• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي چارواکی: متحده ایالات غواړي له چین سره باثباته اړیکې ولري، خو باور پرې نه لري

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۸:۴۱ GMT

رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي، چې د ټرمپ ادارې د سې‌شنبې په ورځ د کانګرس استماعیه غونډې ته ویلي، چې له چین سره باثباته اړیکې غواړي، خو پر دغه هېواد باور نه لري.

د اقتصادي چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر جېکب هیلبرګ دا څرګندونې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له راتلونکي سفر مخکې وکړې. ټاکل شوې، چې ټرمپ په راتلونکو اوونیو کې چین ته ولاړ شي او هلته به د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره وګوري.

ترویج لرونکی

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي
۱

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي

۲

طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي

۳
ځانګړی

سند؛ طالبانو د بهرنیو مرستو راجلبولو لپاره د امریکا پخواني مشاورین په وزارتونو کې ګومارلي

۴

په کابل کې ځینو فعالانو «یوناما» ته د پاکستان د بریدونو په اړه اعتراض لیک سپارلی

۵

پاکستان د وري پر پنځمه نېټه د تورخم دروازه پرانیزي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: ایران له امریکا سره د هوکړې لپاره هر ګام اخیستو ته چمتو دی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۸:۳۰ GMT

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تخت‌روانچي د سې‌شنبې په ورځ وویل، ایران چمتو دی څو له امریکا سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هر اړین ګام پورته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ایران ته ۱۰ تر ۱۵ ورځو وخت ورکړی، څو یوې هوکړې ته ورسېږي.

رویټرز د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په وینا لیکلي، ټاکل شوې ده چې خبرې د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي. ټاکل شوې ده، چې د امریکا استازي سټیف وېټکاف او جرډ کوشنر د ایران له پلاوي سره د دغو خبرو لپاره وګوري.

دواړو هېوادونو د همدې میاشتې په پیل کې بیا خبرې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي. ایران ګواښ کړی، چې که پرې برید وشي نو په سیمه کې به د امریکا پر پوځي اډو برید وکړي.

د ایران دولتي رسنیو لیکلي، چې تخت‌روانچي وویل: «موږ چمتو یو چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږو. موږ به هر هغه څه وکړو چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اړین وي. موږ به د جنیوا د خبرو خونې ته په بشپړ صداقت او نېک نیت داخل شو.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې سې‌شنبې په ورځ وویل، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړنی انتخاب تل ډیپلوماسي ده، خو که اړتیا وي د زور کارولو ته هم چمتو دی.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د یکشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې تهران به په جدي ډول دا وړاندیز په پام کې ونیسي چې د خپل ډېر بډایه شوي یورانیم نیمایي برخه بهر ته واستوي، پاتې برخه کمه بډایه کړي او د سیمې د بډاینې په یوه ګډ کنسرسیوم کې برخه واخلي، هغه نظر چې د کلونو راهیسې د ایران اړوند ډیپلوماسۍ کې وخت ناوخت مطرح شوی.

د چارواکي په وینا، ایران به دا کار د دې په بدل کې وکړي چې امریکا د «سولییز اټومي بډاینې» حق په رسمیت وپېژني او همدارنګه اقتصادي بندیزونه لرې کړي.

تخت‌روانچي زیاته کړه: «که پر ایران برید یا تېری وشي، موږ به د خپلو دفاعي پلانونو له مخې ځواب ورکړو، پر ایران د امریکا برید یو ستر قمار دی.»

تېر کال د دواړو لوریو ترمنځ غېرمستقیمې خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې چې اصلي لامل یې دا و، چې امریکا غوښتل ایران پر خپله خاوره د یورانیمو بډاینه پرېږدي، ځکه واشنګټن دا د اټومي بم جوړولو لار بولي.

ایران تل دا تور رد کړی چې ګواکې اټومي وسلې غواړي.

په تېر جون میاشت کې امریکا له اسراییل سره یو ځای د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، چې د ایران د یورانیمو بډاینه یې په عملي ډول محدوده کړه. ټرمپ ویلي وو، چې د ایران مهم اټومي سایټونه «په بشپړ ډول له منځه وړل شوي» دي. خو باور کېږي چې ایران لا هم له پخوا بډایه شوي زېرمې لري، چې واشنګټن غواړي ایران یې وسپاري.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د ایران سفیر احضار کړ

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۸:۱۲ GMT

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ په هاګ ښار کې د ایران سفیر احضار کړ. دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د تهران په هوايي ډګر کې د یوه هالنډي ډیپلومات ډیپلوماټیک بکس ونیول شو.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ایران د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۸مه نېټه هغه مهال «یو ډیپلوماټیکه پېښه» رامنځته کړه، کله چې یې یو هالنډی ډیپلومات دې ته اړ کړ، څو خپل ډیپلوماتیک توکي د تهران په هوايي ډګر کې وسپاري. په اعلامیه کې راغلي: «دا اقدام د منلو وړ نه دی».

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې له ایراني چارواکو څخه یې څو ځله غوښتي څو نیول شوي توکي په بېړني توګه ورته بېرته وسپاري، خو د دغو توکو د څرنګوالي او جزییاتو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې وروسته له هغې یې د ایران سفیر احضار کړ چې ایراني چارواکو د یادې پېښې اړوند ویډیويي انځورونه پر لیکه خپاره کړل.

سپینه ماڼۍ وایي د ایران په اړه د ټرمپ لومړنی انتخاب ډیپلوماسي ده

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۶:۳۶ GMT

د سپینې ماڼې ویاندې ویلي، چې د ټرمپ لومړنی انتخاب له تهران سره د تعامل لپاره تل ډیپلوماسي ده، خو که اړتیا وي، د مرګوني ځواک کارولو ته هم چمتو دی.

کارولین لیویت د سې شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «د ولسمشر ټرمپ لومړنی انتخاب تل ډیپلوماسي ده. خو لکه څنګه چې هغه ښودلي، که اړتیا وي د متحده ایالاتو پوځي ځواک د وژونکي ځواک کارولو ته چمتو دی».

رویټرز د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د سې شنبې په ورځ ناوخته کانګرس ته د ایران په اړه معلومات ورکړي.

متحده ایالاتو د احتمالي بریدونو دمخه د ایران په ساحلي سیمو کې پراخ سمندري ځواک ځای پر ځای کړی دی. ټرمپ د فېبرورۍ په ۱۹مه وویل چې هغه تهران ته شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ ورځې وخت ورکوي چې یوې معاملې ته سره ورسیږي.

ټرمپ ممکن د سې شنبې په شپه د خپل دولت د اتحاد په وینا کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه هم خبرې وکړي.

په ایران کې د جنورۍ د اعتراضونو د لومړني اعدام حکم صادر شوی

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۴:۱۸ GMT

په تهران کې یوې انقلابي محکمې د محمد عباسي په نوم یو کس ته «له خدای سره د دښمنۍ» په تور د اعدام حکم صادر کړی دی. که دا حکم د ایران د سترې محکمې له خوا تایید شي، نو دا به د جنورۍ د ډله‌ییزو اعتراضونو سره تړلی لومړنی اعدام وي.

سرچینې وايي چې عباسي د یوه امنیتي افسر د وژلو په تور محکوم شوی، خو د هغه کورنۍ دا تور ردوي. د عباسي لور، فاطمه عباسي، ته هم دغو اعتراضونو کې د ګډون له امله د۲۵ کاله بند سزا ورکړل شوې ده.

د دغو ګډوډیو پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړی و چې که اعدامونه ترسره کړي، نو کېدای شي د پوځي اقدام امر وکړي.

د بشري حقونو ډلې وایي چې د دغو اعتراضونو د ځپلو په لړ کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

دا د ۱۹۷۹م کال اسلامي انقلاب راهیسې په ایران کې تر ټولو ستره کورنۍ ناکراري بلل کېږي.

سرچینې زیاتوي چې تورن کسان خپل شخصي وکیل ته لاسرسی نه لري او ورته یو دولتي مدافع وکیل ټاکل شوی دی.

سرچینې د سې‌شنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې د ایران قضایي قوې لا تر اوسه د محمد عباسي پر وړاندې دا حکم په رسمي ډول نه دی اعلان کړی او د ایران سترې محکمې هم لا دا حکم نه دی تایید کړی.

د ایران په اصفهان کې یوه پوځي چورلکه غورځېدلې ده

AP ۱۴۰۴ کب ۵ ۱۱:۰۳ GMT

د ایران د پوځ یوه چورلکه د سې شنبې په ورځ د اصفهان ولایت په مرکزي سیمه کې د مېوو په بازار کې ولوېده، چې له امله یې پيلوټ، مرستيال پيلوټ او دوه هټیوال مړه شوي دي. رپوټونه زیاتوي چې چورلکه په دورچې ښار کې راولوېده او اور ولګېد، خو د اوروژنې ډلې اور وواژه.

کارپوهان وايي چې ایران د هوايي خوندیتوب کمزوری ریکارډ لري او څو ځله د الوتکو د لوېدو پېښې پکې شوې دي.

ډېری دغه الوتکې د۱۹۷۹ کال تر انقلاب مخکې پېرودل شوې او د اصلي پرزو د نشتوالي له امله خوندي نه دي.

تېره اونۍ هم د ایران د هوايي ځواک یوه جنګي الوتکه «اېف–۴» د همدان ولایت په لوېدیزه سیمه کې د روزنیزې الوتنې پر مهال ولوېده، چې یو پيلوټ پکې ووژل شو.