د امریکا دفاع وزیر: د ایران په اړه د ټرمپ لپاره ټول انتخابونه لاهم د مېز په سر دي

د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې د ایران حکومت باید له دې فرصته د یوې هوکړې لپاره کار واخلي. هغه ټینګار کړی، چې د ولسمشر ټرمپ لپاره لاهم ټول انتخابونه د مېز په سر پراته دي.
