• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پنجاب کې د پولیسو پر پوسته ځانمرګي برید کې دوه پولیس وژل شوي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۶:۳۳ GMTتازه شوی: ۱۸:۱۳ GMT

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، چې د سې شنبې په ماښام د پنجاب د بهکر ولسوالۍ پر یوه پوسته په ځانمرګي برید کې دوه پولیس ووژل شول. د بهکر ولسوالۍ د پولیسو افسر شهزاد رسنیو ته وویل چې پر امنیتي ځواکونو پوستې ته نږدې یو ځانمرګی برید شوی دی.

هغه وويل چې په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي دي او يو ټپي شو، په داسې حال کې چې درې لارويان هم په دې چاودنه کې ټپيان شول.

ترویج لرونکی

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي
۱

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي

۲

طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي

۳
ځانګړی

سند؛ طالبانو د بهرنیو مرستو راجلبولو لپاره د امریکا پخواني مشاورین په وزارتونو کې ګومارلي

۴

پاکستان د وري پر پنځمه نېټه د تورخم دروازه پرانیزي

۵

په کابل کې ځینو فعالانو «یوناما» ته د پاکستان د بریدونو په اړه اعتراض لیک سپارلی

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د جنورۍ د اعتراضونو د لومړني اعدام حکم صادر شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۴:۱۸ GMT

په تهران کې یوې انقلابي محکمې د محمد عباسي په نوم یو کس ته «له خدای سره د دښمنۍ» په تور د اعدام حکم صادر کړی دی. که دا حکم د ایران د سترې محکمې له خوا تایید شي، نو دا به د جنورۍ د ډله‌ییزو اعتراضونو سره تړلی لومړنی اعدام وي.

سرچینې وايي چې عباسي د یوه امنیتي افسر د وژلو په تور محکوم شوی، خو د هغه کورنۍ دا تور ردوي. د عباسي لور، فاطمه عباسي، ته هم دغو اعتراضونو کې د ګډون له امله د۲۵ کاله بند سزا ورکړل شوې ده.

د دغو ګډوډیو پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړی و چې که اعدامونه ترسره کړي، نو کېدای شي د پوځي اقدام امر وکړي.

د بشري حقونو ډلې وایي چې د دغو اعتراضونو د ځپلو په لړ کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

دا د ۱۹۷۹م کال اسلامي انقلاب راهیسې په ایران کې تر ټولو ستره کورنۍ ناکراري بلل کېږي.

سرچینې زیاتوي چې تورن کسان خپل شخصي وکیل ته لاسرسی نه لري او ورته یو دولتي مدافع وکیل ټاکل شوی دی.

سرچینې د سې‌شنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې د ایران قضایي قوې لا تر اوسه د محمد عباسي پر وړاندې دا حکم په رسمي ډول نه دی اعلان کړی او د ایران سترې محکمې هم لا دا حکم نه دی تایید کړی.

د ایران په اصفهان کې یوه پوځي چورلکه غورځېدلې ده

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۱:۰۳ GMT

د ایران د پوځ یوه چورلکه د سې شنبې په ورځ د اصفهان ولایت په مرکزي سیمه کې د مېوو په بازار کې ولوېده، چې له امله یې پيلوټ، مرستيال پيلوټ او دوه هټیوال مړه شوي دي. رپوټونه زیاتوي چې چورلکه په دورچې ښار کې راولوېده او اور ولګېد، خو د اوروژنې ډلې اور وواژه.

کارپوهان وايي چې ایران د هوايي خوندیتوب کمزوری ریکارډ لري او څو ځله د الوتکو د لوېدو پېښې پکې شوې دي.

ډېری دغه الوتکې د۱۹۷۹ کال تر انقلاب مخکې پېرودل شوې او د اصلي پرزو د نشتوالي له امله خوندي نه دي.

تېره اونۍ هم د ایران د هوايي ځواک یوه جنګي الوتکه «اېف–۴» د همدان ولایت په لوېدیزه سیمه کې د روزنیزې الوتنې پر مهال ولوېده، چې یو پيلوټ پکې ووژل شو.

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره د جګړې یا هوکړې په اړه وروستۍ پرېکړه به زه وکړم

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۳:۵۹ GMT

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه چې وايي، د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډینیل کېن د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام مخالف دی «سل په سلو کې ناسم» وبلل او ټینګار یې کړی چې د تهران سره د جګړې یا هوکړې وروستۍ پرېکړه به د هغه وي.

ټرمپ د دوشنبې په ماښام پر ټروټ خواله رسنۍ لیکلي، جنرال کېن چې د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې یې د برید مشري کړې وه باور لري که پوځي اقدام وشي؛ نو دغه جګړه «په اسانۍ ګټلی شي».

نوموړي هغه رسنۍ چې دغه راپورونه یې خپاره کړي «د جعلي خبرونو رسنۍ» وبللې او ویې لیکل، چې جنرال کېن هېڅکله د ایران پر وړاندې د اقدام نه‌کولو خبره نه‌ده کړې. د ټرمپ په وینا؛ جنرال کېن یوازې د بریا په څرنګوالي پوهېږي او که امر ورکړل شي د عملیاتو مشري به وکړي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې غوره ګڼي له ایران سره هوکړې ته ورسېږي؛ خو خبرداری یې ورکړ که هوکړه ونه شي، «هغه ورځ به له بده مرغه د هغه هېواد او خلکو لپاره یې ډېره بده ورځ وي».

نیویارک ټایمز ورځپاڼه له هغو رسنیو څخه ده، چې د سپینې ماڼۍ د یوې ځانګړې غونډې په اړه یې راپور ورکړی دی. دغه غونډه (د سلواغې په ۲۹مه) د ټرمپ، د هغه د مرستیال، د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو، د سي‌‌ای‌اې رییس او د پوځ د ګډو ځواکونو د لوی درستیز په ګډون ترسره شوې وه.

تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۶۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۳:۵۷ GMT

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۶۱۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۶۵۱ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲زره او ۷۳ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۷۴۹ وګړي ټپیان شوي هم دي.

په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

سي‌بي‌اېس: ټرمپ د تهران پرضد د پوځي اقدام د محدوديتونو له امله ناراضه دی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۰۲:۴۳ GMT

سي‌بي‌اېس نيوز د څو باخبره سرچينو په حواله راپور ورکړی، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په زياتېدونکې توګه له هغو محدوديتونو ناخوښي څرګندوي چې د تهران پر ضد د پوځي ځواک د کارولو لپاره وضع شوي دي.

د راپور له مخې؛ د امريکا پوځي پلان جوړوونکو خبرداری ورکړی، چې د تهران پر پوځي او ستراتيژيکو شتمنيو هر ډول بريد ښايي پرېکنده او يوځلنی ګوزار ونه اوسي؛ بلکې ښایي شخړه لاپسې پراخه او په منځني ختيځ کې اوږدمهاله منازعې ته لاره هواره کړي.

سرچينو ويلي، د امريکايي چارواکو وروستي بحثونه تر ډېره د احتمالي غچ اخيستونکو اقداماتو پر ګواښونو او دغه احتمال متمرکز وو چې محدوده بريدونه به ونه شي کولای د ايران د حکومت پوځي وړتياوې کمزورې کړي.

د راپور په ټکو، دغه وضعيت ښايي امريکا په سیمه کې له یوې پراخې شخړې سره مخ کړي.