د خېبرپښتونخوا والي: که له افغان خاورې بریدونه دوام وکړي، موږ به هم اقدام وکړو

د خېبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي خبرداری ورکړی، که له افغان خاورې پر دوی ترهګریز بریدونه دوام وکړي، پاکستان به د افغانستان په خاوره کې پوځي اقدامات وکړي. هغه ویلي، که طالبان د وسلهوالو ډلو پر وړاندې عملي ګام پورته نهکړي، پاکستان به د خپلې خاورې له دفاع پرته بله لار ونهلري.
