د اسټرالیا دفاع وزیر: د امریکا د احتمالي برید په اړه نظر نه ورکوم

د اسټرالیا دفاع وزیر د ایران پر وړاندې د امریکا د احتمالي برید په اړه ویلي، هېواد یې له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په سلا مشورو بوخت دی، خو د دغو خبرو جزییات شریکولی نهشي.

د اسټرالیا دفاع وزیر د ایران پر وړاندې د امریکا د احتمالي برید په اړه ویلي، هېواد یې له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په سلا مشورو بوخت دی، خو د دغو خبرو جزییات شریکولی نهشي.
د اسټرالیا دفاع وزیر پر ایران د امریکا د احتمالي برید په اړه د خپل هېواد د دریځ په تړاو وویل: «موږ په دې اړه له خپلو متحدانو او نړۍوالو شریکانو سره په خبرو بوخت یو، خو جزییاتو ته یې نه ځم. موږ د ایران د ولس د مبارزې ترڅنګ ولاړ یو او په اسټرالیا کې د مېشتو ایرانیانو له ټولنې سره پیوستون ښیو؛ خو د هغو خبرو اترو د جزییاتو په اړه چې ممکن لرلې مو وي او یا نه، هېڅ وضاحت نه ورکوم».
د اسټرالیا لومړي وزیر هم پرون له سکاینیوز شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ، چې پر ایران د امریکا د هر ډول احتمالي برید په اړه اټکلونه نه کوي.