ په داسې حال کې چې نور افغان وګړي د دوی د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.

طالبان وایي د ۲۰۲۶کال تر پایه به د ټاپي پروژې لومړۍ برخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۳:۱۶ GMT

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د ټاپي پروژې کارونه منظم روان دي او تر دې مهاله یې ۹۷ کیلومتره ساحه اواره کړې ده. هغه زیاته کړې، نوې نل لیکه هم سیمې ته رسېدلې چې له دې وروسته به یې د غځولو چارې پيل شي.

همایون افغان وايي، د نوې نل لیکې چارې به هم ژر پيل شي: «د ټاپي نل لیکې لپاره ۹۷ کیلومتره لاره اوار شوې او نوې نل لیکه ساحې ته رسېدلې ده. له دې وروسته به د دغه نل لیکې د غځولو چارې هم پيل شي او په ورځ کې به ۵۰۰ متره نل لیکه غځېږي».

د هغه په وینا؛ ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶کال تر پایه د هرات مسیر چې ۱۵۳ کیلومتره دی بشپړ شي او عملا به دغه برخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د طالبانو او ترکمنستان چارواکو ټينګار کړی، چې د ټاپي پروژې کارونه یې له لومړیتوبونو څخه دي.

دغه پروژه په ۱۳۹۴کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار او وروسته په ۱۳۹۶کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.

ملګري ملتونه: له پاکستان نه تر ۲مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۳:۰۹ GMT

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وياند قيصر اپريدی وايي، افغانستان ته په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستنېدو بهیر دوام لري؛ خو د ستنېدونکو او بې‌ځايه شويو افغانانو ستونزې لاهم پرځای دي.

ښاغلي اپريدي په خيبر کې رسنيو سره په خبرو کې ويلي: «د ۲۰۲۳کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د تورخم او نورو بېلابېلو لارو دوه مېلیونه او ۷۵زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي».

هغه زياته کړې: «په همدې موده کې له ۲۰۰زرو ډېر افغان کډوال په جبري ډول خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. دغه شمېرې د ډيورنډ په کرښه له دروازو ثبت شويو معلوماتو پر بنسټ راټولې شوې دي».

د هغه په وینا؛ د ستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، لومړنيو خدماتو او خوراکي توکو چمتووالی د سیمه‌ییزو ادارو او نړۍوالو سازمانونو په همکارۍ روان دی؛ خو لاهم ګڼ شمېر ستنېدونکي د بې‌ثباتۍ، کار او د زده‌کړو له پراخو محدوديتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، هغو کسانو ته چې له اوږدې مودې راهیسې کډوال پاتې شوي؛ خپل هېواد ته د ستنېدنې په صورت کې به د ژوند بنسټيزو چارو برابرول يوه لویه ننګونه وي.

ښاغلي اپريدي ټينګار وکړ: «ستنېدنه بايد په خوندي، داوطلبانه او باعزته ډول ترسره شي؛ تر څو ستنېدونکي له زياتو ستونزو او ګواښونو خوندي پاتې شي». د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ستنېدنه په ځانګړي ډول د تورخم، چمن، سپين بولدک او د ډيورنډ نورو لارو ترسره کېږي.

د دوغارون-اسلام کلا پوله؛ هره ورځ ۱۲۰۰ باروړونکي موټرونه پر دغه لار تګ‌راتګ کوي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۲:۵۹ GMT

د ایران د خراسان رضوي د ټرانسپورټ عمومي مشر جعفر شهامت وايي، چې له ایران نه افغانستان ته هره ورځ له ۲زره باروړونکو موټرونو څخه یوازې ۱۲۰۰ یې پر دوغارون پوله تګ‌راتګ کوي. نوموړي زیاته کړې، د ۱۴۰۵کال لپاره پر دغه پوله د سوداګریزې راکړې ورکړې یوه طرحه هم جوړه شوې چې ژر به پلي شي.

هغه د دوغارون پولې له کارکوونکو سره په لیدنه کې ویلي: «اوس‌مهال هره ورځ ۲زره باروړونکي موټرونه د تایباد ښار د دوغارون، لطف‌اباد او سرخس په درېیو سرحدي لارو تګ‌راتګ کوي، چې له دې ډلې په منځني ډول ۱۲۰۰ موټرونه د دوغارون له لارې اوړي».

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته په اشارې ویلي، د باروړونکو موټرونو د تګ‌راتګ زیاتوالی یې له مهمو موخو څخه دي او هیله‌من دی چې د نوې طرحې په پلي کېدو به دغه شمېر نور هم لوړ شي.

شهامت د یادې طرحې اړوند ویلي: «د دغه پروژې د ساحې جوړولو چارې هم ۹۰ سلنه بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته چمتو دي او اټکل کېږي، چې د راتلونکي کال د وري میاشتې تر پایه به یې بشپړه پرانیسته ترسره شي».

د خراسان رضوي د ټرانسپورټ عمومي رییس په ټینګار سره ویلي، چې دوغارون ایران ته د افغانانو د ننوتلو مهمه لاره ده او د مساپرو لپاره د تم‌ ځای جوړول یې هم له مهمو پلانونو څخه دي.

ایراني چارواکو زیاته کړې، چې دوغارون د دواړه هېوادونو لپاره د لومړۍ اقتصادي دروازې، د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره ځانګړی ارزښت لري.