د جرمني د کورنيو چارو وزير: کډوال دې درې مياشتې وروسته د کار بازار ته داخل شي

د جرمني د کورنيو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وايي، د کډوالۍ د نظام د سمون لپاره يوه نوې طرحه چمتو شوې ده. د دې طرحې لهمخې، هغه کسان چې جرمني ته د پناه غوښتنې لپاره ځي، کولای شي يوازې دغه هېواد ته له داخلېدو درې مياشتې وروسته کار پيل کړي.
